لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي: د ننګرهار په زندان د داعش برید پای ته رسېدلی، حمله کوونکي وژل شوي


په یاده پېښه کې تر دا مهاله 29 تنه وژل شوي چې په کې ملکیان،امنیتي ځواکونه او بندیان شامل دي، همدا راز تر 50 نور یې ټپيان شوي دي
په یاده پېښه کې تر دا مهاله 29 تنه وژل شوي چې په کې ملکیان،امنیتي ځواکونه او بندیان شامل دي، همدا راز تر 50 نور یې ټپيان شوي دي

د ننګرهار پر محبس ډله ییز برید د اتو بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسیده او تصفیوي عملیات جریان لري.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت پر محبس موټر بم او ډله ییز برید کې 29 تنه وژل شوي او 50 نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت ویاند ښاغلي عطاءالله خوږیاڼي ویلي دي چې په یادو کسانو کې ملکي وګړي، د محبس بندیان او امنیتي سرتیري هم شامل دي.

خوګیاڼی وایې، د ننګرهار په محبس او څېرمه شرق پلازه کې داخل شوي اته برید کوونکي وژل شوي او اوس مهال په دواړو سیمو کې د امنیتي ځواکونو له لورې تصفیوي عملیات روان دي .

په یاده پېښه کې تر دا مهاله 29 تنه وژل شوي چې په کې ملکیان،امنیتي ځواکونه او بندیان شامل دي، همدا راز تر 50 نور یې ټپيان شوي دي .

د ننګرهار امنیه قوماندان ایمل نیازی وایي چې د برید ساحه د دوی په کتنرول کې ده او هغه زندانیان چې د تیښتې هڅه یې کوله بیرته نیول شوی دي.

ښاغلی نیازی وایي "په یاد زندان کې 1793 زندانیان موجود وو چې 1025 یې نیول شوي او 430 پاتې زندانیانو ته یې نجات ورکړی دی

ښاغلي نیازي د خلکو او کاروباریانو وغوښتل چې خپلو کورونو ته او دوکانونو ته په ډاډه زړه دوام ورکړي".

په همدې حال کې ننګرهار ته د هېواد لوی درستیز،د محبس عمومي ریاست مرستیال او نور لوړ پوړي چارواکي هم رسیدلي دي، ترڅو د ډاډمن حالات په رامنځته کېدو کې همکاري وکړي.

خو ځایي اوسیدونکي وایي چې یو شمیر وسلوال د لسمې ویالې څخه هم مهاله په هوايي میدان توغندي ولي او خال خال ډزې هم کوي. په سیمه کې چورلګې هوایي ګزمې کوي خو د محبس بريد اوس ارام شوی.

یاده پیښه تیره ورځ ماښام نږدې 7 بجې د موټر بم په چاودنې سره پیل شوه او وسلوال د ننګرهار په محبس او شرق پلازه کې د ځای پر ځای کیدو سره یې تر دې وخته پورې د افغان ځواکونو سره جګړه وکړله.

طالبانو د بریدو وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه پیښه کې لاس لرلو رد کړل خو داعش وسلوالې ډلې بیا د دغې پیښې مسولیت ومنه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG