څيړونکي وايي، خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت افغانستان سره د مذاکراتو دعوې کوي، خو دا نه ده معلومه چې دوی د کوم واک او شرطونو لاندې دا عمل مخ په وړاندې بوځي.
د تحريک انصاف صوبایي حکومت فیصله کړې، افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره د مذاکراتو دپاره به دوه پلاوي کابل ته ليږي. ویل کیږي، د دغو کسانو لېږلو دپاره ټولې تیاريانې شوي دي.
صوبایي چارواکي وايي، د خبرو اترو مقصد د افغان طالبانو سره د پاکستان او خېبرپښتونخوا کې د روانې ترهګرۍ او ورسره نورو تړلو موضوعاتو په باب مذاکرات کول دي.
پاکستان کې د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه، افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره د مذاکراتو دپاره د پښتونخوا حکومت امن رابطه کميټي جوړه کړې ده، په کمېټۍ کې ديني، سياسي او قبايلي مشران شامل کړل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا د داخله او قبايلي چارو پخوانی سيکرټري سيد اختر علي شاه وايي، "بنيادي خبره دې کې دا راځي چې دوی چې لاړ شي هلته نو دوي به هلته څه خبره کوي، څه شرايط به وي؟ په کومو نکاتو به خبره کوي دا ادراک دوی ته شته، دوی به افغانستان حکومت سره خبره کوي که تحريک طالبان پاکستان سره به خبره کوي، دوی به چا سره خبره کوي، دې دا بنيادي خبره ده".
څيړونکي وايي، د تحریک انصاف حکومت چې کومه امن کميټي جوړه کړې او په دغه کمېټۍ کې شاملو کسانو نومونه په مطبوعاتو مخې ته راغلي، دوی د پښتونخوا او پښتنو استازيتوب نه کوي، ځکه په دوی کې ځینې د پنجاب دي.
ويل شوي افغانستان ته به د پښتونخوا حکومت وياند برسټر محمد علي سېف د مذاکراتي عمل څارنه کوي او د هغه په مشرۍ کې به دوه وفدونه استولی شي، او دغې کار دپاره تګلاره هم جوړه کړل شوې ده.
وي او اې ډيوه هڅه کړې چې د بېرسټر نه په دغې اړه نظر معلوم کړي، خو نوموړي ځواب نه دی ويلی.
د افغانستان او ناامنۍ په چارو نظر لرونکي پوهان وايي، د افغان طالبانو سره د خبرو اترو اوازې خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت د سياسي ګټو دپاره کاروي.
د دوی په وینا په ورستيو کې هم دا ډول هڅې ناکامه شوي دي.
څیړونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي، "بله خبره دا ده په دې کې د پوځ نمايندګي نشته، چې کله هم خبرې شوي د پوځ په هغې کې رول خامخا وي دا چې کو سيز فايز کيږي هم دوی به یې کوي چې کوم قيديان دي هغه هم پوځ سره دي د طالبانو چې کوم مطالبات دي د هغي زيات تعلق پوځ سره دی".
پاکستان کې ځينې مطبوعاتي ادارو د پښتونخوا حکومت د افغانستان د ممکنه دورې په اړه د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د قوله ويلي، ملکي خارجه چارې د مرکز د واک لاندې راځي او دا چې خارجه وزارت د مذاکراتي عمل نه بې خبره دی.
څيړونکي وايي، که پاکستاني طالبان په خپلو زړو شرايطو ولاړ وي نو امکان نه لري چې مذاکرات کامياب شي.
سيد اختر علي شاه وايي، "مخکي چې هم کوم مذاکرات کېده، د هغوی څلور غټي مطالبې وې، يو خوا دا وه چې دا قبايلي سيمه چې کومه خېبر پښتونخوا سره ضم شوې ده دا واپس واخلي، دويم هغوی د اسلامي شريعت هغوی چې کومه تشريح ده،د هغې مطابق امارت دلته غواړي، درېمه خبره دا ده چې هغوی ايين پاکستان په دې شکل کې نه مني څلورمه خبره دا ده چې هغوی وسله نه حواله کوي دا د هغوی د شروع نه شرايط پاتي دي".
مطبوعات وايي، د پښتونخوا حکومت د لوري افغانستان ته تلونکی وړومبي وفد به د خبرو اترو دپاره سازګاز ماحول جوړوي او سفارتي چارې به هواره وي او بيا دويم ټولګي کې به يو شمېر استازي شامل وي خو حکومت په دې حقله کوم سپيناوی نه دی کړی.
طالبانو سره مخکيني مذاکرات
د طالبانو سره خبرو دپاره د خېبرپښتونخوا صوبې نه حکومتي او قبايلي مشرانو پلاوي کابل ته تللي خو هغه تګ راتګ او خبرو هم کومه نتيجه نه وه ورکړې.
په مرکز او خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) په حکومت کې د هغه وخت د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض حميد (څوک چې دا وخت د پوځ سره په بند کې دی) په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړل شوي وو.
د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د کال 2022م په نومبر کې بیا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.
له دغې وروسته په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا، قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې ډېرې سېوا شوي دي.
د کال 2023 د فرورۍ په 22مه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ کې د پاکستان د استخباراتي ادارې مخکيني مشر لفټننټ جنرل نديم انجم په ګډون يو حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی وو.
او په افغانستان کې یې د طالب چارواکو سره په ليدنه کې د ترهګرۍ مخ په زیاتیدونکي ګواښ او په ځانګړې ډول د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.
د تېر کال په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، وزيرستاني کډوال یې ويشتي، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي، طالبانو دغه بريد غندلی او ویلي یې ويلي وو، دغه بريد به ځوابه پرې نه ږدي.
او بيا په 28م دسمبر د طالبانو د دفاع وزارت دعوه کړې وه، "د ډېورنډ د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل".
پاکستان تراوسه پورې په دغې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
Forum