د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر د سټېټ بېنک اف پاکستان په چارواکو غږ کړی چې د افغانستان سره تجارت کاروبار کونکو تاجرانو د اسانتیا لپاره دې په د انګور اډې او غلام خان په سرحدي لارو دې د پاکستاني بېنکونو څانګې یا برانچونه پرانځي.
او د پارلیمنټ یوې کمېټۍ ته وېل شوي چې د افغان ټرانزیټ ټرېډ په کنټېنرو د ډېمرج چارچز یا د ماليي د معاف کولو لپاره دې يوې قانوني مسوده تیاره کړي.
دا پرېکړې د نهې، سه شنبې، په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر په مشرۍ کې ترسره شوي د پارليمان د پاک افغان فرنډ شپ ګروپ په غونډه کې شوي ده.
د اېن اېل سي چارواکو کمېټۍ ته وویل چې د پاکستان او افغانستان په شريکه پوله د تجارتي سامان وړونکو کنټېنرو د کليېرنس شمېره یې د امروزه په بنياد 1870 ته رسولې ده چې د تېرې میاشتې په مقابله کې 46 فيصدى زياته ده او هڅې کیږي چې دا شمېر د ورځې په حساب 2000 کنټېنرو ته ورسول شي.
د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر اړونده چارواکو ته دا هم وویل چې په پاک افغان پوله دې د ټرانزیټ تجارت کونکو ټرکونو د سکېنګ عمل لا نور هم اسان کړي او د هېواد مرکزي بانک چارواکو ته یې وویل چې د غلام خان او انګور اډې د چېک پوسټونو سره نېږدې د پاکستاني بېنکونو شاخونه هم پرانستل شي.
په دغه غونډه کې موجود د وزير اعظم عمران خان د اسټبلشمنټ د چارو ځانګړي سلا کار ارباب شهزاد ډيوه ته ووېل امکان دی چې سټېت بېنک به په دغو سيمو کې د خېبر بنک او نېشنل بېنک شاخونه پرانځي.
د جنوبي وزیرستان مرکزي ښار واڼه د اعظم ورسک تاجر سردار علي وي او ای ډیوه ته وویل انګور اډې ته پوخ سړک او لار نشته او باید چې حکومت دغلته د سړک سره سره د نادرا او بېنکونو دفترې جوړې کړي او د تاجرانو د اسانۍ لپاره دې ورته د ټېلفون سهولت هم برابر کړي.
ارب شهزاد وویل په غونډه کې انګور اډې ته د سړک په جوړښت هم خبرې وشوې او په دې اړه یې د خېبر پښتونخوا حکومت نماينده ته امر وکړو چې په سړک جوړولو دې زر ترزره کار پېل کړي.
د پارليمان د پاک افغان ټرانزیټ ټرېډ د فرینډ شپ کمېټۍ په غونډه کې ګډون کونکي د شمالي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ډيوه ته پخلې کړی چې د افغان ټرانزیټ ټرېډ په کنټېنرو د لېږدونکي ډېمرج چارچز د معاف کولو معامله کمېتۍ د غور لپاره د اقتصادي چارو رابطه کمېټۍ ته لېږلو هدایت کړي او په اړه یې پارليمان ته د يوې قانوني مسودې وړاندې کولو سپارښتنه هم کړې ده.