لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اینټني بلینکن یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن پرېکړه سمه وبلله


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د چارشنبې- شورو په ورځ د کانګرس د استازو اېوان د بهرنیو چارو کمېټۍ ته حاضر شو چې په وروستي ځل د جوبایډن په صدارت کې د ځینو "بدو شېبو" خصوصاً د ګډوډۍ په حالت کې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه پوښتنو ته جوابونه ووایي.

بلینکن یو خل بیا د بایډن د فیصلې دفاع وکړه او ویې ویل د افغانستان په اړه ډېرې "انتهایي د مایوسۍ اندازې غلطې ثابتې شوې" دي. د بلینکن په وینا دوی ته ویل شوي وو چې افغانستان به یو وار بیا د ترهګرو مرکز جوړ شي خو وایي‌ داسې ونه شوه:

"څنګه چې اکثره رپورټونه وایي، په ځمکه چې څه حالات دي، مونږ په هغې سترګې نه شو پټولی. حقیقت دا دی القاعده، چې په یوولسم ستمبر یې په مونږ برید کړی وو، هغوی بیا په افغانستان کې نه دي راغونډ شوي. د 2022م په اګست کې مونږ د پوځیانو ورلیږلو نه بغیر په کابل کې په هدفي برید کې د القاعده مشر اېمن الظواهري وژلی دی".

دا اورېدنه په داسې وخت شوې چې خارجه وزارت د سفارتکار په حیث د بلینکن دنده په ختمېدو ده او یواځې څو اوونۍ پاته دي چې منتخب صدر ډانالډ ټرمپ به د امریکې د 47 صدر په توګه د خپلې څوکۍ سوګند کوي.

د بهرنیو چارو د کمېټۍ د مشر په توګه دا د مایکل مکال هم وروستۍ غونډه وه او نور به په راتلونکي کانګرس کې د کمېټۍ مشري ونه کړي. د دسمبر د 11مې بحث د بلینکن او مکال دواړو تر منځ د امریکې د تر ټولو اوږدې جګړې د ختمېدو پر سر د تقریباً څلور کلونو د اختلافاتو وروستۍ نقطه وه.

د ټیکساس ریپبلکن استازي مکال په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، "دا له ناورینه ډکه پېښه د یوې ناکامې بهرنۍ پالیسۍ پیل وو چې نړۍ یې په اور کې وسوځوله" او بیا یې بلینکن ته د خبرو بلنه ورکړه:

"زه نن ستاسو د ګواهۍ هرکلی کوم او هیله لرم تاسو به له دې موقعې ګټه واخلئ او [له افغانستانه] په ناورین د را وتلو حساب کتاب ته به غاړه کښېږدئ."

دا تمه کېده چې بلینکن به د 2021م کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د را ایستلو د پرېکړې دفاع وکړي. هغه مخکې ویلي وو د بایډن انتظامیه د ټرمپ او د پخوانیو صدرانو د فیصلو له کبله "ډېره زیاته مجبوره" وه.

د امریکې خارجه وزیر اینټني بلینکن د استازو ایوان د خارجه چارو کمېټۍ ته وویل، دوی ته له افغانستانه د ځواکونو را ایستلو لوظنامه له کوم پلان پرته پرېښودل شوې وه:

"څنګه چې مونږ خپلو نیګړتیاوو ته پام کوو، زه پوخ یقین لرم چې له افغانستان نه د پوځ را ایستلو په اړه د صدر فیصله صحیح وه. د امریکې پوځیان نور په افغانستان کې جنګ نه کوي او نه مري. د امریکې ولس لا نور زیات محفوظ دی".

بلینکن د کانګرس د کمېټۍ پوښتنو ته د استازو اېوان د ریپبلکن غړو له هغه سخت رپوټ څو میاشتې وروسته وړاندې شو چې پکې د پلټنو په بنیاد له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بیړنۍ او د جګړې په پای کې د تباه کوونکې انخلا پړه د بایډن پر انتظامیه ور اچول شوې ده.

که څه هم ټرمپ د خپل ځانګړي استازي زلمي خلیلزاده په وسیله له طالبانو له افغانستانه د وتلو تړون لاسلیک کړی وو، خو د ریپبلکن استازو په رپوټ کې په ګډوډۍ سره د امریکایي ځواکونو د وتلو په ناکامیو کې د ټرمپ رول ته ګوته نه ده نیول شوې.

په رپوټ کې د ټرمپ د 2020م کال د انخلا له تړون وروسته د اخري میاشتو پوځي او د ملکي حکومت ناکامیو ته اشاره شوې ده چې د 2021م کال د اګست پر 30مه د وروستيو امریکایي چارواکو له را وتلو پینځلس ورځې مخکې د دې سبب شوې چې د امریکې بنیادپرستو طالب دښمنانو ټول هیواد بیرته ونیو.

په ګډوډۍ د امریکایي ځواکونو را وتل د دې سبب شول چې ډېر امریکایي وګړي، د جګړې په ډګر کې د امریکې افغان متحدین، ښځینه فعالې او نور د طالبانو له خطر سره مخ کسان په هغه هېواد کې پاته شول.

د کانګرس تر رپوټ مخکې په مخکینیو پلټنو او تجزیو کې د تېرو څلورو صدرانو د انتظامیو منظمې ناکامۍ ته اشاره شوې ده او دې نتیجې ته رسیدلي دي چې بایډن او ټرمپ په دې کې تر ټولو زیات ذمه وار دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG