لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد وایي امریکایي پوځیان په افغانستان کې له خپلو پنځو مرکزونو وځي


د افغانستان د سولې دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد وايي له طالبانو سره یې د لوظنامې د جوړېدو کار پای ته رسېدلی، او بل گام به دا وي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر دې لوظنامې هوکړه وکړي.

خلیلزاد چې له افغان مشرانو سره د لیدنې دپاره کابل ته تللی دی، بیگا شپه او نن د گل/دوشنبې په ورځ یې د افغانستان د حکومت له چارواکو سره وکتل.

د ولسمشر اشرف غني ویاند، صدیق صدیقي نن مازدیگر خبریالانو ته وویل چې ښاغلي خلیلزاد له ولسمشر غني سره په کتنه کې، طالبانو سره د امریکا د توافق مسوده هغه ته ورښودلې ده او جزییات یې ورسره شریک کړي دي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن خبریالانو ته ویلي چې افغان حکومت به د دغه سند ټول جزییات وګوري او وارزوي.

ښاغلي صدیقي وویل "افغان حکومت به په پوره دقت او د هېواد د ملي ګټو په چارچوب کې د دغه سند جزیات وارزوي." هغه زیاته کړه چې حکومت به د سند له ارزولو وروسته له ښاغلي خلیلزاد او د هغه له ټیم سره خپل نظریات شریک کړي.

که څه هم د مسودې جزییات تر اوسه رسنیو ته نه دي په ډاگه شوي، خو زلمي خلیلزاد له یو خصوصي افغان ټي وي چینل، طلوع نیوز سره په مرکه کې نن ویلي چې امریکاییان به له پنځو پوځي اډو څخه وځي.

خلیلزاد له طلوع نیوز سره په مرکه کې وایي: "مونږ موافقه وکړه چې که شرایط هغسې پر مخ ولاړ شي لکه څنگه چې په لوظنامې کې پرې هوکړه شوې، مونږ به په ١٣٥ ورځو کې پنځه پوځي اډې چې اوس په کې یو، هغه به پرېږدو."

خلیلزاد دا هم ویلي چې له طالبانو سره یې د کاغذ پر مخ د لوظنامې د برابرولو کار ختم کړی دی. هغه زیاته کړه: "د پرنسیپ له مخې، هو [موافقې ته] د کاغذ پر مخ رسېدلي یو، چې پای ته رسیدلی، خو طبعا" څو چې د امریکا صدر هم ورباندې هوکړه ونکړي، [دا لوظنامه] نهایي نه ده او مونږ په همدې مرحلې کې یو."

د ځیني رپوټونو له مخې، د افغان صدر ویاند ویلي چې ولسمشر غني له امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې هغه ته په ډاګیز ډول ویلي چې افغان دولت هیواد کې سولې ته لیواله دی، خو هغه سوله چې د افغان ولس دهیلو برعکس وي، هیڅکله ګټوره نه شي ثابتیدای.

په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو مذاکرات وړمه شپه د «اګست پر ۳۱مه» نېټه پای ته ورسېدل.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG