لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ځنډ وروسته په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو خبرې شوي


په عېن حال کې په کابل کې ګڼو چارواکو او اروپایې ټولنېپ ترڅنګ د امریکا سفیر ویلي چې په کابل کې د سترې محکمې د ښځینه قاضیانو وژنه غندي او د پېښې د سمدستي پلټنې غږ یې کړی
په عېن حال کې په کابل کې ګڼو چارواکو او اروپایې ټولنېپ ترڅنګ د امریکا سفیر ویلي چې په کابل کې د سترې محکمې د ښځینه قاضیانو وژنه غندي او د پېښې د سمدستي پلټنې غږ یې کړی

په قطر کې له اوږده ځنډ وروسته د افغان حکومت او د طالبانو مرکچي پلاویو تر منځ د مذاکراتو پراتلونکو پړاوونو ناسته شوي ده.

او افغان نائب صدر امرالله صالح ویلي په لویو ښارونو کې د قتل د کچې د لوړوالي اصلي لامل طالبان دي، دوی هر ډول جنایت تر سره کړي بښل کیږي او فکر کو چې بخښل کیږي خو د اوسني امنیتي وضعیت او ستونزو د حل یوه لاره د طالب بندیانو اعدامول دي.

طالبان امرالله صالح ته غبرګون کې ویلي که بندیان اعدامېږي نو دوی هم بدیلې لارې لرو.

په عېن حال کې په کابل کې ګڼو چارواکو او اروپایې ټولنېپ ترڅنګ د امریکا سفیر ویلي چې په کابل کې د سترې محکمې د ښځینه قاضیانو وژنه غندي او د پېښې د سمدستي پلټنې غږ یې کړی.

خلک او د مشرانو جرګه هیله لري چې د سولې دوهم پړاو خبرې هیواد کې د جنګ پای شي.

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، چې د افعانستان مرکچي ډله هڅه کوي ترڅو له طالبانو سره ژر د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسوي.

ډاکټر عبدالله یادې څرګندونې پرون په کابل کې د میشتو د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سفیرانو او استازو سره د سولې پروسې ملاتړ او اجماع پیاوړي کولو تر عنوان لاندې دوهمه مجازی ناسته کې کړي چې د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ په موخه را بلل شوې وه.

قطر کې له اوږده ځنډ وروسته د جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاویو تر منځ د مذاکراتو پر راتلونکو پړاوونو ناسته شوې.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي:" د دواړو خواوو د مذاکراتي ډلو د رییسانو او د هیئت د څو غړو تر منځ ناسته وشوه.

انوري وایي په دې ناسته کې د اجنډا پر مسایلو او د راتلونکو ناستو په هکله خبرې وشوې."

د ملي مصالحې عالي شورا وايي د ملګرو ملتونو په ګډون یوه نړیواله ډله قطر کې د سولې د روانو مذاکرو څارنه کوي.، هغه ټکي چې د نړیوالو د اندېښنې وړ وي، د همدې ډلې له‌خوا حلېږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن په یوه فیسبوکي پیغام کې ویلي چې په کابل کې وروستي ترهګریز او هدفي بریدونه د طالبانو له لوري ترسره کېږي.

د ده په خبره د دغه ډول پېښو د ډېرېدو عمده لامل دا دی چې طالبان فکر کوي په هر فرصت کې بښل کېږي او د خپلو اعمالو په سزا نه رسېږي.

صالح ویلي ددې لپاره چې په کابل او نورو ښارونو کې د جنایتونو کچه راټيټه کړل شي نو باید بندي طالبان اعدام شي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د صالح تازه څرګندونو غبرګون کې ویلي "بندیان ځانګړي حقونه لري، د هغوی حقونه مالوم دي او سیاسي بندیان او د جنګ بندیان څوک اعدامولی نه شي، که څوک یې اعدام کړي موږ هم بدیلې لارې لرو پخوا مو هم ورته ښودلې چې په څومره درنه بیه ورته پرېوځي. "

د مشرانو جرګې غړی محمد اکبري وایي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکرات پیل شوي او هیله لري چې دغه مذاکرات د جنګ پای شي.

تیره ورځ د ښار زړه لسمې ناحیې اړوند قلعه فتح الله سیمه کې ناپېژاندو وسله والو دوه قاضیانې په ډزو وژلې او چلوونکی یې ټپي شوی دی خو د عیني شاهدانو په خبره چې دوه میرمنې وژل شوي او دوه نورې زخمې شوي.

په کابل کې د دوو ښځینه قاضیانو وژل کېدو د ګڼو افغان او بهرنیو چارواکو او د بشري حقونو د فعالانو غبرګونونه پارولي دي.

ولسمشر غني،پخواني ولسمشر حامدکرزي،د اروپایي ټولنې استازي،د بشري حقونو مدافع ډلو، او نورو ګڼو دغه برید غندلی.

اخوا په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په ټوېټر لیکلي چې په کابل کې د سترې محکمې د ښځینه قاضیانو وژنه غندي او د پېښې د سمدستي پلټنې غږ کوي.

راس ویلسن ویلي، طالبان باید پوه شي دا ډول کړنې چې مسوولیت یې ورګرځي نړۍ په غوصه کوي او که افغانستان ته سوله راځي نو باید دا 'بریدونه' ودریږي.

چا په کابل کې پر ښځینه قاضیانو د برید څنګ د هدفي وژنو او نورو لویو بریدونو مسوولیت نه دی منلی خو دې وروستیو کې د داسې هدفي وژنو پړه افغان چارواکو او امریکايي ځواکونو په وسله والو طالبانو اچولې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG