لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د عمران خان څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه بللې


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان لخوا په افغانستان کې د نوي حکومت جوړیدو په اړه څرګندونې غندلي او د نوموړي دغه خبرې يې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه بللې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یو بیان تر مخه نن د خالي یا شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستاني سفارت کونسلررابلل شوی او په راتلونکي کې د نوي افغان حکومت په اړه د پاکستاني وزیراعظم د بیان په اړه ترې سپیناوی غوښتل شوی.

د بیان تر مخه د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاکستان حکومت په دغه ګام سختې اندیښنې ښودلي او دغه شان څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بلل شوې.

هم نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وي او ای اشنا سره په یوه ځانګړې مرکه کې د عمران خان بیان د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخلت بللی.

ښاغلي احمدي وي او ای اشنا ته ویلي ٫٫ د عمران خان د جمعې د ورځې څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده. نن مونږ د پاکستان د سفارت مشاور یا کونسلر د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتی وو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت سخت اعتراضونه مو ورته څرګند کړي.٬٬

تیره ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د قبایلي ضلعې باجوړ د سفر په مهال د افغانستان په اړه د خبرو اترو په وخت ویلي وو ٫٫ په افغانستان کې به ډیر زه یو ښه حکوت جوړ شي، یو داسې حکومت چې د ټولو افغانانو نماېندګې به کوي. د افغانستان جګړه به ختمیږي او هلته به سوله راشي.٬٬

نوموړي د امریکا او افغان طالبانو تر منځه په دوحه کې شوو خبرو اترو ته په اشاره کې ویلي وو ٫٫ سوله راتلونکې ده.٬٬ نوموړي زیاته کړې وه چې د طالبانو سره د سولې خبرې اترې پېل شوي او ډیر زر به زمونږ افغانان وروڼه په ګډه په سوله کې ژوند وکړي.

افغانستان، امریکا او یو شمیر نور هیوادونه تل په پاکستان تورونه لګوي چې په خپله خاوره يې هغه وسله والو طالبانو له پناه ورکړې چې په افغانستان کې د حکومت او خارجي عسکرو پرضد جنګیږي. سره د دې افغانستان په پاکستان دا تورونه هم لګوي چې د د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG