لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډیوه ریډیو انجم بي بي اواز همیش لپاره خاموش شو


د بي بي د ناروغتیا د ورځو یو تصویر
د بي بي د ناروغتیا د ورځو یو تصویر

د وي او ای ډيوه پخوانۍ همکاره زينت انجم خټک پرون د ٧٨ کلونو په عمر کې د دې نړۍ سترګې پټې کړې. خدايی بخښلې به نن په شکاګو ښار کې خاورو ته سپارل کیږي.

د زینت خټک قلمي نوم فوزیه انجم و.

د هغې زیاتره خدمات د پښتو ادب او صحافت لپاره وو. نوموړې د څه مودي دپاره په پښتو اکیډمۍ کې استازه پاتې شوي وه او د پیښور په ریډیو سټیشن کې يي د براډکاسټرې په توگه هم کار کړی و.

فوزیه انجم په کال ٢٠٠٨ کې په واشنگټن کې د وایس اف امریکا ډیوه سره کار شروع کړو او تر اته کاله يي هلته بیلا بیل پروگرامونه کول. د خپل اصلي او ادبي نوم ترڅنگ زینت خټک په ډیوه کې د هر چا دپاره "بي بي" یا "انجم بي بي" وه.

د بي بي د مرگ خبر د امریکې په شکاگو ښارکې میشته د هغې یوې لور د ایمیل دلارې د وي او ای ډیوه د هغې پخوانو همکارانو او ملگرو سره شریک کړو.

په ارماني ایمیل کې د بي بي په تگ د لور خفگان، په واشنگټن ډي سي کې د هغې په شپو ورځو او په وي او ای ډیوه کې د هغې د خدماتو یادونه څرگنده ښکاري.

ایمیل وايي"په وي او ای کې تیر کړی وخت د هغې په خوږو یادونو کې شامل وو او تر اخیره پورې يي غوښتل چې تاسو سره یوځای شي او ټولو سره بیا کار وکړي،" د بي بي لور وویل. "مونږ د زړه نه ستاسو د ټولو شکریه ادا کوو چې د هغې مو دومره ښه خیال وساتلو او د هغې ملگرتیا مو وکړه."

بي بي يوه ښه ليکواله او شاعره وه او د میرمنو په مسلو به يي اکثره ډېر په زړه پورې ليکل کول.

"د رڼا په لور سفر" د هغې د شاعرۍ لومړی چاپ کتاب دی.

بي بي طبعاً سنجیده او په عامه توگه خاموش طبعه میرمن وه خو د طنز او مزاح حس يي هم لرلو. د امریکې په اړه یو نظم کې يي څه داسې ویلي:

پاکستان کښې چې کافر نه مسلمان وي

دلته ډیر ښه مسلمان شي امریکا کښې

ښځې واچوي حجاب شي "سسټرانې"

او سړي يي "برادران" شي امریکا کښې

او هغه مسلمانان چې دین ته شا کړي

نو خالص سره کافران شي امریکا کې

د بي بي په وارثانو کې د هغې میړه او درې واړه لوڼه دي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG