لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان او پاکستان کې ولې ډیرې زلزلې راځې


په نړۍ کې داسې ډيرې تاريخي زلزلې شوي دي چې په لویه کچه يې زيانونه رامنځ ته کړې دي
په نړۍ کې داسې ډيرې تاريخي زلزلې شوي دي چې په لویه کچه يې زيانونه رامنځ ته کړې دي

په نړۍ کې داسې ډيرې تاريخي زلزلې شوي دي چې په لویه کچه يې زيانونه رامنځ ته کړې دي.

پاکستان او افغانستان داسې هيوادونه دي چې د نيمایي نه هم ډيرې سيمې يې د زلزلو په کرښو پرتې دي او له هم دې کبله په دې هيوادونو کې ډيرې زلزلې کيږي.

لس کاله پخوا په ٢٠٠٥ کال اکتوبر مياشت کې پاکستان کې ډيره سخته زلزله راغلې وه چې له امله يې په خيبر پښتونخوا کې اتيا زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لږ تر لږه دوه لکه کسان ټپي شوي وو. دغه زلزله چې اووه اشاریه شپږ درجې وه ډيرې خرابيانې يې رامنځته کړې او له ځان سره نورې٩٧٨ وړې زلزلې لرلې; هم دارنگه يو بله ستره زلزله چې د پاکستان په کوټه ښار کې په ١٩٣٥ کال کې راغلې وه له کبله يې شاو خوا شپيته زره خلک مړه شوي وو.

زلزلو په اړه د ځمکې د علومو افغان کارپوه ښاغلی نجيب الله منلی وايي د زلزلو دغه څپې د هندوکش له غرونو را منځته شوې دي. "

ښاغلی منلی وايي د ځمکې پاسنی برخه چې پوټکی هم ورته وویل کیږي په وچه کې شاو خوا ٣٠ او ۴٠کيلومتره دروند والی لري او په غرونو کې تر ١٠ کيلومتره دروند والی لري دغه پوټکی له څو ټوټو څخه جوړ شوی دی او دغه ټوټي يو بل سره په ټکر کې راځي نو يو له بل د لاندې کيږي.ټ

په دغه ټوټو کې یوه د اسيا بله يې ده هندوستان چې له افريقا څخه بيله شوې ده او د اسيا خوا ته را راونه ده. تقريبا ٣٠ ميليونه کاله پخوا دغه دوه ټوټې سره په اړيکه کې شوې دي کله کله هم د هند ټوټه د اسيا ټوټې لاندې په حرکت شي. د هم دغې اړيکې څخه د هماليا او هندوکش غرونه پيدا شوي دي او اوس هم د هند ټوټه د اسيا ټوټې د لاندې لا په حرکت کې ده.

په کال کې ٣ يا ۴ سانتي متره پرمخ ځي کله چې دا حرکت ودريږي او يا بند شي نو ټکر رامنځته کيږي, چې د هندوکش سيمه د دغو دوو ټوټو د يو ځای کيدو سيمه ده نو له همدې کبله د هندوکش غرونو لړ کې ډيرې زلزلې رامنځته کيږي.

په پاکستان کې بیا پروفیسر دین محمد چې د ارضیاتو ماهر دی، وايي دغه زلزله خو بې له شکه چې غټه زلزله وه خو ددې زیان به هغه وخت ډیر زیات وو که د زلزلې ژوروالی مزکې ته نزدې وائی. د تیرې زلزلې ژوروالی ٢١٥ کلومیټره د مزکې نه لاندې وو خو د کوټې ښار کومه زلزله چې په کال ١٩٣٥ کې راغلې وه د هغې ژوروالی صرف ٣٥ کلومیټره د مزکې نه لاندې نو ځکه يي هم ډیر زیان اړولی وو.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG