لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ممتاز زهرا بلوچ: افغانان له احتجاج څخه نیول شوي، بهرنیان دې د پاکستان سیاسي معاملو نه ځانونه په ډډه وساتي



د جمعې په ورځ په خارجه دفتر کې خبریالانو ته د اوونیز احوال تېرولو په وخت خارجه ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي د کورنیو چارو وزارت چې په اسلام اباد کې له شوي احتجاج څخه کوم افغان وګړي نیولي دهغوي په اړه تفصیلات به هم دغه وزارت خپروي
د جمعې په ورځ په خارجه دفتر کې خبریالانو ته د اوونیز احوال تېرولو په وخت خارجه ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي د کورنیو چارو وزارت چې په اسلام اباد کې له شوي احتجاج څخه کوم افغان وګړي نیولي دهغوي په اړه تفصیلات به هم دغه وزارت خپروي

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي چې د کورنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې له شوي احتجاج څخه افغان وګړي نیولي دي اؤ په ټولو بهرنیانو یې غږ کړی دی چې باید د پاکستان د سیاسي معاملو نه ځان په ډډه وساتي.

د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې اوړمه ورځ د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړو له ۳۱م دسمبر وروسته به افغانان له این او سي پرته په اسلام اباد کې نه شي پاتې کېدای.

له مخه د اسلام اباد اؤ پنجاب پولیسو دعوې کړي چې اسلام اباد کې یې د پي ټي آي د احتجاج څخه ګڼ شمیر افغانان نیولي دي.

د جمعې په ورځ په خارجه دفتر کې خبریالانو ته د اوونیز احوال تېرولو په وخت خارجه ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي د کورنیو چارو وزارت چې په اسلام اباد کې له شوي احتجاج څخه کوم افغان وګړي نیولي دهغوي په اړه تفصیلات به هم دغه وزارت خپروي.

هغې وویل د پاکستان په سیاسي احتجاجونو کې د بهرنیو وګړو ګډون په بشپړ ډول غیر قانوني دی اؤ ټولو بهرنیانو ته وایو چې د پاکستان د سیاسي معاملو نه باید ځانونه په ډډه وساتي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې خارجه ویاندې واضحه کړه چې دا مهال د تحریک طالبان پاکستان اؤ د حکومت تر منځ هیڅ قسمه مذاکرات نه دي روان.

اسلام اباد نه د افغان کډوالو د ویستلو اعلان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو نړېوالې ادارې یو این ایچ سي ار پخپل غبرګون کې ویلي پاکستان کې میشت د افغان کډوالو لوی اکثریت قانون ته درناوی لري، او د دوی حالت ته باید د انساني خواخوږۍ په تناظر کې وکتل شي.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یو این ایچ سي ار ویاند ښاغلي قیصر اپریدي وي او اې ډیوه ویب ته ویلي"موږ له پاکستانه غوښتنه کوو چې د پناه غوښتونکو د خوندي ساتلو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي"

د هغه وینا وه کډوال لکه د نورو وګړو پابند دي چې د پاکستان قوانین عملي کړي "په پاکستان کې د افغان کډوالو لوی اکثریت قانون ته درناوی کوونکي خلک دي، او د دوی حالت باید د بشردوستۍ له مخې و ارزول شي"

په اسلام اباد کې میشت سینیر خبریال طاهر خان وایي په پاکستان کې په لکونو افغانان په قانوني توګه ژوند کوي اؤ د پاکستان کابینې هغوي ته د راتلونکي کال ۲۰۲۵م د جون تر ۳۰مې نېټې دلته د استوګنې اجازه هم ورکړې ده.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

طاهر خان وایي افغانانو ته دلته د استوګنې د اجازې کارډونه د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي ار اؤ د پاکستان د حکومت د تړون له مخې ورکړل شوي اؤ که اوس دا ټول په قانوني توګه میشت افغانان له اسلام اباد ویستل کیږي نو دا به د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو اؤ بشري حقونو څخه سرغړونه وي.

نوموړی وایي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړېدو وروسته چې هم کوم کډوال پاکستان ته راغلي نو هغوي په پاسپورټ اؤ ویزه دلته راغلي اؤ چې کله یې د پاسپورټ اؤ ویزې موده پوره شي نو حکومت ورته دا موده غځوي نو ځکه د هغوي استوګنه هم دلته غیر قانوني نه ده.

طاهر خان وایي که چرې پاکستان پخپله خاوره کې د ژوند کولو لپاره په قانوني توګه د میشت افغانانو نه یوه ځانګړې اجازت نامه یا این او سي غواړي نو دې ګام ته به د توپیري چلند په توګه کتل کیږي.

هغه وایي دې اقدام سره په ممکنه ډول د پاکستان اؤ افغانستان اړیکې لا پسې خرابېدلی شي.

د یو این ایچ سي ار راپورونه ښیي چې د پاکستان په ټولو برخو کې د ۱.۴ میلیونو په شااوخوا کې افغان کډوال د قانوني اسنادو سره میشت دي.

د دې ترڅنګ، شاوخوا شپږ لکه افغانان چې په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي، د اسنادو د نشتون له امله غیر قانوني ګڼل کېږي او د ایستلو خطر سره مخ دي.

په دې ډله کې زیاتره افغان کډوال د پاکستان په ښاري سیمو لکه پېښور ، کوټه ، کراچۍ اؤ اسلام‌اباد کې مېشت دي​. ‎

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG