لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د سولې هڅې روانې دي، خو آیا جنگ به ختم شي؟


په افغانستان کې جگړې زور اخیستی، هم حکومت او هم طالبانو یو د بل په وړاندې پوځي عملیات اعلان کړي، خو په همدې حال کې بیا د سولې هڅې هم په ټپه نه دي درېدلي او هم په قامي او هم په نړېواله کچه هلې ځلې روانې دي.

د یو تازه پرمختگ له مخې، تمه ده چې د پنجشنبې/زیارت په ورځ، د روس په سرښار مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه درې اړخیزه غونډه وشي چې په هغې کې به د روس سربیره، د امریکا او چین استازي هم شامل وي.

په کابل کې د روس سفارت یو بیان جاري کړی او په کې یې ویلي چې د مسکو غونډه کې به د افغانستان پر حالاتو، د امریکا او د طالبانو د استازو ترمنځ په قطر کې د خبرو اترو، او د افغانستان د ملي روغې جوړې په اړه به بحثونه وشي.

د امریکا له اړخه به په دې ناسته کې، د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی، زلمی خلیلزاد برخه واخلي. خلیلزاد همدا راز په پام کې لري چې بیا دوحې ته ولاړ شي او هلته له طالب استازو سره تازه ملاقاتونه وکړي. هغه به د نورو هیوادونو ترڅنگ، پاکستان ته هم ولاړ شي.

بل پلو که څه هم په قطر کې کیدونکې بین الافغاني ناسته لغوه شوه، خو امریکا هڅه کوي چې د دغسې غونډې دپاره بیا موقعه برابره کړي. خلیلزاد به په کابل کې هم پر همدې موضوع خبرې وکړي.

د سولې د هڅو سره سره، د جنگ جگړو له امله هره ورځ په افغانستان کې خلک وژل کیږي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن خپل کلنی رپوټ خپور کړی او په کې یې ویلي چې په ١٣٩٧ لمریز کال کې په ټول ملک کې د تاوتریخوالي اوجگړو له امله، ټولټال ٣٠٣٢ تنه غیرپوځي وگړي وژل شوي او نږدې ٨٢٠٠ ټپیان شوي دي.

تیرکال طالبانو د الخندق په نوم عملیات اعلان کړي و، او سږ کال یې د الفتح په نوم عملیات پیل کړي دي. که څه هم ملگرو ملتونو د طالبانو د یو شمیر مشرانو نومونه له تور لیست نه وایستل، خو طالبانو بیا په خپلو علاقو کې پر یو شمیر نړېوالو مرستندویه ادارو پابندي ولگوله.

د طالبانو نوي پوځي عملیات، له افغان حکومت سره یې د خبرو انکار، او له نړېوالو ادارو سره یې چلند، اوس دا پوښتنې رامنځته کړي چې آیا طالبان په رښتیا په افغانستان کې د جنگ ختم غواړي، او که د سولې د خبرو په پلمه هسې وخت ضایع کوي؟

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG