لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد ته د لوې لارې لپاره پاکستان ٥٠٠ مېلینه روپۍ منظورې کړې


اسد عمر وویل پاکستان د عالمي بينک په ملاتړ د تورخم جلال اباد سړک د افغانستان او تاجکستان پورې د غځولو اراده لري او هغه غواړي چې په دې اړه د افغانستان او تاجکستان سره هم خبرې وکړي
اسد عمر وویل پاکستان د عالمي بينک په ملاتړ د تورخم جلال اباد سړک د افغانستان او تاجکستان پورې د غځولو اراده لري او هغه غواړي چې په دې اړه د افغانستان او تاجکستان سره هم خبرې وکړي

د پاکستان د خزانې وزارت د افغانستان او منځنۍ ايشايي هېوادونو سره تجارت ته د ودې ورکولو په غرض د تورخم جلال اباد سړک سره د بل، غبرگ سړک د جوړولو لپاره ٥٠٠ ميلنه روپۍ منظورې کړې دي.

دا پريکړه د ګل، دوشنبې، په ورځ د خزانې وزير اسد عمر په مشرۍ کې ترسره شوې د اقتصادي رابط کميټۍ په غونډه کې وشوه.

د خزانې مرکزي وزير اسد عمر د غونډې وروسته ميډيا سره خبرو کې وویل چې هغه به واشنګتن ته د خپل راتلونکي سفر په مهال په دې اړه د افغانستان او تاجکستان د خزانې د وزيرانو هم خبرې کوي.

اسد عمر وویل پاکستان د عالمي بينک په ملاتړ د تورخم جلال اباد سړک د افغانستان او تاجکستان پورې د غځولو اراده لري او هغه غواړي چې په دې اړه د افغانستان او تاجکستان سره هم خبرې وکړي.

د تورخم جلال اباد د لويې لارې پرانسته ١٥ کاله مخکې شوې وه او د پاکستان افغانستان د تجارت شريک تنظیم یا چيمبر اف کامرس مشر زاهد شنواري وي او ای ډيوه ته وویل ترڅو چې د دواړو هېوادونو ترمينځ سياسي چارې د اقتصاد نه نه وي جلا شوې نو دا لاره د تجارتي تعلقاتو په بهتر کولو کې هيڅ مرسته نشي کولی.

هغه وویل پکار ده چې د افغانستان سره په ټرانزټ ټريډ کې پراته مشکلات حل کړی شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ازاد او ترجیحي تجارت په معاهدو کار وشي.

د پاکستان او افغانستان ترمينځ په ورستیو کې د سفارتي کړکيچ له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت مالیت یو ارب ډالر ته غورځېدلی دی او تاجران وايي دا مهال د دواړو ملکونو ترمنځ د تجارت د ښه کولو په اړه خبرې هم ټپه ولاړې دي. پاکستان سره د شخړو له کبله افغانستان د ایران او هندوستان سره تجارت زیات کړی دی.

د پاکستان د سرکاري ريډيو د خزانې وزیر اسد عمر په مشرۍ کې د شوي غونډې په حواله وايي د تورخم جلال اباد سړک سره د يو بل سړک په جوړيدو به نه يواځې د دواړو ملکونو د تاجرانو په گټه وي بلکې دا به د افغانستان او پاکستان ترمينځ او د پاکستان د منځنۍ ايشيا سره هم د تجارت په څانګه کې مرسته وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG