لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي د پښتون قامي جرګې جوړېدو باوجود پښتونخوا کې ترهګریز بریدونه زیات شوي


پاکستان انسټيټوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټډيز نومې ادارې، پیکس ويلي، د ستمبر په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 77 پېښې شوي، او په دې کې 47 يوازې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي
پاکستان انسټيټوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټډيز نومې ادارې، پیکس ويلي، د ستمبر په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 77 پېښې شوي، او په دې کې 47 يوازې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي

څيړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې په دې وروستيو کې د بدامنۍ پېښې زياتې شوې دي او هدف يې د امنيتي ځواکونو اهلکار دي.

څيړونکي وايي په پښتون قامي جرګه کې پرېکړه شوې وه چې وسله وال او پوځ دې د دوي د خاورې نه په دوؤ میاشتو کې ووځي خو د هغې باجود هم د بدامنۍ پېښې رپورټ کيږي۔

په 16 اکتوبر په بنو کې د پوځ او وسله والو نښته کې دوه پوځيان وژل شوي او بونېر کې په بمي چاودنه کې څلور پوليس اهلکار ژوبل شوي۔

تر دغې وړاندې په 14 اکتوبر په بنو کې په پوليس لاين د وسله والو بريد کې 4 پوليس عسکر او 5 وسله وال وژل شوي وو۔

دا بريدونه د 13 اکتوبر د پښتون قامي جرګې د پريکړو وروسته شوي چې پکې اولنۍ پرېکړه د وسله والو او پوځ د پښتنو د سیمو نه په دوؤ میاشتو کې د وتلو شوې وه.

څېړونکی اؤ خبریال حق نواز وي او اې ډیوه ته وایي"ترهګر هم دې ته تيار نه دي چې هغوي وسله کيږدي او داسې په اسانه باندې د جرګې دغې پرېکړې ته احترام وکړي.

نوموړی وایي "د حکومت يا د پوځ لخوا خو خبره شوې ده، خو اوس هغه پېښې هم هغه شان روانې دي، داسې په اسانه باندې دې سيمې نه جنګ ختمول دا پېښې ختمول اسان کار نه دی، دې د پاره به داسې نورې هلې ځلې پکار وي، او د دې خبرو د پاره يو لاره جوړول غواړي"

څيړونکي وايي د پښتون قامي جرګې د انعقاد باوجود په خېبر پښتونخوا کې په دې نزديو کې د وسله والو بريدونه يو ځل بيا سېوا شوې دي۔

پاکستان انسټيټوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټډيز نومې ادارې، پیکس ويلي، د ستمبر په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 77 پېښې شوي، او په دې کې 47 يوازې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، په 77 بريدونو کې 77 کسان وژل شوي، چې پکې 38 امنيتي اهلکار، 23 ملکي وګړي او 16 جنګيالي شامل دي۔ دې کې د زياترو پېښو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې دي.

څيړونکي وايي د افغان طالبانو په واک کې له راتلو روسته په پاکستان او په خصوصي توګه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بدامنۍ پېښې زياتې شوي دي۔

د دوي په وېنا پاکستاني طالبانو هم هغه طريقه کار خپل کړی کوم چې د افغان طالبانو په افغانستان کې د نېټو ځواکونو خلاف ؤ.

د خراسان ډایري په نوم د خبري شبکې مشر اؤ وتلی خبریال افتخار فردوس وایي" اوس هغوي (ټي ټې پي) يو نظرياتي ځاي ته رسېدلي دي۔ د يوې نظريې لاندې عمليات کوي،او بيا بيا وايي چې عام ولس سره زمونږ کوم جنګ نشته دی، او وايي چې زمونږ پاکستاني پوځ سره جګړه ده"

د پاکستان حکومت او پوځ په دې وروستیو کې د عزم استحکام په نوم د نوو عملياتو اعلان کړی ، خو د پاکستان اکثره سیاسي ګوندونو د دې نوؤ پوځي عملیاتو پرضد غږ پورته کړی وو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG