په شام کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شوو او ۱۵ نور کسان زخمیان شول.
چاودنه د شام د شمالي ښار منبج په مضافاتو کې د هغه ګاډي سره نږدې وشوه چې زرعي کارکوونکي په کې سواره وو.
د شهري دفاع د محمکې چارواکو وویل په چاودنه کې ۱۴ ښځې او یو سړی ووژل شو.
د امدادي کارکوونکو په قول چاودنه کې ۱۵ ښځې زخمي شوي دي او د ځینو حالت سخت دی.
په شام کې د انساني حقونو او جنګ د څارنې ادارې سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل په چاودنه کې ۱۸ ښځې او یو سړی وژل شوی دی.
منبج د شام په شمال مشرقي صوبه کې پروت ښار دی او د ډسمبر په میاشت کې د صدر بشارالاسد حکومت د نسکورېدو وروسته هم په سیمه کې تشدد دوام لري او د ترکي حمایت یافته سیرین نېشنل ارمي او د امریکې حمایت یافته سیرین ډېموکرېټېک فورسز یو بل سره په جنګ دي.
Forum