لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آی اېس آی مشر په کابل کې له افغان چارواکو سره لیدلي دي


د پاکستان د استخباراتي ادارې، آی اېس آی، مشر فیض حمید نن د گل/دوشنبې په ورځ کابل ته تللی او هلته یې د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) له سلاکار حمد الله محب سره کتلی دي.

په دې سفر کې له جنرل فيض حمید سره یو شمیر نور پاکستاني چارواکي هم ملگري دي. د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند، کبیر حقمل، رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې چې بیا په ټویټر کې هم خپور شوی دی، ویلي چې د پاکستان د خارجه وزارت مرستیال سهیل محمود هم د نن ورځې په ملاقات کې حاضر و.

د کبیر حقمل په وینا، دواړو اړخونو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تعلقاتو په عادي کېدو خبرې کړي او همدا شان د کابل او اسلام آباد ترمنځ د وروستیو راپیدا شویو ستونزو د حل دپاره یې د کمیټې پر جوړولو او په پېښور کې د افغان مارکیټ پر لانجو هم خبرې کړي دي.

د پاکستان د جاسوسي ادارې، آی اېس آی، مشر جنرل فیض حمید پس له هغه کابل ته ولاړ چې په دې وروستیو کې پاکستان او افغانستان یو بل د خپلو سفارتکارانو په ځورولو تورن کړي و.

وړاندې تر دې، کابل تور لګولی و چې د پاکستان استخباراتي ادارې آی اېس آی په اسلام اباد کې د کابل سفير عاطف مشعل غوښتی او ناوړه چلند يې ورسره کړی دی.

پاکستان د افغانستان له اړخه اسلام اباد کې افغان سفیر سره دناوړه چلند تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان بهرنیو ډپلوماټانو ته درناوی ورکوي او د هغوی څخه هم هیله لري چې د سفارتي اصولو او قاعدو درناوی به کوي.

په دې وروستیو کې دپاکستان او افغانستان سفارتي اړېکې تاوژنې شوي او پاکستان هم په دریم نومبر تورونه لګولي وو چې کابل کې د پاکستان د سفارتخانې افسران او مامورین په سړکونو تنگول کیږي. افغان حکومت دا تورونه رد کړي و او ویلي و چې د ټولو بهرنیو سفارتکارانو د خوندیتوب ذمه وار دی.

تیره میاشت په پېښور کې افغان قونسلګري هم د افغان دولت لخوا د احتجاج په توګه تړل شوې او پاکستان کې افغان سفیر شکر الله عاطف مشعل ویلي و چې د پاکستان سترې محکمې یوه قضیه کې په یو اړخیز ډول پېښور کې د افغانستان جائیداد (افغان مارکیټ) یو کشمیري وګړي ته د ورکولو امر کړی دی.

که څه هم د افغانستان سرکاري ذرایعو کابل ته د آی اېس آی د مشر د سفر هدف، د دوو ملکونو ترمنځ د سفارتي کشالو حل ته مربوط گڼي، خو د افغانستان د استخباراتو، اېن ډي اېس، یو پخوانی مشر رحمت الله نبیل پر خپل ټوېټر لیکلي چې ښایي دا سفر د طالب بندیانو تبادلې پورې اړه ولري.

نبیل په ټوېټر کې لیکلي: "فکر کوم کابل ته د هغه [فیض حمید] د سفر مقصد، د قیدیانو د تبادلې د تړون نهایي کول وي، چې ممکن ډېر زر ترسره شي. د افغان امریکایي پوهنتون له دوو پرفیسرانو سره د سرج الدین حقاني ورور انس حقاني، د سراج الدین حقاني تره ملي خان ځدراڼ، او د ملا نبي عمري ورور حافظ رشید تبادله."

یاده دې وي چې کابل ته د آی اېس آی د مشر سفر په داسې وخت کې هم کیږي چې هلته د صدارتي انتخاباتو پر نتایجو لانجې روانې دي او بل اړخ ته له طالبانو سره د سولې د خبرو بیا پیل گنگوسې هم تر غوږو کیږي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG