لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګنډاپور: که اختیار راکړل شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د جرګې له لارې منځګړتوب ته تیار یم


د خېبر پښتونخوا وزیراعلا، علي امین ګنډاپور د پاکستان اؤ افغانستان تر منځ د تاؤ تریخوالي راکمولو لپاره د ثالثۍ یا منځګړتوب وړاندیز کړی اؤ ویلي دي که هغه ته د جرګې له لارې افغانستان سره د مذاکراتو اختیار ورکړل شي نو مثبت کردار به ادا کړي.

د جمعې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو سره خبرو کې وزیراعلا ګنډا پور ویلي افغانستان سره تر اوسه په حکومتي کچه خبرې اترې خو شوي خو د جرګې په توګه ورسره خبرې نه دي شوي.

په دې وروستیو کې پاکستان کې د کېدونکې ترهګرۍ په ستونزه په افغانستان کې د افغان طالبانو د حکومت اؤ پاکستان تر منځ اړیکې سختې تاوجنې شوي اؤ د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ د اپېکس کمیټې غونډې ته ویلي وؤ:

"پاکستان د پولې د پورې غاړې څخه کېدونکې دراندازۍ ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی اؤ بیا به یې هم ورکوي".

هر څو که شهباز شریف د افغانستان نوم نیغ په نیغه نه دی اخستی خو پاکستاني چارواکي وخت نا وخت تورونه لګوي چې د ټي ټي پي وسله وال د افغانستان خاوره کې خوندي ځالې لري اؤ د پاکستان په ضد له هغه ځایه فعالیتونه کوي.

افغان طالب چارواکو تل د پاکستان دا دعوې رد کړي اؤ وایي هیچاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل کوم هیواد په ضد وکاروي.

وزیراعلا علي امین ګنډا پور وویل، د ستونزو حل باید د مذاکراتو له لارې ولټول شي اؤ افغانستان سره که د جرګې د لارې د مذاکراتو کولو اختیار ده ته ورکړل شي نو یو مثبت رول به ولوبوي،

خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ اؤ نا امنۍ په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې علي امین ګنډا پور وویل، موږ ټول د ترهګرۍ سره مقابله کوؤ اؤ د ترهګرۍ په خلاف به تر وروستي حده ځو اؤ امن به ټينګوؤ،

نوموړي وویل سرحدي سیمو کې پوځ ځای پځای شوی نو ځکه ددغو سیمو د امنیت ذمه واري هم د پوځ اؤ مرکزي حکومت پغاړه ده.

د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمو کې د ممکنه پوځي علمیاتو په اړه هغه وویل تر دې وړاندې هم په قبایلي ضلعو کې وخت په وخت پوځي عملیات شوي خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې.

د وزیراعلا علي امین ګنډا پور وینا وه چې مونږ مذاکراتو ته ترجیح ورکوؤ اؤ په هیواد کې د امنیت ټینګولو لپاره مذاکرات کوؤ.

نوموړي وویل له کله راهسې چې د عمران خان حکومت ختم شوی دی نو په هیواد کې ترهګري زیاته شوې اؤ د ترهګرۍ د سېوا کېدو وجه ناسمې تګلارې دي.

د پاکستان حکومت وایي په اګست کال2021م کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو راپدیخوا پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې چټک شوې اؤ په افغان طالبانو تور لګوي چې د ټي ټي پي وسله والو ته یې پخپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړې دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه په کلکه ردوي اؤ وایي د خپل هیواد امنیت ټینګول د پاکستان کورنۍ معامله ده اؤ اسلام اباد دې خپلې ناکامۍ د کابل غاړې ته نه اچوي.

په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي له دغه برید وروسته بیا ځېنو افغان رسنیو هم دعوه کړې وه چې د طالبانو سرحدي ځواکونو د پاکستان خاوره کې بریدونه کړي اؤ 19 پاکستاني عسکر یې وژلي دي.

د پاکستان اؤ افغانستان دواړو حکومتونو یا امنیتي ادارو د مرګ ژوبلې دا شمېرې نه دي تایید کړي.

تر دې وړاندې پروسږکال د سپټمبر په میاشت کې هم په پېښور کې د وکیلانو د سازمان یوې دستورې ته خپله وینا کې د پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي وؤ، هغه به پخپله د صوبې د وزیراعلا په توګه د افغانستان سره خبره کوي، هلته به پلاوی لیږي ، له نزدې به ورسره کښیني اؤ د امنیت ستونزه به هواروي.

خو د علي امین ګنډا پور دې څرګندونو ته مرکزي حکومت سخت غبرګون ښودلی ؤ.

د پاکستان د فاع وزیر خواجه اصف پارلیمان ته ویلي وؤ د علي امین ګنډا پور لخوا افغانستان سره پخپل سر خبرې کول په فیډریشن حمله ده اؤ یوه صوبه هم پخپل سر کوم هیواد سره خبرې اترې نه شي کولی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG