لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان او پاکستان د اووه میاشتو د ځنډ وروسته د چارواکو په کچه د خبرو لړۍ پېل کړه


د APAPPS فریم ورک په کال ۲۰۱۸ کي د افغانستان او پاکستان د ادارو تر منځ د جامعه رابطو او د مرستو زیاتولو د پاره جوړ کړی شوی و
د APAPPS فریم ورک په کال ۲۰۱۸ کي د افغانستان او پاکستان د ادارو تر منځ د جامعه رابطو او د مرستو زیاتولو د پاره جوړ کړی شوی و

افغانستان او پاکستان د سیمې د امن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور زیاتولو دپاره په ګډو هڅو موافق شوي خو څېړونکي وايي تر څو چی د افغانستان د امن په معامله د اسلام اباد او کابل د فکراو سوچ فرق نه وي ختم شوی د دغو خبرو څخه څه ګټې نه شي تر لاسه کیدای.

د دواړو هیوادونو چارواکو د دوشنبې یا ګل په ورځ په اسلام اباد کښي د په یوه غونډه کې د افغانستان پاکستان د سولی او استحکام د پاره د عمل پلان یا (APAPPS) جاج واخیستلو.

د پاکستان د بهرنیو وزارت د یوه بیان ترمخه په غونډه کښی د پاکستان د پلاوي مشري د بهرنیو چارو سکتر سهیل محمود او د افغانستان د پلاوي مشري د پاکستان په سفر راغلی د افغانستان د بهرنیوچارو مرستیال وزیر ادریس زمان وکړه.

بیان وايي په غونډه کي دواړو اړخونو د افغانستان پاکستان د سولی او استحکام د پاره د عمل پلان (APAPPS) د فریم ورک لاندي کیدونکي د پرمختګ جاج واخیستلو او په راتلونکي کی د نورو همکاریو په اړه هم خپل نظر د یو بل سره شریک کړو.

بلخوا، د افغانستان د بهرنیو چارووزارت ویاند صبغت الله احمدي کابل کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې اسلام اباد ته د افغان پلاوي سفر به مثبتې پایلې ولري او پاکستان له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او نظامي برخه کې د همکاریو عملي او صادقانه ګامونه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه افغان حکومت هیله لري چي پاکستان به دا ځل د افغان سولي او همکاری په شمول نورو برخو کي خپلي ژمني عملي کړي.

څیړونکي پاکستان ته د افغان پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د رابطو د پاره مهم بولي خو نه ویني چې په نتیجه کې به یې څه لوي پرمختګ رامنتځه شي.

د نریوالو چارو څېړونکی ډاکټر اعجاز خټک وايي د افغانستان او پاکستان د تعلقاتو ښه کولو دپاره په مختلفو کچو هلي ځلې شوي او رواني هم دی چي د خلکو امیدونه راوپاروي خو دواړه هیوادونه خپلو ګټو ته ګوري او چې تر څو د افغانستان د امن په معامله د دواړو هیوادونو تر منځ د فکر او سوچ فرق نه وي ختم شوی د دغه خبرو څخه څه ګټه نه شي تر لاسه کیدی.

د پاکستان پخوانی سفارتکار زاهد سعید وايي د پاکستان او افغانستان تر منځ وخت په وخت بیلا بیلي ستونزي روانې وي او دغه شان خبري د دغه ستونزو د هواري د پاره ډیري اهم وي. هغه زیاته کړه د دواړو هیوادونو تر منځ په خبرو کی که چیري څه پر مخ تګ وه هم نشي خو په راتلونکي کي خبرو ته لاره جوړولی شي.

د APAPPS فریم ورک په کال ۲۰۱۸ کي د افغانستان او پاکستان د ادارو تر منځ د جامعه رابطو او د مرستو زیاتولو د پاره جوړ کړی شوی و او په دې لړ کې پنځه کار کمیټۍ جوړې کړی شوې چی پکښی د سیاسي او سفارتي، د ځواکونو تر منځ د مرستو، استخباراتي مرستوو، د اقتصاد او د کډوالو کمیټي شامله ده.

د دغه چوکاټ لومړنۍ غونډه د تیر کال د نومبر په میاشت کي وشوه او پکې پریکړه وشوه چی د کمیټیو غونډي به هر درې میاشتې پس کیږي خو د د واړو هیوادونو تر منځ تاو جنو اړیکو له سببه دغه غونډي نه وې شوي او اوس د دواړو هیوادونو تر منځ د خبرو دغه لړی شاو خوا اووه میاشتو پس شورو شوې ده.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د سولی او استحکام د پاره د عمل پلان دغه غونډه په داسي حال کي شوی چي د تیري میاشتي په ۵مه نیټه افغان جمهور رئیس اشزف غني د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان سره ټیلی فوني خبري کړي وی او وروسته د افغان امنیتي سلاح کار حمد الله محب هم د امنیتی چارو د خبرو د پاره د پاکستان سفر کړی وو- او راتلونکی کي افغان جمهور رئیس اشزف غني هم پاکستان ته د سفر اراده لري-

د چارواکو تر مخه په غونډه کی د رارواني میاشتي په پای کې کیدونکي ذ افغان جمهور رئیس اشزف غني د سفر په اړه هم خبري شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG