لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اچین او نازیانو ولسوالیو کې افغان ځواکونو او ولسي وگړو د داعش ملا ماته کړې


د اچین په ولسوالي کې تقربیاً یوه میاشت مخکې شااوخو ۴۰۰ داعش وسلوالو یو ډلیز برید وکړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او وروسته افغان امنیتي ځواکونو په همدې ولسوالي کې د داعش وسلوالو پرضد پراخه عملیات وکړل
د اچین په ولسوالي کې تقربیاً یوه میاشت مخکې شااوخو ۴۰۰ داعش وسلوالو یو ډلیز برید وکړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او وروسته افغان امنیتي ځواکونو په همدې ولسوالي کې د داعش وسلوالو پرضد پراخه عملیات وکړل

که د نړۍ نقشه خپل مخې ته کیږدو نو افغانستان له سوریې او عراق سره هیڅ ډول گډه پوله نه لري. شاید د هر چا په ذهن کې دا پوښتنه پیدا شي، چې داعش له سوریې او عراق څخه څنگه او له کومې لارې افغانستان ته لاره پیدا کړه؟ ددې پوښتنې ځواب ښکاره او معلوم دی، چې داعش له سوریې او عراق څخه افغانستان ته نه دی ورغلی او نه هم داعش کوم هوايي مارغه دي، چې له هرې پولې په هوا تیر شي.

د نازیان ولسوالۍ د ننگرهار ولایت په جنوب ختیځ سیمه پرته ده، چې ټول اوسیدونکي یې پښتانه او په ۲۰۰۲ کال کې یې د نفوذ شمیره ۲۳۰۰۰ درویشت زرو تنو ته رسیده. ددې ولسوالۍ زیاتره اوسیدونکې په قام شینواري دي.

داعش څنگه افغانستان ته ننوتل؟

وروستیو پیښو وښودل چې د داعش تر بیرغ لاندې ځیني پخواني پاکستاني طالبان د پاکستان نه افغانستان ته اوښتي. افغان، امریکایي اړ ان تر دې چې پاکستانې چارواکو او ځینو خبرې سرچینو بیا دا رپورټونه هم ورکړل چې افغانستان کې د پاکستان پولې خوا ته ځینو ولسوالیو او په تیره بیا نازیان او اچین کې د ډرون ځینو حملو کې د داعش غړې وژل شوي دي. د وایس اف امریکا خبریاله عایشه تنظیم وایې زیاتره پاکستانې طالبان په پاکستان کې د پوځې عملیاتو له ویری د افغانستان ننگرهار ولایت ته اوړیدلی، هغه وایې ځیني هم داعش سره ملگري شویی دي.

افغانستان کې د داعش پر ضد د ډرون حملې

د طالبانو او القاعدې پر ضد د ډرون حملې اکثره د پاکستان په شمالي او جنوبي وزیرستان کې کیږي. خو د افغانستان د ننگرهار ولایت اچین او نازیان ولسوالیو کې په دي وروستیو کې ولیدل شول چې د ډرون مخه اوس هلته د داعش پټو غړو ته اوړیدلې. د جولای میاشتي په یولسمې نیټې د ډرون یوي حملي کې افغان او پاکستاني چارواکو وېلي وو چې د داعش ډلي ویاند شاهدالله شاهد وژل شوی وو.

‌‌‌ نازیان او اچین والسوالي

د نازیانو ولسوالۍ څنگ ته د اچین والسوالي پرته ده او دغه ولسوالي هم د خیبر ایجنسي سره پوله لري ددې ولسوالي اوسیدونکي هم ټول شینواري دي.

د شوروي یرغل په وخت کې دغه دواړه ولسوالۍ د مجاهدینو مظبوط مرکزونه وو، چې اوس د داعش وسلوالو د جگړې مرکز گرځیدلی دی. د راپورونو له مخې شا او خوا ۱۵۰۰ کورنۍ کډه کیدو ته اړ شوې دي؛ خپل کورونه یې پریښي او د ننگرهار ولایت نورو ولسوالیو ته یې کډه کړې ده.

د نازیانو ولسوالي په دوو ډلو ویشل شوې ده، یوې خوا ته افغان طالبان او بلې لورې ته د منگل باغ ډله ده، منگل باغ د پاکستاني طالبانو د یوې ډلي مشر دی او دغه دواړه ډلو د همدې ولسوالي امنیت له منځه وړی دی او خلک یې له ډیرو ستونزو سره مخ کړيدي.

د اچین په ولسوالي کې تقربیاً یوه میاشت مخکې شااوخو ۴۰۰ داعش وسلوالو یو ډله ایز برید وکړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او وروسته افغان امنیتي ځواکونو په همدې ولسوالي کې د داعش وسلوالو پرضد پراخه عملیات وکړل، چې د همدې جگړې په اړه د اچین ولسوال حاجي غالب رسنیو ته داسې وویل:

" په ولسوالي برید د پاکستان استخباراتي شبکې آی ایس آی لخوا تنظیم شوی وو او پلان یې درلود، چې یاده ولسوالي له سقوط سره مخ کړي. "

د بل راپور له مخې د پنجشنبې په ورځ چې د اکتوبر میاشتې له ۲۹ مې نیټې سره سمون خوري د ننګرهار ولایت په سلګونو خلکو د داعش په خلاف پاڅون وکړ؛ ترڅو د افغان ځواکونو سره اوږه په اوږده له داعش څخه دا سیمه پاکه کړي.

د همدې موضوع په اړه د اچین ولسوال حاجي غالب د امریکا غږ راديو ته په یوه مرکه کې داسې وویل:

" شا وخوا (۶۰۰) شپږه سوه ولسي وگړي د افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ودریدل او د داعش په ضد یې په جگړه کې برخه واخیستله. د ولسي وگړو د خپل ځواکونو سره ودریدل او داعش سره جنگیدل ډیر کامیابه عملیات وو"

هغه زیاته کړه چې تقریباً (۱۵۰۰) پنځلس سوه داعش وسلوالو څخه ۵۰۰ په جگړه کې وژل شوي او ۳۰۰ نور یې ټپیان شوي دي. د دي نه پرته د ډرون یو شمیر نورو حملو کې هم د داعش ډلي په لسګونو غړي وژلي.

پاکستاني چارواکي د افغانستان لخوا د داعش او نورو وسله والو په باب د تورونو تل ردونه کړې ده او واېي د پاکستان خاوره په افغانستان کې د تر هگرۍ لپاره نه خو کارول کیږي او نه به یې هم کارونې ته پریږدي-

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG