لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په ۵۰ مرکزونو کې د لسګونو زره ماشومانو د جسماني ودې څارنه کیږي: یونیسېف


File Photo
File Photo

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" وايي چې د کابل په ښاري سیمو کې یې د ماشومانو د ورځینۍ پاملرنې په ۵۰مرکزونو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د پیژندلو لپاره د معاینې سربیره کورونو ته ددغې نباروغۍ د مخنیوي لپاره د خواړو د چمتوکولو په اړه هم روزنه ورکول کیږي.

یونیسف د ایکس / پخواني ټوېټر شبکه کې په دغسې یو مرکز کې د کورنیو له خوا خپلو ماشومانو ته د شتو خوراکي توکو څخه د قوي خوړو د چمتوکولو په تړاو یوه ویډیو هم شریکه کړې او ویلي دي چې خوارځواکي یوه ډیره جدي ناروغي ده.

یونیسف ویلي: "د کابل په ښار کې د تغذيي د ورځینۍ پاملرنې په مرکزونو کې د ښځو له خوا ښځو ته خدمتونه وړاندې کیږي. افغانستان کې د اروپايي ټولنې په ملګرتیا د ماشومانو د سالمې ودې او ددې ډاډ تر لاسه کولو لپاره چې د هغوی وده په سم مسیر حرکت کوي دغه مرکزونه به د ۵۹۰ زره ماشومانو د ودې بهیر وڅاري ".

ملګري ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کیدو د مخنیوي لپاره ددغو اقداماتو یادونه په داسې حال کې کړې چې ملګرو ملتونو په دغه هیواد کې د بشري مرستو لپاره د بودیجې د کمښت وروسته د خوارځواکۍ په ناروغۍ د اخته شویو د سلګونو زرو ماشومانو د درملنې لپاره د امکاناتو نه برابریدو باندې اندیښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو په برخه کې د بودیجې کمښت ته په اشارې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې د شمیرنو پر اساس ویلي وو چې په دغه هیواد کې پر سختې خوارځواکۍ اخته ۷۰۰زره ماشومان درملنې ته لاس رسی نه لري او د دغې ناروغۍ څخه کړیږي.

دغه سازمان ویلي چې په دې شمیر کې ۲۷۶۰۰ هغه ماشومان هم شامل دي چې سمدستي په روغتون کې بسترې کیدو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیون کسان چې ددغه هیواد د نفوسو له نیمايي څخه یې شمیر زیات وو پر بشري مرستو متکي وو. ددغه سازمان د راپور له مخې ۱۲.۴ فیصده افغانان د خوړو د خوندیتوب له پلوه خوندي نه وو، په دې شمیر کې ۲.۹ میلیونه هغه کسان هم شامل دي چې په بیړنۍ کچه د لوږې د حالت سره مخ دي.

ملګرو ملتونو په نوي ۲۰۲۵ کال کې هم پر بشري مرستو د افغانانو اتکا د تیر کال په څیر ګڼلې ده . د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱‍۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو لپاره پروګرام ترتیب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.

افغانانو ته د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د بشري مرستو د برابرولو په پروګرام کې د خوړو مرستې، په بیړني ډول سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د تغذیي خدمتونه، پوهنه، څښلو پاکې اوبه، حفظ الصحې توکي او د مختلفو اهدافو لپاره نغدې مرستې د نورو سکټوري ملاتړ د برابرولو مرستې شاملې دي

ملګري ملتونو ویلي چې د ښځو په ګډون د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د بې وزلې او لوږې سره مخ دي. اوچا ویلي چې په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه کسان د خوړو د نه خوندیوب سره مخ دي او ۱۴.۳ میلیونه ډیرو محدودو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري. د اوچا د معلوماتو پراساس ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان قوي مغذي خوړو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو په افغانستان د طالبانو له خوا پر خلکو مخ په زیاتیدونکو محدودیتونو لګولو باندې هم اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د طالبانو دغو اقداماتو ددغه هیواد ټولو وګړو په ځانګړي ډول ښځو، نجونو او نورو زیانمنوونکو ډلو ته د ساتنې خطرونه لا زیاتوي.

اوچا ویلي: "بیکاري، د کورنیو پوروړي کیدل او بې وزلي همداشان په پراخه کچه پاتې ده او ددغه هیواد نږدې نیمايي نفوس یې زیانمن کړی دی".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په افغاسنتان باندې د اقلیم د اغیزو په اړه د اټکل له مخې ویلي چې د راروان کال په سر کې به په دغه هیواد کې د اورښت کچه ټیټه پاتې شي او د حرارت درجه به د تیرو کلنو په څیر حالت کې پاتې شي.

اوچا ویلي چې په را روان ۲۰۲۵ کال کې د ۲۲.۹ میلیونو اړمنو افغانانو له ډلې ملګرو ملتونو د ۱۶.۸ میلیونو کسانو لپاره د بشري مرستو د رسولو پروګرام ترتیب کړی، چې له مخې ۲.۴۸ یې میلیاردو ډالرو بودیجې ته اړتیا لیدل کیږي.

اوچا ویلي چې د تیرکال په څیر به دا مرستې تر ډیره د خوړو د برابرولو، روغتیا او د ماشومانو او میندو لپاره د مرستو د برابرولو په پروګرامونو په مصرف ورسیږي.

(د وي او ای اشنا په مننه)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG