لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې ممکنه اوربند ته تیاری، او د سولې بهیر ته پراخه خوشبیني


د افغانستان د ملي امنیت سلارکار حمدالله محب او د دفاع نگران وزیر، اسدالله خالد
د افغانستان د ملي امنیت سلارکار حمدالله محب او د دفاع نگران وزیر، اسدالله خالد

د افغانستان د دفاع نگران وزیر، اسدالله خالد او د ملي امنیت (قامي سلامتیا) سلاکار حمدالله محب له طالبانو سره د یو "احتمالي اوربند"، او یا نورو ممکنه حالاتو سره د مقابلې پر تیاریو خبرې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یو بیان کې ویلي چې دواړه چارواکي د افغان ځواکونو د وړتیاوو پر پیاوړي کولو هم غږیدلي دي، او پر افغان ملي ځواکونو یې غږ کړی چې اوس مهال په پوره زور سره د دښمن په ټکولو کې خپل پوځي عملیات جاري وساتي.

افغان ولسمشر، محمد اشرف غني هم په دې وروستیو کې وویل چې د سولې دپاره به آمادگي نیول کیږي او له طالبانو سره د خبرو او اوربند هڅې به روانې وي، خو تر هغو چې طالبان سولې ته حاضر نشي، افغان ځواکونو ته په کار ده چې په کلکه دې جگړې ته ادامه ورکړي.

په همدې حال کې طالبانو بیا هم ټینگار کړی چې د سعودي عرب په جده ښار کې کیدونکو غونډو کې به بیا هم د افغان حکومت له پلاوي سره ونه گوري. د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکو ویلي چې دا ځل، څو د طالبانو سره مخامخ خبرې یقیني نه شي، د افغان حکومت د مرکچیانو پلاوی به سعودي عرب ته ولاړ نشي.

د سولې د راتلو امیدونه

که څه هم تر اوسه طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه دي ناست، خو پلاوي یې څو ځله له امریکایي استازي سره لیدلي، روسیې، ایران، او متحده اماراتو ته تللي، او دا دی سعودي عرب ته هم روانیږي.

که څه هم پخوا لا د افغانستان د کشالې د هوارۍ هڅې لیدل شوې وې، خو دا ځل په ډیرو هیوادونو کې خلک ورته خوشبینه دي.

سیاسي څیړونکی او په کابل کې د پوهنتون یو استاد نجیب الله آزاد وایي: "د افغانستان د سولې اوسنی بهیر، تر پخوا ډیر فرق لري، ځکه په تیرو ١٧ کلونو کې، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د سولې مسئله دومره جدي (سنجیده) نیول شوې ده."

پروفیسر نجیب الله آزاد
پروفیسر نجیب الله آزاد

ښاغلي آزاد، وي او اې ډېوه ته وویل چې د سیمې هیوادونه او امریکا هم اوس دې نتیجې ته رسیدلي چې د جگړې له لارې دا لانجه نه هواریږي. که څه هم ښاغلی آزاد د سولې بهیر ته خوشبینه ښکاري، خو یادونه کوي چې که څوک فکر کوي چې "په میاشتو یا کال کې به بشپړې سولې ته ورسیږو، دا له واقعیته لیرې معلومیږي". د هغه په وینا، اوربندونه به کیږي، کله کله به بیا دا اوربندونه ماتیږي، خبرې به روانې وي، اوږده مرحله به وي، او ممکن چې درې، څلور، یا پنځه کاله وخت ونیسي چې افغانستان کې د سولې بهیر بشپړ شي.

بل پلو بیا په اسلام آباد کې د واشنگټن پوسټ خبریال، شایق حسین هم امریکا غږ ډېوه ته وویل چې د افغانستان د سولې پروسس به اوږد وي، خو مهمه دا ده چې اوس دا پروسس پیل شوی دی. شایق حسین زیاته کړه: "دلته هم کافي فعالیتونه روان دي، د پاکستان خارجه وزیر د مختلفو ملکونو دورې وکړې، کابل ته هم په ډسمبر میاشت کې دوه ځله تللی و... پاکستان کې چې کوم رسمي کړۍ دي، هغو دپاره دا د تسلۍ خبره هم ده چې امریکا هم آخر دا خبره ومنله او دې ته تیاره شوله چې له طالبانو سره خبرو ته کیني."

شایق حسین
شایق حسین

خو شایق حسین دا ټکی هم یادوي چې په دې بهیر کې تر اوسه یو منفي څیز هم شته، او هغه دا چې "طالبانو وویل مونږ له افغان حکومت سره خبرې نه کوو، خو له امریکې سره کم از کم خبرو ته تیار دي. خو مهمه دا هم ده چې افغان حکومت ښکیل وساتل شي."

د افغانستان دپاره د پاکستان پخوانی سفیر، رستم شاه مومند هم د افغانستان د سولې بهیر ته خوشبینه ښکاري او په کې د پاکستان کردار، مهم گڼي. هغه زیاتوي چې "طالبان غواړي خارجه قوه له افغانستان څخه ووځي، دا یې اساسي مطالبه ده. دا چې په کومو شرایطو او څنگه، د دې حل به افغانان پخپله راوباسي. طالبان، افغان حکومت، او نورې افغانې ډلې. خو د سیمې ملکونه به په ښکاره یا په پټه مداخله نه کوي."

پخوانی سفیر، رستم شاه مومند
پخوانی سفیر، رستم شاه مومند

رستم شاه مومند دا هم وایي چې له بده مرغه اوس وخت کې نه افغان حکومت او نه طالبان پر پاکستان اعتماد کولی شي. د هغه وینا ده چې پاکستان اوس پر طالبانو هغه پخوانی اثر رسوخ نه لري.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG