لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: غزني ولایت کې دمسافرو دلیږد یوه الوتکه غورځیدلې ده


دافغانستان دغزني ولایت ده یک ولسوالۍ د سیدو خیلو سیمه کې دمسافرود لیږد یوه الوتکه دتخنیکي ستونزو له امله نن شاوخوا یوه بجه پرېوتې ده.

دمسافر وړونکې الوتکې په تړاو چې دکوم هیواد اړوند ده افغان چارواکو یې په اړه بیلابیلې څرګندونې کړي دي.

په لومړنیو راپورونو کې دافغانستان د کورنیو چارو وزارت او دغزني ولایت چارواکو ویلي چې دغه الوتکه چې د ده یک ولسوالۍ سیدو خیلو سیمه کې غورځیدلې دافغان هوايي شرکت اړوند ده.

خودافغانستان اریانا هوايي شرکت سرپرست میرویس مرزکوال له ډیوې سره په خبروکې داریانا افغان هوايي شرکت دالوتکې د غورځیدو خپاره شوي راپورنه رد کړل.

نوموړی وايي داریانا افغان هوايي شرکت دوه الوتکو چې یوې له هرات نه کابل ته پرواز درلود اوبلې له کابل څه نوی ډهلي ته چې دواړه خپل منزل ته رسیدلي دي.

دغزني ولایت د والي ویاند عارف نوري له ډیوې سره په تازه څرګندونو کې ویلي دغزني په ده یک ولسوالۍ کې غورځیدلې الوتکه د یوه بهرنی شرکت اړونده ده اودعملې په ګډون یې ټوله سپرلی وژل شوې ده.

نوموړي وویل:((وروسته له هغې چې الوتکه وغورځيده د اورلمبې پرې بلې شوې یوازې د دو کسانو جسدونه پيژندل شوي چې هغوی هم پیلوټان دي اودنورو جسدونه نه پيژندل کیږي اوداهم دپيژندې وړنه ده چې الوتکه به دکوم هیواد اړوند وي.))

دغزني والي ویاند عارف نوري وايي امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او د غزني مرکز ته په الوتکه کې د وژل شویو کسانود جسدونو دلیږدل په چارو یې پیل کړی دی او تراوسه د وژل شویو کسانو شمیرهم نه دی معلوم.

خو دافغانستان دملکي او هوايي چلند ادارې ویلي په افغانستان کې دالوتکې دغورځیدو هیڅ کومه پیښه نه ده رامنځته شوې.

په کابل کې دحامد کزي نړیوال هوايي ډګرادارې مشر جواد وهابزاده ویلي هیڅ بهرنی او کورنی الوتکې په غزني کې سقوط نه دی کړی او په وینا یې معلومات یې دقیق دي.

دغزني دیک ولسوالۍ دسیدو خیلو سیمه کې چې د الوتکې د غورځیدو راپور ترلاسه شوی افغان چارواکو ویلي په دې سیمې طالبان واکمن دي او په ځینو راپورنو کې داهم راغلي چې الوتکه په نښه شوې خو رسمي ادارو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG