لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په ستر زندان کې خونړۍ نښته او په اړه یې د طالبانو غبرگون


پل چرخي جیل ۔ کابل
پل چرخي جیل ۔ کابل

د افغانستان تر ټولو ستر زندان کې د امنیتي کسانو او بندیانو ترمنځ اخ و ډب پیښ شوی چې په کې څلور بندیان وژل شوي دي.

د افغان چارواکو وینا ده چې د پل چرخي زندان په دې نښته کې دیارلس نور بندیان او شل تنه پولیس هم زخمیان دي.

افغان طالبانو نن په دې اړه یو بیان جاري کړی او د دې ترڅنگ چې یې د پیښې غندنه کړې او پولیس یې ملامت گڼلي دي، ژمنه یې یاده کړې چې په یو مناسب وخت کې به د دې پیښې غچ اخلي.

د طالبانو د دې بیان نه وړاندې لا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خپل بیان جاري کړی و او په هغه کې یې ویلي و چې په پل چرخي زندان کې پرون د نهې یا سې شنبې په ورځ، د مخدره/نشه یی موادو په الزام د بندیانو څانگه باید تالاشي شوې وه، او کله چې د څلورم بلاک تالاشي ختمه شوه او پولیسو غوښتل نورې برخې وپلټي، نو یو شمیر بندیانو د پولیسو او چارواکو ممانعت وکړ او "ځینو یې پر پولیسو برید وکړ".

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي چې د پیښې پر وخت، د پولیسو نه علاوه څارنوالان (سرکاري وکیلان) هم حاضر و او زیاتوي چې یو شمیر بندیانو پر پولیسو یرغل وکړ او غوښتل یې چې د هغوی وسله ورنه واخلي.

خو حکومت دا روښانه کړې نه ده چې په پیښه کې وژل شوي او ټپیان شوي بندیان، د مخدره څانگې و او که طالب بندیان و.

په پل چرخي زندان کې چې د کابل ښار ختیځ کې پروت دی، زرگونه کسان بندیان دي. په دې کې هغه طالبان هم شته چې په جگړې کې نیول شوي دي.

ځیني رپوټونه وایي چې طالبانو ته په پل چرخي زندان کې ډېرې آسانتیاوې برابرې شوي او آن ورسره ټلیفونونه شته. بل اړخ ته څه موده مخکې پر سوشل میډیا هم داسې ویډیوگانې خپرې شوې چې طالب بندیان یې په پل چرخي زندان کې د اتڼ او پخپلو موبایل فونونو د تصویر اخیستو پر مهال ښودل.

د بشري حقونو ادارې بیا وایي چې په افغانستان کې د بندیانو حالت ښه نه دی او تر ټولو لویه ستونزه، د ځای تنگوالی دی. د بشري حقونو په اړه د امریکا د خارجه وزارت کلني رپوټونه وایي چې په پل چرخي زندان او د افغانستان په نورو زندانونو کې بندیان ډېر دي خو ځای ورته کم دی او په ځینو زندانونو کې بندیان د خوراک او څښاک له ستونزو سره هم مخ دي.

طالبان که څه هم د حکومت اختیار ورسره نشته، مگر ځان ته زندانونه لري. افغان ځانگړو ځواکونو تر اوسه د طالبانو څو زندانونه په مختلفو ولایتونو کې مات کړي او خلک یې، چې په خورا بد حالت او په ځنځیرونو او زولنو کې به ساتل کیدل، ترې آزاد کړي دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG