لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو په اړه نړیوال سیمینار اسلام اباد کې پېل شوی، څېړونکي ورته څه نظر لري؟


اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم او په دې کې هغوی ته د ورپېښو ستونزو په اړه دوه ورځنی نړیوال کانفرنس د پاکستان په سرپرستۍ اسلام‌آباد کې پیل شوی دی.

د دې کانفرنس موخه په اسلامي ټولنو کې د نجونو تعلیم کې د ورپېښو ستونزو مخنیوی دی.

په دې کانفرنس کې د ۴۷ اسلامي هېوادونو استازي اؤ د نجونو د تعلیم وتلې فعاله ملاله یوسفزۍ هم ګډون کوي البته د پاکستان د بلنې باوجود افغانستان کې واکمنو طالبانو دغه کانفرنس کې ګډون نه دی کړی.

د افغانستان اؤ پاکستان لپاره د امریکې پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وایي د پاکستان لخوا ددې کانفرنس راجوړولو موخه داده چې په افغانستان د واکمنو طالبانو مشر بې‌ابرو کړي، چا چې د ښځو پر زده کړو سخت محدودیتونه لګولي دي.

د پاکستان د لوړو زده کړو مرکزي وزیر خالد مقبول صدیقي ویلي افغان طالبانو ته هم دې کانفرنس کې د شرکت بلنه ورکړی شوې وه خو هغوي په دې کې له ګډون کولو انکار کړی دی.

څیړونکي وايي د دې کانفرنس له لارې پاکستان په افغانستان کې د نجونو په زدکړو د لګول شوي بندیز ختمولو په هکله په افغان طالبانو څه فشار خو نه شي اچولې البته افغان ولس به دې نه خبر شي چې ګرده اسلامي نړۍ د نجونو د تعلیم په حق کې خبره کوي اؤ افغان طالبان یې خلاف دي.

وزیراعظم شهباز شریف دې دوه ورځنې کانفرنس ته پخپله پرانستونکې وینا ویلې دي چې د زدکړو مخې ته د پېښو مشکلاتو د حل د پاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.

پاکستان د دې کانفرنس کوربه توب په داسې حال کوي چې په دغه هیواد کې پخپله هم هم په لکونو ماشومان چې زیات شمیر پکې نجونې دي له تعیلم څخه محرومه دي.

د افغانستان اؤ پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ځلمي خلیل زاد دې کانفرنس ته پخپل غبرګون کې ویلي،پاکستان د ښځو د تعلیم په اړه یو اسلامي کنفرانس تنظیموي چې موخه یې افغانستان دی.

په ایکس رسنۍ خپل رسمي اکاونټ نه خپور کړي یو بیان کې ځلمي خلیل زاد ویلي ددې کانفرنس له لارې پاکستان غواړي چې د طالبانو مشر بې‌ابرو کړي، چا چې د ښځو پر زده کړو سخت محدودیتونه لګولي دي.

هغه وایي "څرګنده ده چې دا اقدام د افغان ښځو لپاره د رښتینې اندېښنې له امله نه دی، بلکې د طالبانو سره د روانې شخړې د یوې تبلیغاتي برخې په توګه ترسره کېږي. خو ځینې وختونه، حتی ستاسو دښمن هم تاسو ته ګټه رسولی شي"

ښاغلي خلیل زاد ویلي دا ریښتیا ده چې د طالبانو د مشر لخوا پر ښځو د زده کړو ظالمانه بندیز غیر اسلامي دی، د هېواد ملي ګټو ته زیان رسوي، او د بشري حقونو سرغړونه ده.

هغه پوښنه کړې ده چې په طالبانو کې به د هوښیارو عناصرو او نورو افغانانو څخه څوک کله د کندهار د غلطو پرېکړو پر وړاندې ودریږي؟

د نړيوالو اړیکو څېړونکی اسد الله خان ډیوه ته وایي، له بده مرغه د نجونو د تعلیم په اړه پاکستان کې پخپله هم لږ ډیر کمی شته چې لرې کول به غواړي اؤ ددې تر څنګ به په دې سیمه کې د نجونو د زده کړو په لړ کې ګډې هڅې کول وي.

دا مهال په ګرده نړۍ کې افغانستان ېواځنی داسې هیواد دی چې له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی نو آیا د اسلامي هیوادنو لخوا د نجونو د تعلیم باوري کولو په هکله د دې کانفرنس څه آغیز به په افغانستان کې په واکمنو طالبانو هم وي چې دا بندیز لرې کړي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې خبریال عبدالهادي مایار وي او اې ډيوه ته وایي،د دې کانفرنس به په افغان طالبانو یو اخلاقي فشار وي بلخوا به افغان ولس هم په دې خبر شي چې د نجونو په زده کړو بندیز ېواځې د افغان طالبانو فیصله ده اؤ دا بندیز د اسلام یا شریعت سره هیڅ تړاؤ نه لري.

تراوسه پاکستان په رسمي توګه دا خبره نه ده کړې چې ګنې د دې کانفرنس بنیادي مقصد افغان طالبانو ته دا پیغام ورکول دي چې د نجونو په زده کړو لګول شوی بندیز ختم کړي.
خبریال حق نواز خان ډیوه سره خبرو کې ویلي، پکار وه چې افغان طالبانو دې کانفرنس کې ګډون کړې وای ،دوي ته به دا موقعه په لاس ورغلې وه چې خپل خپل دریځ نړۍ ته وړاندې کړي اؤ د اسلامي هیوادنو دریځ به یې هم اورېدلی وای چې د نجونو زده کړې څومره اړینې دي؟

هغه وایي دا وخت د افغانستان اؤ پاکستان ترمینځ حالات د تاو تریخوالي ښکار دي نو دا هم د افغان طالبانو په دې کانفرنس کې د نه ګډون یوه وجه کېدای شي.

په داسې حال کې چې پاکستان د خپل هیواد دننه د کېدونکې ترهګرۍ تورونه په افغانستان لګوي اؤ په افغانستان واکمن طالبان وایي چې پاکستان دهغوي د پولو خلاف ورزي کړې ده اؤ د افغانستان په خاوره کې یې بمباري کړې ده نو آیا د پاکستان په کوربه توب راجوړ شوي دې کانفرنس نه به اسلام اباد څه ګټې پورته کړي ؟

په دې اړه څېړونکی منیب سلمان وایي،موجوده وخت کې پآکستان په افغان طالبانو څه اثر نه لري خو دې کانفرنس کې عرب هیوادونه هم شرکت کوي اؤ هغه عرب هیوادونه په افغانستان اثر لري .

نوموړی وایي عرب هیوادونه ځکه په افغانستان اثر لري چې ېو شمیر افغانان په دغو هیوادونو کې کارونه کوي بله دا چې عرب هیوادونه په افغانستان کې سرمایه کاري هم کوي نو دد ې کانفرنس به څه نه څه آغیز په دې اړه ارو مرو وي چې افغان طالبان باید د نجونو په زده کړو د لګول شوي بندیز فیصلې ته بیا کتنه وکړي.

د تعلیم په هکله د ملګرو ملتونو د ادارې ېونیسکو د تیر کال رپورټ وايي په افغانستان د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده څوارلس لکه جینکۍ د زده کړو نه محرومه شوې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG