لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر اشرف غني : ایران او امریکا دې خپلې ستونزې د خبرو دلارې هوارې کړي


ولسمشر اشرف غني ویلي ایران او امریکا دې تاوتریخوالۍ کم کړي او خپلې ستونزې دې دخبرو دلارې هواره کړي.

د ارګ د بیان ترمخه ولسمشر اشرف غني دامریکا متحدو ایالتونودبهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره په ټیلیفوني اړیکه کې ویلي سره له دې چې افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون لري خو هیڅ یوه هیواد ته به اجازه ورنه کړي چې دکوم بهرني هیواد پرضد له افغان خاورې ګټه پورته کړي.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرو دانش وايي د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ کړکیچ په مرکزي اسیا کې د یو پیچلی سیاسي اوامنیتي حالت د رامنځته کیدو سبب شوی دی.

دانش وايي امریکا متحده ایالت دافغانستان یوستراتیژیک ملګری هیواد دی او ایران هم یو له هغو ګاونډیو هیوادونو څخه دی چې له افغانستان سره دملګرتیا تاریخي اړیکې لري.

د ولسمشر غني دویم مرستیال د اساسي قانون د ۱۶ کلیزې دلمانځلو مراسمو ته نن د شنبې په ورځ ویلي دنړیوالو اصولو اود متقابل احترام پربنسټ به دافغانستان حکومت ټولو هیوادونو سره دوستانه اړیکو ساتلو ته به دوم ورکوي.

دانش وايي ټولو نږدې او لرې هیوادونواوپه ځانګړې توګه خپلو ګاونډیو هیوادونو ته اطمینان ورکوم چې له افغانستان څخه د نورو هیوادونود ګټو پرضد به استفاده نه کیږي او چاته به اجازه هم نه ورکو چې د افغانستان ملي ګټو په پام کې نه نیولو سره له افغانستان څخه دنیابتي جګړې په توګه ګټه واخلی.))

د امریکا متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ دتازه تاوریخوالي په رامنځته کیدو افغانستان ولسمشر اشرف غني هم اندیښنه څرګنده کړې ده.

په ورته وخت کې دافغانستان اجراییه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله دامریکا په برید کې دایراني جنرال قاسم سلیماني په وژل کیدویې دایران ملت ته تسلیت مراتب دوړاندې کولوپه ګډون ویلي چې ایران او امریکا دافغانستان ملاتړي او نږدې دوست هیوادونه دي.

عبدالله عبدالله په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي افغانستان د ترهګرۍ او دتاوتریخوالي قرباني هیواد دی اوله همدې امله په سیمه ییزه او بین المللي اړیکو کې له تاوتریخوالي څخه د ډډې کولو غوښتنونکی دی.

عبدالله عبدالله هیله ښودلې چې وروستۍ پیښې په افغانستان کې زمونږ دهیواد د دوستو هیوادونواو متحدانو په وضعیت اثر ونه کړي.

دافغانستان پخواني ولسمشرحامدکرزي، داحمد شاه مسعود بنیاد مشر احمدولي مسعود د ولسې جرګې پخواني غړي لطیف پدارام په عراق کې دایران د مشهور پوځی جنرال وژل کیدل غندلي دامریکا لخوا شوی برید یې دنړیوالو اصولو او دسیمې دسولې او ثبات خلاف عمل ګڼلی دی.

دواشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې وروسته له هغې دخرابیدو اخري پړاو ته ورسیدې چې پرون د جمعې په ورځ امریکا په عراق کې دایران سپاه پاسداران مهم قومندان قاسم سلیماني او دهغه مرستیال په هوايي برید کې له منځه یوړل.

امریکا وايي په عراق او تهران کې د سفارتونو باندې وروستي ترسره شوي بریدونه اود تاوتریخوالي ډکې مظاهرې دایران حکومت لخوا پلان شوې وې او له همدې امله داحالت ورته دمنلو وړ نه و

ایراني چارواکو په عراق کې دسپاه پاسدران اړوند قاسم سلیماني په وژنه غبرګون ښودلی او له امریکا څخه یې د غچ اخیستو ګواښ کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG