لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: طالبانو ته دې د امریکایي پوځیانو د ایستل کېدو اطمینان ورکړل شي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې دپاره خپل جوړ شوی پلان چې اوه برخو ته په کې کتنه شوې ده، مخې ته کړی دی.

د افغانستان د صدارتي ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني د گل/دوشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د سولې انستیتیوت له چارواکو سره په کتنه کې هم، "د افغان حکومت اووه ماده ییز پلان" تشریح کړ.

په دې پلان کې، چې لومړی یې یوه کاپي د افغانستان یو خصوصي ټي وي، طلوع نیوز ته رسېدلې وه او په هکله یې رپوټونه جوړ شوي و، امریکا ته وړاندیز شوی چې له افغانستان څخه دې د خپلو عسکرو د ایستلو دپاره، په مشترکه توگه د عملي کولو یو پلان او میکانیزم جوړ کړي او همدا راز دې معلومه کړي چې د عسکرو له وتلو وروسته به له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې څنگه همکارۍ کیږی.

په دویمه برخه کې ویل شوي چې کله طالبانو ته دا اطمینان حاصل شي چې خارجي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، بیا به د حکومت پنځلس کسیز هیئت طالبانو سره خبرو ته کښیني.

مگر مخکې له دې خبرو به له طالبانو غوښتل کیږي چې دوه اړخیز اوربند ته غاړه کیږدي، څو له یوې خوا د خپل مشرتابه یووالی ښکاره کړي، او له بلې خوا د بریالیو مذاکراتو دپاره فضا چمتو کړي.

د ولسمشر غني د سولې د پلان په خپرې شوې مسودې کې، پاکستان د مشکلاتو ریښه بلل شوې ده او ویل شوي چې افغان حکومت به له پاکستان څخه دا تضمین غواړي چې نور ترهگرو ته ځای نه ورکوي. د دې په بدل کې به افغانستان ژمنه کوي چې د پاکستان سره د په تجارت او انرجۍ چارو کې همکاري وکړي او دا به د پاکستان د اقتصاد په گټه تمام شي.

د صدر غني د پلان څلورمه برخه، د سیمې پر هېوادونو او اسلامي ملکونو راڅرخي، او وایي چې گاونډي ملکونه، سیمه، او مسلمان هېوادونه به په افغانستان کې د مداخلت نه کولو دوه اړخیز تضمینونه ورکوي.

پنځمه برخه یې له لویدیځو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو سره بحث ته ځانگړې شوې، او وایي چې افغانستان به له یورپي هېوادونو، ملگرو ملتونو، او نورو نړېوالو څخه د ترقیاتي منصوبو غوښتنه کوي.

شپږمه برخه په قامي کچه په افغانستان کې د ادارو پیاوړي کول غواړي او اوومه برخه یې افغانستان کې دننه په سیمه ییزه یا د ولسوالیو په کچه د خلکو د اصلي ستونزو موندل او د هغو هوارولو ته اشاره کوي.

تر اوسه بهرنیو ملکونو او یا نړېوالو سازمانونو، د افغان صدر محمد اشرف غني د دغې طرحې یا پلان په اړه څه رسمي غبرگون نه دی ښودلی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG