د پاکستان د پنجاب صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې دعوه کړې چې د ترهګرۍ د اندېښنو له امله یې د صوبې په بیلابیلو سیمو کې د ترهګرو اؤ وسله والو پرضد عملیات کړي چې پکې لږ تر لږه 20 ترهګر نیول شوي دي.
د سي ټي ډي د ترجمان له لوري یو بیان کې ویل چې ترهګرۍ ضد محکمې دا عملیات د استخباراتي یا خفیه معلوماتو په اساس کړي اؤ پکې د ترهګرو نه وسلې هم ترلاسه شوي دي.
په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد محکمه اؤ پولیس وخت په وخت د وسله والو اؤ ترهګرو د نیولو دعوې کوي خو زیاتره وخت څېړونکي په دې دعوؤ شکونه هم کوي اؤ وایي په پنجاب کې زیاتره عام مزدور کاره خلک پولیس اؤ سي ټي ډي ونیسي اؤ بیا یې د ترهګرو په توګه میډيا ته معرفي کوي.
خو د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف په دې وروستیو کې د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې ستاینه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې دغه محکمه زیاته فعاله اؤ توانمنه ده نو ځکه یې خپله صوبه کې د ترهګرۍ د بهیر مخه نیولې ده.
د سي ټي ډي د ترجمان په بیان کې ویل شوي چې د ترهګرو په ضد دا تازه عملیات د پنجاب په سر ښار لاهور ، فیصل اباد ، خانیوال، بهاول نګر ، راولپنډۍ ، چنیوټ، میانوالي ، ساهیوال ، شیخوپورہ ، سیالکوټ، بهاولپور او حافظ اباد کې ترسره شوي دي.
د ترهګرۍ ضد محکمې بله مخې له لاهور څخه دوه خطرناک ترهګر نیول شوي اؤ د راولپنډۍ څخه د منموهن سنګهـ په نوم ترهګر نیول شوی چې تعلق ېې د رحیم یار خان سیمې سره دی.
همدا شان بیان کې د ځېنو نورو نیول شوؤ کسانو پېژندګلو د صالح رضا،محمد ریاض،ابوبکر،بوال خان، محمد یونس اؤ عثمان په نومونو شوې ده خو دا وضاحت بیا نه دی شوی چې ددې ترهګرو تړاؤ له کومو ډلو سره ؤ ؟
سي ټي ډي دعوه کړې ده چې ترهګرو څخه یې درې لاسي بمونه، چاودیدونکي مواد اؤ نور مهمات ترلاسه شوي دي
تر دې وړاندې هم په ۷مه فرورۍ د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) دعوه کړې وه چې د پنجاب په بیلابیلو سیمو کې یې 143 عملیات کړي اؤ 15 ترهګر یې نیولي دي.
د سي ټي ډي د ترجمان ویلي وؤ، د ترهګرو پرضد دا عملیات په لاهور، سیالکوټ، ګجرات، اټک، سرګودھا، بهاولپور، جھنګ، میانوالي، چنیوټ او اټک کې شوي دي۔
سي ټي ډي دعوه کړې وه چې د لاهور عملیاتو کې یې د شمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکی د تحریک طالبان پاکستان یو خطرناک ترهګر هم نیولی خو د هغه نوم یې مخې ته نه ؤ راوړی اؤ پخپل بیان کې یې یوازې د خوارجو د ډلې څخه یاد کړی ؤ.
د پنجاب نه په لویه پیمانه د ترهګرو د نیولو دا دعوې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د کال 2021م راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې ده .
څېړنیز رپورټه ښیي چې تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه په خېبر پښتونخوا، ورپسې په بلوچستان اؤ په دریم نمبر سیند صوبه کې شوي دي خو پنجاب صوبه بیا تر ډيره حده د ترهګرۍ له روان بهیر خوندي پاتې ده.
پنجاب د ابادۍ په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده اؤ وخت په وخت څېړونکي دعوې کوي چې جنوبي پنجاب کې ترهګر اؤ تند لاري خپلې خوندي ځالې اؤ قوي مرکزونه لري .
څېړونکي وایي د جماعت الدعوه اؤ جیش محمد په څېر د نړۍ په کچه ترهګرې ګرځول شوې ډلې هم په جنوبي پنجاب کې خپلې پټې ځالې لري.
Forum