لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته خپل دوهم سفر کوي


په سعودي عرب کې د وزیراعظم عمران خان او د ولسمشر اشرف غني د تېر ملاقات تصویر
په سعودي عرب کې د وزیراعظم عمران خان او د ولسمشر اشرف غني د تېر ملاقات تصویر

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د وزیراعظم عمران خان په بلنه د پاکستان په دوه ورځني سفر د پنجشنبې یا زیارت په ورځ اسلام آباد ته رسي.

په کابل کې د صدر اشرف غنی ویاند هارون چخانسوري وي او ای ډیوه ته وویل افغان صدر به له جیګپوړیو پاکستاني چارواکو سره پرافغان امن، د سیمې په اقتصاد، سوداګرۍ او د افغان پاکستان ټرانزیټ تجارت پرمسایلو خبرې کوي.

دا لومړی ځل دی چي افغان ولسمشر د عمران خان د حکومت سره ویني. افغان حکومت وايي چې د افغان ولسمشر په سفر کي به روښانه شي چي اسلام آباد به افغان سولي بهیر کي څه رنګه همکاري کوي.

هارون چخانسوري وویل د نورو موضوعاتو ترڅنگ به "په افغانستان کې او د سولې او امنیت برخو کې به بحث کیږي، دافغانستان حکومت، خلک اونړیوال اوس دې ته اماده (دي) ترڅو۴۰ کلن ناورین ته نور دپای ټکی کیښودل شي او اوس به ولیدل شي چې دمنطقې نورهیوادونه اوپه ځانګړې توګه پاکستان دې ته څومره اماده ګي لري او څه ډول کارکولی شي."

په پاکستان کي څیړونکي د افغان صدر دوره مهمه گڼي خو وايي په سمدستي ډول یې هغه پائیلې مخې ته نشي راتلی چې افغان حکومت یی د پاکستان حکومت څخه هیله لري.

د دفاعي چارو څیړونکي او د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډیر سعد محمد خان وي او ای ډیوه ته وویل فکر نه کوي چی د اشرف غني پاکستان ته د سفر سره به د افغانستان ستونزي هوارې شي خو دا یو سفر دی چی روان دی. هغه وویل په قطر کی هم د خبروعمل روان دی او د دغه لوړپوړي سفر څخه هلې دي چې لوړی پریکړي به وشوي.

دا دویم ځل دی چي افغان ولسمشر به د پاکستان سفر کوي. د دی څخه وړاندې ښاغلی اشرف غني په کال ۲۰۱۴ کي اسلام آباد ته راغلی و او په کال ۲۰۱۵ کي یې په اسلام آباد کي د آسیا د زړه یا هارټ اف ایشیا په غونډه کي یی په اسلام اباد کې ګډون کړی و.

د پاکستان پخوانی سفارتکار زاهد سعید پاکستان ته د اشرف غني د سفر په اړه وي او ای ډیوه ته وویل افغان حکومت غواړی چي پاکستان طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته تیارولو کي خپل اثر وکاروي.

ښاغلی اشرف غني به په خپل دوه ورځني سفر کي لاهور ته هم ځي چرته چي به دپاکستان او افغانستان د سوداګرو غونډه کي ګډون کوي.

افغان صدر دغه سفر په داسي حال کي کوي چي د امریکې او طالبانو تر منځ په دوحه قطر کې د افغان سولي په اړه د خبرو بله ناسته د دې میاشت په ٢٩ نېټه کېدونکې ده.

پاکستان ته د اشرف غني د سفر نه وړاندې په پاکستان کې د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه وشوه او د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د افغانستان لنډ سفر وکړو او له ولسمشر اشرف غني سره یې ولیدل.

د ولسمشر ویاند هارونچخانسوری وي او ای ډیوه ته وویل د ښاغلي غني او د مایک پامپېیو په لیدنه کې دافغانستان د سولې په روانې پروسې، د ولسمشرۍ راتلوونکو ټاکنو او د امریکې او د افغانستان ترمنځ دهمغږی په زیاتوالي بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي چخانسوري وویل " دواړو مشرانود افغانستان دامنیتي او دفاعي ځواکونو په وړتیاو بحث او دنظر تبادله وکړه او همداراز دافغانستان او امریکا ترمنځ دزیاتې همغږۍ په رامنځته کیدو بحث او هرکلۍ یې وشو، په دې لیدنه کې د امریکا حکومت د ولسمشرۍ انتخاباتو له ترسره کیدو او دافغانستان دسولې له پروسې خپل ملاتړ په داګه کړ."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG