لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د داعش د مهم کمانډر د وژلو دعوه شوې


 ISIS File Photo
ISIS File Photo

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو امنيتي ځواکونو پرون په اوومه جولايۍ دعوه کړې، د پاکستان سره په پوله د هيواد په ختيځه صوبه کې یې د داعش مهم کمانډر وژلی دی.

د طالبانو دولتي رسنۍ خبر ورکړی، د طالبانو د ترهګرۍ ضد ځواک په ننګرهار کې د داعش خراسان په پټه ځاله چاپه وهلې ده. د المرصاد په نوم رسنۍ ويلي، په عملياتو کې د اچین ضلعې د داعش وسله وال مشر ذاکرالله عرف ابوشېر وژل شوی دی.

رسنۍ خبر ورکړی، د طالبانو ځانګړو ځواکونو دغه عمليات د مومند درې په ضلعه يا ولسوالۍ کې کړي دي.
د ازادو سرچینو څخه د المرصاد د خبر تاييدول ممکن نه دي او طالب چارواکو په دغې اړه په رسمي توګه څه ويلي دي.

داعش خراسان په کال 2015م کې په افغانستان کې راښکاره شوی او مرکز یې هم په اچين کې وو.
په کال 2012م کې د طالبانو په افغانستان کې په واک کې د راتلو نه وړاندې چې دغلته د امریکا په مشرۍ د نېټو ځواکونه موجود وو، امریکا به پرله پسې د داعش پرضد عمليات کول او څو مهم مشران یې هم ورله وژلي وو.

داعش د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په افغانستان ګڼ ځانمرګي بريدونه کړي، امنیتي ځواکونه او شيعه ټولنه یې په هدف کړې ده، د مهمو طالب مشرانو او مذهبي عالمانو په ګډون یې پکې په لسګونو کسان وژلي دي.
افغانستان کې واکمنه طالبان وايي، د داعش پرضد یې کلک پوځي عمليات کړي او افغانستان د ګواښ توان یې ورله مات کړی دی.

طالبان په افغانستان او تاجکستان تور لګوي چې دغلته داعش خراسان روزل کيږي او د دغو هيوادونو خاوره د افغانستان پرضد کاروي. د روان کال د مې په مياشت کې د پاکستان پوځ ویلي وو، د تحریک طالبان پاکستان "ترهګر" د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کوي، طالبانو دغه تورونه رد کړي او تور یې لګولی وو، "موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو چي د پاکستان خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي، د هغوی خاوره زموږ په ضد کارول ‏شوې او پیښي له هغه هیواد څخه تنظیم کیږي" .

پاکستان او تاجکستان دغه تورونه رد کړي وو.

د امریکې د دفاع وزارت د روان کال مې په مياشت کې په خپل درې میاشتني رپورټ کې په افغانستان کې د داعش خراسان د توان د زیاتوالي ويلي وو، په رپورټ کې د افغانستان ګاونډي ايران په کرمان کې د جنورۍ د میاشتې د ځانمرګي بريد ويل شوي په کوم کې چې لږ تر لږه 100 وژل شوي وو، او د داعش خراسان ډلې بيا د مارچ په مياشت کې د ماسکو سره نزدې په يو کنسرټ حمله کړې لږ تر لږه یې 140 وژلي وو.

د امريکې د مرکزي کمانډ (سېنټکام) مشر جنرل مايکل کورېلا د مارچ په مياشت کې کانګرس ته ويلي وو، په افغانستان کې د داعش ګواښونه سېوا شوي او په شپږو مياشتو کې په امریکا او اتحاديانو یې د حملو کولو وړتيا لرلی شي.

په امریکايي رپورټ کې ويل شوي وو، د طالبانو د وعدې باوجود په افغانستان کې ترهګرۍ ډلې شتون لري او طالبانو القاعده ته پناه ورکړې خو طالبان په ښکاره د دې خبرې څخه انکار کوي او وايي چې القاعده د افغانستان خاوره بهرنيو هيوادونو ته د خطر په توګه نه شي کارولی.

ملګرو ملتونو د جنورۍ په میاشت کې ويلي وو، داعش خراسان هم په افغانستان کې يوه غټه خطره ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG