لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افراسیاب خټک او د بشرا گوهر د غړیتوبونو ځنډولو اصلي علت څه وو؟


ANP
ANP

د پاکستان یو ملت پال عوامي نیشنل گوند په خپلو دوو لوړ رتبه غړیو افراسیاب خټک او بشرا گوهر گوند ته د زیان رسولو، دگوند په نورو غړیو کې د انتشار جوړولو سخت تورونه پوري کړي دي او د گوند غړيتوبونه یې ورله ځنډولي دي.

بشرا گوهر د گوند مرکزي نایب صدره او پخوانۍ د قامي اسمبلۍ ممبره ده. هغه د پاکستان په ټيلي وژن چینلو په ساسي چارو بحثونو کې هم څېړنې کوي.

افراسیاب خټک پخوا نې سېنیټر ،دگوند د مرکزي شورا مشر ، او د پخواني رهبر عبدالولي خان نزدی ملگری وو، ښاغلی خټک د پاکستان په انگریزۍ ورځپاڼو کې په سیاسي چارو لیکل او په پښتو ژبه کې شاعري هم کوي.

د وي او ای ډیوه افراسیاب خټک او بشرا گوهر ته د غبرگون د خواستونو په ځواب کې یواځې بشرا گوهر ډیوه ته د ټلیفونه په لیکه وویل چې دا وخت هغه کومه مرکه نه شي کولی خو د ډیوه سره یې خپل هغه ځواب شریک کړو کوم چې یې گوند ته ورلیږلی وو . دغه وضاحت په ټویټر هم خپور شوی دی.

بشرا گوهر او افراسیاب خټک په بیلو بیلو لیکونو کې د گوند د مرکزي سیکتر میا افتخار نه تپوس کړی دی، چې څه قسمه سر غړونه شوېده؟ افراسیاب خټک ليکلي دي چې ستاسو الزام چې ما سر غړونه کړې خو مثال مو نه دی ورکړی. بیا لیکي ستاسو الزام گنگس دی زه د یو گنگس الزام څه ځواب وویمه؟

بشرا گوهر د خپل غړیتوب د ځنډولو په حقله د نورو رای هم په خپله پاڼه شرېکې کړي دي. هغې د حميد مندوخیل ټویټ شریک کړی دی چې واي "ددې فیصلې نه به د پښتونولۍ سیاست ته سخت زیان ورسي"

بشرا گوهر د مليحه منظور یو ټویټ هم ورکړی چې پکې په ای این پی پسې سپکه ويل شوی ده.

افراسیاب خټک ای این پي ته خپل رسمي ځواب په ټویټر پاڼه ورکړی دی.

ښاغلي خټک په یو بل ټویټ کې ویلي دي چې دا ممکن ده چې سیاسي کارکونکي د گوندونو څخه ویستل شي خو دا نه ده ممکن چې د سیاسته ویستل شي.

​ د گوند د قومي اسمبلۍ پخوانۍ غړې او د گوند یوې مرکزي مشرې جميله گیلاني د احتجاج په توگه د گوند د خپلې عهدې نه استعفا ورکړې ده​.

ای این پي ويلي دي چې دواړو مشرانو ته شو کاز ټوټسونه لیږل شوي وو خو دی غړیو په خپلو ځوابونو کې گوند مطمین نه کړی شو او د گوند مرکزي صدر اسفندیار ولي خان د گوند د ايئن د مې١١ پاڼې د ٨م باب د شق م٢ لاندې د ځانگړیو اختیاراتو په کارولو د دواړو رکنیت وځنډوو.

څو ورځې مخکې وي او ای ډیوه ته د گوند یو مهم مشر د نوم نه ښودلو په شرط ويلي وو دې دواړو د ای این پي په وسنیو تگ لارو کې بدلون غوښتلو، د سرچينې له رویه د اکتوبر په وړومبۍ نیټه په باچا خان مرکز پېښور کې د مرکزي شورا په غونډه کې افرسیاب خټک او بشرا گوهر د گوند په انتخاباتو کې د ناکامۍ زمواري په مشر اسفندیار ولي اړولی وه.

بشرا گوهر ويلي وو چې ای این پي د پښتون ژغورنې غورځنگ د ملاتړ نه کولو په سر په انتخاباتو کې ماتې وخوړه.

افراسیاب خټک د گوند په مشر د افغانستان په حقله په تگ لارې ټکونه کړي وو.

د سر چينې تر مخه هم په دغه غونډه کې اسفندیار ولي خان ددې غړیو په نيوکو بې کچه نا خوښي ښودلې وه او په خپل تقرير کې یې دواړه سخت لتاړ کړي وو.

ښاغلي اسفندیار ولي خان یا دگوند بل لوړ رتبه مشر په دې حقله څه سپيناوی نه دی کړی خو د دې دواړو د غړیتوب د ځنډولو په رسمي اعلان نامه کې ای این پي دغه خبرې ته اشارې موندل کیږي چې د مرکزي شورا په غونډه کې د مشرانو تر منځه سخت بحثونه شوي دي او د گوند د اصولو د خلاف ورزۍ یادونې یو بل ته شوي دي. البته دواړو ته د گوند د اصؤلو د خلاف ورزۍ په نوټس کې د خلاف ورزۍ څه مثال نه دی ورکړی شوی.

ډیوه ریډیو ته د گوند یو بل غړي هم ويلي دي په ظاهره د افرسیاب خټک او بشرا گوهر نيوکې د ايئن مطابق وې خو داسې ښکاري د گوند په مشرانو د دوي د وښکلو لپاره فشار وو.

دا فشار د چا له خوا وو دغه سر چینې نه ده په ډاگه کړې خو واي ددې دواړو مشرانو دریځونو د پي ټي ایم د پاکستان په پوځ تورونو ته ورته وو او دا خبره په گوند کې چاته منظور نه وه.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG