لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېنجلینا جولي: پاکستان نه د کډوالو ويستل د افغانانو په مشکلاتو کې "نوې غمیزه" ده


جولي په انسټاګرام یو پېغام کې وویل  افغانان په داسې حال کې ملک ته ستنول کېږي چې افغان مېرمنې د حقونو او تعلیم نه محرومه کړی شوي دي
جولي په انسټاګرام یو پېغام کې وویل  افغانان په داسې حال کې ملک ته ستنول کېږي چې افغان مېرمنې د حقونو او تعلیم نه محرومه کړی شوي دي

د امریکې وتلي فلمي ادارې اېنجلینا جولي پاکستان نه په "ناڅاپه" ډول د افغانانو په وېستل کېدو د خفګان اظهار کړی او ویلي يې دي چې دا د افغانانو د مشکلاتو په اوږد تاریخ کې "نوې غمیزه" یا ټرېجډي ده.

جولي په انسټاګرام یو پېغام کې وویل افغانان په داسې حال کې ملک ته ستنول کېږي چې افغان مېرمنې د حقونو او تعلیم نه محرومه کړی شوي دي.

هغې وویل دا په نړیواله کچه د انساني حقونو د بېرته تګ یو بل مثال او د افغان ولس "د مشکلاتو د اوږد تاریخ نوي غمیزه ده."

اېنجلینا جولي زیاته کړه چې د تېرو څلوېښتونو کلونو نه د زیات وخت راهسې افغانانو د جنګ او د بې کوره کېدو نه علاوه بل څه نه دي لیدلي او نړۍ ورسره د ښه سباون په اړه کړې وعدې هېرې کړي دي.

د پاکستان د دې اعلانه وروسته غېرقانوني بهرنیان دې د نومبر د وړمبۍ نېټې څخه د ملک نه ووځي د هغو افغانانو وطن ته د ستنېدو لړۍ شروع شوي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د پاکستاني چارواکو ترمځه په تېرو دوو میاشتو کې تر دوو لکو او نوي زرو پورې افغانان ستانه شوي دي.

اېنجلینا جولي وویل پاکستان د لسیزو راهسې د افغان کډوالو ملاتړ کړی خو دې خبرې "خفه کړې یم" چې افغانان په ناڅاپه ډول بېرته افغانستان ته لېږل کېږي چې په داسې افغانستان کې ژوند وکړي چې د هغې په قول ښځې په کې د حقونو او د تعلیم نه محرومه کړی شوي دي.

په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس طالبانو د ښځو په اعلا تعلیم او کار روزګار پابندۍ لګولي دي. طالبان د ښځو په اړه د خپلې تګلارې دفاع کوي، وايي ښخو د تعلیم او روزګار دپاره به د اسلام او افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG