لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان ترمنځ جدید تجارتي گامونه په سوداگرۍ منفي اثر غورځولی شي


د طورخم دروازه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تگ راتگ او د تجارت مرکزي لار ده
د طورخم دروازه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تگ راتگ او د تجارت مرکزي لار ده

د افغانستان او پاکستان د تجارت مشترکه خونه یا چېمر وايي که چېرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت دپاره د پاکستان نوي اقدامات لکه تجارت کې انټرنېټ زیاتول او وېزې لازمي کول پرځای کړی شول نو په افغان پاکستان تجارت به د دې منفي اثر غورځویږي.

د وي او ای ډیوه خبریال ریاض حسین په خپل رپورټ کې وايي چې د پاکستان وفاقي حکومت فیصله کړې ده چې افغانستان د تجارت دپاره د انټرنېټ دلارې د راهداۍ نظام ته وده ورکړي او د خلکو دتگ راتگ دپاره د ویزې اخیستل هم لازي کړي.

د افغانستان او پاکستان د تجارت مشترکه خونې یا چېمر مشر خان جان الکوزي وي او ای ډیوه ته وویل پاکستان د وړاندې نه د افغانستان سره په تجارت کې د انټرنېټ استعمال شروع کړی دی چې له امله یې مشکلات ولاړ شوې دي خو که حکومت نور گامونه اخلي نو په تجارت به منفي اثر غورځېږی.

خان جان الکوزي وویل، "دا تجارت که هر څومره دوی عصري کئ په هغه اندازه باندې به نور هم مشکلات را زیات شي او تجارت به کمزوری شي او افغانان به بل طرف ته تجارت ته مخه کي یا د ایران سره یا د منځنۍ اسیا سره. د هغوی نه به خپل ضروریات راوړي."

د پاکستان حکومت دا فیصله هم کړې ده چې د گاونډي هیوادونو سره په پوله د پرځای کولو دپاره د کسټم او نیم پوځي ځواکونو نوي دستي جوړې کړي چې دا رنگ د دغو هېوادونو سره د غیرقانوني تجارت او قاچاق مخه ونیول شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي وزیراعظم عمران خان د نوي سرحدي عملې دپاره د ٢٠٠٠ کارکوونکو گمارل منظور کړې دي. ورځپاڼه وايي حکومت د داخله او تجارت وزارتونو ته امر کړی دی چې پاکستان ته د افغانانو تگ راتگ دې د تزکرې پرځای د انېرنېټ نظام او ته واړوي او د افغانانو دپاره دې د ویزې قانون عملي کړی.

د ورځپاڼې رپورټ وايي دا عمل به په ٢٠ میاشتو کې سر ته ورسول شي.

په دې اړه په خېبرپښتونخوا کې د ماربل یا د سنگ مرمرو د صنعت مشر اضغرخان اتمانخیل وي او ای ډیوه ته وویل د قاچاق مخه نیول به د صوبې صنعت ته گټه ورسوي خو پکار ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ویزو اخیستل اسان کړی شي. ښاغلي اتمانخیل وویل، "کامیاب انډسټیریلایزېشن (صنعت کاري) به هم هله کېږي چې زمونږ بارډر سېف (محفوظ) شي."

هغه وویل د ایران څخه د ټایلونو قاچاق مقامي صنعت نقصان رسوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ویزو د اسانولو په اړه اضغرخان اتمانخیل وویل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفر دپاره دې لکه د هندوستان سره د پاکستان د کرتارپور دلارې نظام پرځای کړی شي چې پاکستان ته سفر کوونکي به یوازې شناختي کارډ ښايي او په پاسپورټ به یې مهر نه لگول کیږي.

د پاکستان او افغانستان تجارت د کال په کچه یو نیم ارب ډالر ته کم شوی دی او ریاض حسین په خپل رپورټ کې وايي چې د پاکستان حکومت کوښښ دی چې د افغانستان سره تجارت د شپږ نه تر اته ارب ډالرو ته ورسوي خو ماهرین وايي د وړاندې نه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله کونسلگرۍ هم بندې شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG