لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مسقط څلور اړخیزې غونډې په اړه کارپوهان ولې خوشبینه نه دي؟


په مسقط کې د غونډې مقصد و چې په افغانستان کې د امن او طالبان د مذاکراتو میز ته د راکښ کولو لارې چارې ولټول شي
په مسقط کې د غونډې مقصد و چې په افغانستان کې د امن او طالبان د مذاکراتو میز ته د راکښ کولو لارې چارې ولټول شي

د عمان په پلازمینې مسقط کې د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ څلور اړخیزه غونډه ترسره شوه خو څېړونکي یې مثبتو پایلو ته ډیر خوشبینه نه دي.

په واشنګټن کې د منځني ختیځ د انسټیټیوټ (مېډل ایسټرن انسټیټیوټ) یو کارپوه واین بام وايي، که څه هم خبرې او مذاکرات د سیاسي حل نظریه ژوندۍ ساتي خو د طالبانو نه ګډون او دغو خبرو ته د روسیې او ایران نه رابلل د خبرو بریا ټکنۍ کوي.

ده وړاندې وویل، طالبان ښايي هغه وخت سیاسي حل ته غاړه کېږدي چې کله ځان برلاسی وګڼي خو داسې نه ده ځکه طالبان د هیڅ کومې ګڼ میشتې سیمې واک او اختیار نه لري.

د امریکا غږ ډیوې څېړنکار پیر زبیر شاه پدې نظر دي، چې د افغانستان د سولې هر ډول خبرې که په مسقط، دوحه او یا بل هر ځای کې وشي، تر هغو پورې به څرګندې پایلې ونه لري تر څو د امریکا لخوا په پاکستان باندې د افغانستان د مسلې د رښتیني حل په برخه کې فشار زیات شوی نه وي.

ښاغلي زبیر شاه وړاندې وویل، پاکستان په وړو وړو معاملو کې امریکا ته نرمښت ښيي خو په اصلي برخو کې اوس هم په خپل دوه مخي سیاست کلک ولاړ دی.

د امریکا او پاکستان د اړیکو د نرمښت وروستۍ بیلګه د پاکستان د استخباراتي شبکې په مرسته د ترهګرو له منګلو څخه د یوې کاناډايي او امریکايي کورنۍ خلاصول دي چې د امریکا د استخباراتو په وینا د حقاني ترهګرې شبکې د تیرو پنځو کالو راهیسې له ځانه سره یرغمل کړې وه.

یو بل پاکستاني څېړونکي او پخواني پوځي افسر سعد محمد خان تیره ورځ وې او اې ډیوه ته ویلي، پاکستان به د حقاني شبکې پرضد ګام وا نه خلي ځکه چې اسلام اباد حقاني ډله د افغان مسلې برخه ګڼي.

په کابل کې د نړیوالو اړیکو استاد عبداللطیف نظري امریکا غږ ته وویل، د مسقط ناسته د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو په برخه کې یو مثبت ګام بلل کیږي خو دا ناسته به دوامداره مثبتې پایلې و نه لري.

هغه وویل "د افراطي او تروریستي ډلو د مخنیوي په برخه کې د اسلام‌آباد پر مثبت رول باندې باور نشته، ځکه چې د افغانستان په اړه د پاکستان په ستراتیژي او د ستراتیژیکې ژورتیا په لیدلوري کې ځانګړی بدلون نه لیدل کیږي... دغه وضعیت ته په کتو زه فکر کوم، چې له دغو غونډو څخه موږ باید د دې تمه و نه لرو، چې دا به د افغانستان پر امنیت باندې مثبتې اغیزې ولري".

دا پداسې حال کې ده چې د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تیره ورځ په لغمان کې خبریالانو ته ویلي وه، چې د مسقط په څلور اړخیزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو بحث وشي او افغان حکومت یې مثبتو پایلو ته خوشبین دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG