لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان په نړۍ کې "تر ټولو خونړۍ ترهگره ډله" ده


د نړيوالې ترهگرۍ درجه بندۍ يا گلوبل ټېررېزم انډيکس له مخه طالبان په نړۍ کې تر ټولو غټه خونړۍ ترهگره ډله ده او په افغانستان کې په کال ٢٠١٨م کې طالبانو د ٦٠٠٠ نه زیات خلک وژلي دي.

د اسټريليا د ادارې انسټيټيوټ فار اکنامکس اينډ پيس د شمارو له مخه په افغانستان کې د وژنو شرح يو اويا سلنه برخه (٧١٪) زياته شوې چې تېر کال په ياد هېواد کې ٦١٠٣ تنه وژل شوي چې د ټولې نړۍ د ترهگرۍ د پېښو ٣٨٪ جوړيږي.

خو د دې په مقابل کې په عراق او شام کې دغه کچه ډېره راټيټه شوې ده چې د داعش ترهگرې ډلې په وژنو کې ٧٠٪ کمی راغلی او تېر کال د داعش په ترهگرو بريدونو کې ١٣٢٨ تنه وژل شوي.

پاکستان ترهگرۍ ځپلو هېوادونو کې، په پنځم نمبر:

پاکستان په ترهگرو بريدونو کې راگېر د هېوادونو په نوملړ کې پينځم دی خو د ميډيا رپورټونه او څېړونکي وايي که د افغانستان او پاکستان د ترهگرۍ سره مخ سيمو ته وکتل شي نو د دواړو هېوادونو په هغه برخو کې ترهگري زياته روانه ده چرته چې پښتانه ميشت دي.

د پاکستان د سرکاري شمېرو له مخه په تېرو دوو لسيزو کې د ترهگرۍ په بريدونو کې د ٧٠٠٠٠ نه زيات تنه وژل شوي چې د ٩٠٪ نه ډېره برخه يې پښتانه دي.

د پاکستان د ادارې پاکستان انسټيټيوټ فار پيس د رپورټ له مخه په ياد هېواد کې د نور ملک په پرتله تر ټولو زيات ترهگر بريدونه په پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

د رپورټ له مخه په نړۍ کې د ترهگرو بريدونو له عمله د وژنو شرح ١٥٪ کمه شوې ده او تېد کال په ټوله نړۍ کې ١٥٩٥٢ خلک وژل شوي چې تر ټولو زيات پکې د طالبانو د لاسه په افغانستان کې مړه دي. د ترهگر وژنو شمېر په کال ٢٠١۴م کې ٣٣٥٥٥ و.

دغه رپورټ وايي د ترهگرو بريدونو شرح د نورو هېوادونو په تناسب په عراق کې تر ټولو کمه ده او دا د کال ٢٠٠٣م نه په وړومبي ځل ليدل کيږي. عراق چې په کال ٢٠١٧م کې يې په داعش د لاس بري موندلو اعلان کړی په تېرو کلونو کې د ټولو زيات ترهگر بريدونه ليدلي دي.

د ډېورنډ دواړه غاړو ته د پښتنو سیمې تر ټولو زیاتې ځپل شوي:

په افغانستان او پاکستان کې د ترهگرۍ پیښې زیاتره د پښتنو په سیمه کې ترسره شوي.

په کال ٢٠١٨م کې هم د جگړې میدان د افغانستان اکثره د پښتنو سیمې وې او د طالبانو غټ بریدونه هم، همدا سیمو کې رامنځ ته شوي دی.

د افغانستان د مرستې دپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي معاونیت (یوناما) پخپل کلني رپوټ کې ویلي چې په ٢٠١٨م کال کې، په افغانستان کې ٣٨٠۴ غیرپوځي کسان وژل شوي چې په دې کې ٩٢٧ یې ماشومان و. پر دې سربېره، ٧١٨٩ تنه نو عام خلک په جنگ او چاودنو کې ټپیان شوي هم دي.

په دې کې ملگرو ملتونو ویلي چې ٪٣٧ یې د طالبانو په حملو کې، ٪٢٠ یې د داعشیانو، ٪٦ یې نامعلومو حکومت ضد ډلو، او پاته یې حکومت پلوه ځواکونو لخوا وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

په اسلام آباد کې د څېړنې د یوې ادارې، پاکستان انسټیټیوټ فار پیس ستډیز، تر مخه په کال ٢٠١٨م کې، په پاکستان کې د ترهگرۍ په بریدونو کې شاوخوا ٦٠٠ تنان وژل شوي و چې زیاتره شمېر یې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې و.

د اسټريليا د ادارې انسټيټيوټ فار اکنامکس اينډ پيس رپورټ وايي زياتره ترهگر بريدونه په هغو هېوادونو کې شوي چې په جنگ اخته دي البته د کال ٢٠١۴م نه تر کال ٢٠١٨م پورې د رنگ او ژبې په بنياد د ترهگرۍ په پېښو کې ٣٢٠٪ زياتوالی راغلی دی.

د ترهگرۍ د بريدونو سره مخ هېوادونو کې افغانستان وړومبی، عراق دويم، نايجيريا دريم، شام څلورم، پاکستان پينځم، سوماليه شپږم، انډيا اووم، يمن اتم، فلپاين نهم او ډيموکريټيک ريپبلک اف کانگو لسم دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG