لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ننګرهار ځايي اوسېدونکي وايي پر ډیورڼد کرښه د پاکستان نوي تاسیسات نه مني


د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ اړوند غرنۍ سیمه څڅوبي کنډو پر ډيورند کرښه یوه ګوښه لار ده، کله چې د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي اړیکې خرابې شي او د طورخم لار وتړل شي نو عام خلک په همدې لار تګ او را تګ کوي
د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ اړوند غرنۍ سیمه څڅوبي کنډو پر ډيورند کرښه یوه ګوښه لار ده، کله چې د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي اړیکې خرابې شي او د طورخم لار وتړل شي نو عام خلک په همدې لار تګ او را تګ کوي

وروسته له هغې چې پاکستان پر ډيورنډ کرښه د ننګرهار د څڅوبي کنډو په سیمه کې نوي دروازې جوړې شوې د عامو خلکو غبرګونونه یې را وپارول او دا یې د دواړو غاړو پښتانو ته د سختیو پیدا کول او جدا کول وبلل او پر حکومت یې غږ وکړ چې د دې کار مخه دې ونیول شي

د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ اړوند غرنۍ سیمه څڅوبي کنډو پر ډيورند کرښه یوه ګوښه لار ده، کله چې د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي اړیکې خرابې شي او د طورخم لار وتړل شي نو عام خلک په همدې لار تګ او را تګ کوي.

خو اوس په دغه لار اغزن تار لګول شوی او نوي دروازې پکې جوړې شوي دي چې د عامو خلکو د غبرګړن سره مخ دي.

د افغانستان ختيځ ولايت ننګرهار دور بابا ولسوالۍځايي اوسیدونکي وايي، پاکستاني پوځيانو په څڅوبي کې د ډیورنډ کرښې پر صفري نقطه یوه نوي دروازه جوړه کړي ده.

دوی د دا ډول دروازو جوړول ښکاره سرغړونه بولي او له حکومت غواړي چې د لرې کېدو لپاره یې لاس په کار شي.

پر څڅوبي د نوي جوړې شوي دروازې انځورونه د نيوکو سره يو ځای په خواله رسنيو کې خپاره شوي دي او تیره ورځ د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ مارکو بازار کې یو شمیر ځوانانو د پاکستان لخوا د ډیورند پر کرښه د اغزن تار او دروازو د جوړولو پر ضد لاریون کړی او د حکومت څخه یې د دغه کار د ودرولو غوښتنه کړي ده.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوږیانی وایې سیمې ته د سرحدي ځواکونو قوماندان، د سیمې نور امنیتي اورګانونه تللي دي ارزونه یې کړي او وروستۍ تصمیم به مرکز نیسي.

پاکستان وايي په افغان پوله د امنیت پرځاي کولو دپاره یې په پوله د ازغن تار لګوولو او نويو سرحدي پوسټونو جوړول شروع کړي دي او د دې منصوبې زیاتره برخه مکمل کړی شوي ده.

په ننګرهار کې په پوله د پاکستاني اقداماتو خلاف د لاریون ګډونوال خدایداد خیرخوا وایي د ځایي اوسیدونکو ډیری مشکلات او ضرورتونه د همدې لارې رفع کیدل او دا هم وایي چې د دا ډول دروازو جوړول د دواړو غاړو د پښتانو جدا والی دی او موږ ته د منلو ندی

خیرخوا زیاتوي" دغه دروازه هلته د ځایي اوسیدونکو مشکل ته په نه کتلو سره هم د منلو نده ،ځکه چې د سرحداتو چې کوم اصول دي په هغې کې د دروازو لګول نشته، د پولې هغې غاړې او دې غاړې خلک یې ورسره نه مني او د پولې دواړه غاړې خلک غواړي چې موږ ته دې بغیر د پاسپورټ او ویزې د تګ او راتګ اجازه راکړل شي، دوی چې کومې دروازې لګوي دا د پولو دواړو غاړو چې کوم پښتانه دي د دوی تر منځ جداوالی راولي."

ده دا هم وویل چې په دغه ځای کې د وسلوالو طالبانو فعالیتونه هم ډیر دي او لدې لارې خپل فالیتونه کوي خو زموږ پر وړاندې دغه لار تړل کیږي او سونزې راته زیاتیږي.

او د دا ډول لارو تړل د خلکو ترمنځ د ژوند د سختولو په مانا ده.

دوی وايي حکومت مخکې اغزن تار په غځولو غلی وو او اوس د دروازو په جوړولو هم غلی دی. خو د ننګرهار ولایت ویاند عط الله خوږیانی وایې سیمې ته د سرحدي ځواکونو قوماندان، د سیمې نور امنیتي اورګانونه تللي دي ارزونه یې کړي او وروستۍ تصمیم به مرکز نیسي

ښاغلی خوږیانی زیاتوي" د سیمې ولسوال، د سرحدي ځواکونو قوماندان او نور امنیتي اورګانونه استول شوي دي هغوی هلته خپله ارزونه کړي ارزونه یې د مرکزي ادارې سره شریکه کړي ده، پدې اړه به نور وروستۍ تصمیم مرکز نیسي او پدې اړه نور وضاحت هم مرکز ورکوي"

د څڅوبي لارې څخه ځایي اوسیدونکي هغه وخت ډیره استفاده کوي چې پر ډيورند کرښه د حکومتونو ترمنځ د سياسي اړیکو خرابي رامنځته شي چې له امله یې طورخم لار وتړل شي او خلک د یادې لارې څخه د تګ او راتګ استفاده کوي او خپل ضرورتونه رفع کوي

د یادونې وړ ده چې هر ځل د دواړو حکومتونو ترمنځ شخړې هم شوې او په 2016 کال په جون میاشت کې په طورخم او انارګي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې جګړې هم شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG