لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د سولې مذاکراتو کړنلاره یا طریقه کار: مهم ټکي یې دلته ولولئ


وي او اې په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ کېدونکو مذاکراتو د یوویشت (۲۱) ماده ییزه طریقه کار یوه کاپي ترلاسه کړې ده چې په هغه کې د آینده سولې مذاکراتو کړنلاره روښانه شوې ده. د مذاکراتو دغه کړنلاره د دواړو اړخونو ترمنځ د درې میاشتېني خبرو اترو نتیجه ده چې د نړېوالو لخوا د امن پروسې کې یو اهم ګام بلل شوی دی.

د دي کړنلارې په مقدمه کې راغلي چې د مذاکراتو بنیاد به په څلورو اساساتو ولاړ وي.

الف: د دوحې توافقنامه چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹ ترلاسه شوې ده.

ب: د افغان ولس غوښتنه چې تلپاتې سوله ده.

ج: تلپاتې سولې ته د دواړو افغاني مذاکره کوونکو خواوو ژمنتیا.

د: او د ملګرو ملتونو د تلپاتې سولې بیا بیا غوښتنه.

د دې کړنلارې له مخې، د مذاکراتو کوربه هېواد او سهولتکاره اړخونه نشي کولای چې په مذاکراتو کې موجود وي. په دې توګه معلومیږي چې دا مذاکرات به یوازې او یوازې د افغانانو ترمنځ وي او بل چا ته په کې ځای نشته. همدا راز په شلم بند کې ویل شوي چې رسنۍ هم باید د مذاکراتو له ځایه لېري وساتل شي.

د مذاکراتو د دغې کړنلارې له مخې، د افغانستان د دولت او د طالبانو مذاکراتي ټیمونه په دې سره سلا شوي دي چې که په شرعي مسایلو کې د دوی ترمنځ اختلاف راپیدا کیږي، هغه به د دواړو ټیمونو مشترک هېئت فیصله کوي، د سولې د مذاکراتو په دوران کې به دواړه لوري د مذاکراتو خبرې پټې ساتي، بغیر له هغو مسایلو چې دواړه اړخونه یې برالا کولو باندې موافقه کړې وي.

دا کړنلاره چې په دوه ژبو (دري/پاړسي، او پښتو) په درې پاڼو کې لیکل شوې ده، دا هم وایي چې "مذاکرات به د بریا په نیت او ارادې سره په صداقت، اخلاص او د دواړو خواوو له طرفه په ښه فضا کې ترسره کیږي."

د مذاکراتو د کړنلارې په نورو برخو کې دا راغلي چې د مذاکراتو په وخت کې دواړه اړخونه باید څنګه رویه وکړي، او بل دا چې د مذاکراتو په اېجنډا کې به هېڅ داسې موضوع نه شاملېږي کوم چې د اسلام دین او د افغان اولس د ګټو خلاف وي.

د افغانستان د سولي دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو او افغان دولت د مرکچیانو ترمنځ د خبرو د کړنلارې جوړېدل، یو لوی پرمختګ ګڼلی او په یو ټویټ کې یې ویلي، "د وروستیو ورځو اقدامات مثبت او هیله بخښونکي دي."

د دې کړنلارې بل د پام وړ ټکی د مذاکراتو په مهال "یو بل ته درناوی کول" دي. څو تنو افغان او مغربي ذرائعو وي او اې ته د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې ویلي و چې کله مذکرات پیل شول، طالبانو داسې چلند کاوه لکه دوی چې په جنګ کې فاتح شوي وي او د افغان دولت اړخ مغلوب شوی وي.

وي او اې ته په لاس ته راغلي سند کې په دې هم ټینګار شوی چې کله مهم موضوعات مخې ته راځي، نو پکې دې د چټکتیا یا تعدۍ او د بحث پر اړخ تعادل وساتل شي، یعنې هم دې د هغې مسئلې فوریت ته پام وشي او هم دې ته چې څومره بحث ورباندې لازم دی.

د دې مذاکراتو په درشل کې تر ټولو مهمه موضوع چې افغان حکومت ورباندې ټینګار کړی دی، هغه ډزبندي ده. تر اوسه طالبانو ډزبندۍ ته غاړه نده اېښې او هره ورځ په افغانستان کې د تشدد ګڼ شمېر پېښې لیدل کیږي.

یادونه: د دې رپوټ په برابرولو کې طاهر خان هم برخه اخیستې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG