لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر غني د میلاد النبي د نمانځنې پر مراسمو برید، د اسلام ضد جنایت وباله


په کابل کې د میلاد النبي د نمانځنې پر یوې غټې دستورې باندې د یوې چاودنې وروسته چې په کې گڼ شمیر کسان مړه او ټپیان شوي، افغان صدر محمد اشرف غني یو بیان جاري کړی او نننی برید یې «د اسلام د دښمنانو» کار بللی او سبا یې په ټول افغانستان کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د ارگ (ایوان صدر) په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې صدر غني «دغه جنایتکارانه او اسلام ضد عمل» په سخته غندلی او ویلي یې دي چې دغه ترهگر برید، «د اسلامي ارزښتونو او د نبي کریم (ص) له لارې او طریقې سره دښمني په ډاګه کوي.»

طالبانو هم یو بیان جاري کړی او د کابل نننی برید یې غندلی دی. د طالبانو په بیان کې راغلي چې: «دغه ډول جنایات ښکاره کوي چې یو شمیر شریرې کړۍ له وړو اختلافي مسائلو څخه په استفاده خپله شریره څيره بربنډوي او د مسلمانانو په دا ډول بې رحمه وژنو باک نه کوي.»

طالبانو له خلکو غوښتي چې د دښمنانو دسیسې دې شنډې کړي، خو په ننني برید کې یې هیڅ کومې ځانگړې ډلې ته گوته نه ده نیولې او نه یې کوم نوم اخیستی دی.

په نننۍ پیښه کې چې د کابل پر وخت نن (د نهې ورځې) په ماښام، د کابل ښار په یو لوی هال (تالار) کې وشوه، ځانمرگي بریدگر ځان د دیني عالمانو په دستورې کې وچاود. په دې چاودنه کې د وروستیو رپوټونو له مخې، کم تر کمه ۴٣ کسان مړه او خواوشا ٨٠ نور ټپیان شوي دي.

قصر اورانوس، په کابل کې د ودونو او نورو دستورو دپاره کارول کیږي
قصر اورانوس، په کابل کې د ودونو او نورو دستورو دپاره کارول کیږي

ځایي چارواکي وایي چې ښایي د وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي.

یو کس چې د پیښې په ځای کې و، ځایي خبریالانو ته ویلي چې په دستوره کې د پاک قرآن آیتونه قرائت کیدل چې په همدې حال کې چاودنه وشوه او ډیر کسان په وینو کې لت پت شول.

دغه غونډه د کابل هوایي ډگر ته څیرمه، د اورانوس په نامه په یو هال کې جوړه شوې وه. اورانوس په کابل ښار کې یو لوی هال دی چې خلک یې ودونو، محفلونو، او دستورو دپاره په کرایه اخلي.

سمدستي د دې برید ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخیستې. جزییات به یې وروسته خپاره شي.

دا تصویر چې پر سوشل میډیا خپور شوی، د ځانمرگي برید د پیښې ځای ښکاره کوي
دا تصویر چې پر سوشل میډیا خپور شوی، د ځانمرگي برید د پیښې ځای ښکاره کوي

د پیښې ډیرې زخمیان، ایمرجنسي روغتون ته چې د ایټالي په امداد جوړ شوی، انتقال شوي دي
د پیښې ډیرې زخمیان، ایمرجنسي روغتون ته چې د ایټالي په امداد جوړ شوی، انتقال شوي دي

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG