لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: چاودنې یو عسکر وژلی څلور یې ژوبل کړي


د افغانستان په پلازمينه کابل کې په يوه ماين چاودنه کې د ملي اردو يو سرتيری وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي، د فاع وزارت ويلي ارغنداب ولسوالي (ضلع) يې د طالبانو نه پاکه کړې ده.

د کابل د پوليسو ویاند فردوس فرامرز مطبوعاتو ته ويلي، نن د ګل/دوشنبې په سهار د سړک په غاړه ښخ ماين چاودنه د قره باغ په ولسوالۍ کې شوې ده.

هغه ویلي چاودنه د سرتيرو په ګاډي شوې ده.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، د کندهار ارغنداب ولسوالۍ يې د طالبانو نه پاکه کړې ده.

د راپورونو ترمخه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان امنيتي سرتيرو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

د افغانستان د دفاع وزارت نن د ګل/دوشنبې په ورځ (پينځم اپرېل) ويلي افغان ملي امنيتي دفاع سرتيرو په کندهار، غزني، ننګرهار، زابل، هرات، کندوز، بغلان او بدخشان کې په تيرو 24 ساعتونو کې 110 طالبان وژلي او 81 يې نور ژوبل کړي دي.

طالبانو د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي، او نه د دفاع وزارت د عملياتو په مهال امنیتي ځواکونو ته د اوښتي تاوان په اړه څه ويلي دي.

په وروستيو کې افغان امنيتي سرتيرو او بل لور ته طالبانو بيا داسې دعوې کړي چې دواړو يو بل ته غټ تاوانونه اړولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG