لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د میعادي تبې یو نوي قسم سختې اندېښنې پیدا کړي دي


ټایفایډ تبه یا میعادي تبه د څلورو کلونو نه کم عمره ماشومان د مرگ له خطرې سره مخ کولای شي
ټایفایډ تبه یا میعادي تبه د څلورو کلونو نه کم عمره ماشومان د مرگ له خطرې سره مخ کولای شي

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې، سي ډي سي، په سوېلي ایشیا کې سفر کوونکو ته خبرداری جاري کړی دی چې د سفر پر وخت، د خوراکي شیانو او اوبو په استعمال کې احتیاط نه کار واخلي، ځکه چې په جنوبي ایشیا، په خصوصي توگه په پاکستان کې د ټایفایډ تبې (میعادي تبې) د نوي قسم، ایکس ډي آر د معلومیدو وروستو، زیاتره انټي بایوټیک دوایانې په دې کار نه کوي، او د متاثره کېدو وروستو، مریضانو ته سخت مشکلات مخې ته راتلای شي.

دغه ټایفایډ تبه څه شی دی، په دې هکله میډیکل ډاکټر محمد یوسف وایي دا ناروغي د بکټریا په ذریعه په انساني بدن کې خوریږي او نیغ په نیغه ترې نه، په انساني بدن کې د هضمیدو نظام او کولمې زیاتې متاثره کیږي.

ډاکټر یوسف وایي چې د ناروغۍ نه وړاندې، په انسان تبه راځي، په سر یې درد وي، او د انسان کولمې هم ورسره دردونه کوي.

«ټایفایډ (میعادي تبه) زموږ په ملک کې ډیر عام دی. بکټریا دي چې دا د اوبو په ذریعه باندې، د هوا او دې څیزونو په ذریعه باندې، انسان ته منتقل کیږي او د هغې د اوسېدو ځای چې دی، هغه د انسان په کولمو کې دننه وي. دې کې انسان ته وروستو د کولمې د سوري کېدلو خطرات راځي.»

ډاکټر محمد یوسف زیاتوي چې په دې ناروغي کې د تبې کچه کیدای شي له سلو درجو هم واوړي.

څیړنه وایي چې ایکس ډي آر ټایفایډ تبه هم د عام ټایفایډ (میعادي تبې) په شان په انساني بدن کې خوریږي او په کال ٢٠١٦ کې، دغه ناروغي د پاکستان په حیدرآباد ښار کې معلومه کړل شوې وه.

په دې تبه باندې قوي دوایانې هم اثر نه کوي. په پاکستان کې د نېشنل انسټیټوټ آف هیلټ ـ اسلام آباد (په اسلام آباد کې د صحت ملي انسټیټوټ) وینا ده چې دغه ناروغي په خورېدو روانه ده، او تر اوسه پورې په ټول هیواد کې ٨٥٠ کسان د دې ناروغۍ نه متاثره شوي دي.

د انسټیټوټ وینا ده چې په راتلونکي وخت کې، ایکس ډي آر ټایفایډ، لاعلاجه مرض هم جوړېدای شي. ډاکتران وایي چې د ملک دننه، پنځه قسمه انټي بایوټیکس پر دې ناروغۍ ناکامه دي. ډاکټر یوسف وایي د دې ناروغۍ نه د بچ کیدو دپاره، صفا اوبه او صفا خوراکونو ته اړتیا ده.

ډاکټر یوسف زیاتوي: «ددې دپاره خو، د ټایفایډ د مخنیوي او وقایوي واکسینونه هم راوتلي دي، کوم چې د تبې نه مخکې لگول کیږي او له دې ناروغۍ نه د بچ کیدو لپاره دي.»

هغه وایي چې د معیادي تبې نه د بچ کیدو دپاره، په کار ده چې د سفر پر مهال خیال وساتل شي، د څښلو اوبه وایشول شي، او خوراک ته پام وشي. دا ناروغي په موسم پورې هم اړه لري.

د غیرسرکاري شمیري مطابق، په پاکستان کې په لسو کې اته کسان د ټایفایډ تبې څخه متاثره کیږي او په خصوصي توگه د څلورو کلونو نه کم متاثره ماشومان، د دې ناروغۍ له کبله د مرگ کندې ته لویږي.

په نړیواله کچه، هر کال شل میلینه خلک د ټایفایډ د تبې نه متاثره کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG