لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوات کې د پولیس په مرکز کې چاودنو لږ تر لږه اته کسان وژلي


د سوات ضلع د پولیس مشر ډي پي او شفیع الله ګنډاپور د وي او ای ډیوه خبریال فیاض ظفر ته د کبل په پولیس لاین کې د سي ټي ډي تاڼې دننه د چاودنو تصدیق وکړو
د سوات ضلع د پولیس مشر ډي پي او شفیع الله ګنډاپور د وي او ای ډیوه خبریال فیاض ظفر ته د کبل په پولیس لاین کې د سي ټي ډي تاڼې دننه د چاودنو تصدیق وکړو

په سوات کې د ترهګرۍ ضد د پولیس په تاڼه کې د ګل، دوشنبې، په ماسخوتن دوه چاودنې وشوې او پولیس په کې لږ تر لږه د اتوو کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د خېبرپښتونخوا د پولیس مشر اختر حیات وویل په سمدستي ډول دا نه ده معلومه چې چاودنې د څنګه شوي.

حیات وویل د پولیس په دفتر کې د ګوله بارودو یو زوړ ګودام هم و او پولیس تحقیقات کوي چې ایا چاودنه په دغه ذخیره کې شوې او که دا د وسله والو حمله وه

حیات وویل وژل شوي زیاتره کسان پولیس دي.

په سوات کې د وي او ای ډیوه خبریال فاض ظفر وايي په چاودنو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان زخمیان شوي هم دي.

د سوات ضلع د پولیس مشر ډي پي او شفیع الله ګنډاپور فیاض ظفر ته د کبل په پولیس لاین کې د سي ټي ډي تاڼې دننه د چاودنو تصدیق وکړو.

د چاودنو له امله د تاڼې او د نژدې جومات ودانۍ وغورځېدلې.

ګنډاپور د چاودنو نوعیت او په کې د ممکنه مرګ ژوبلې شمېره او نور اړونده تفصیل شریک نه کړو.

په سمدستي ډول نه ده معلومه چې ایا د چاودنو ذمه واري چا منلې او که نا؟

په ورستیو ورځو کې په خېبرپښتونخوا کې په پولیس ګڼ شمېر حملې شوي او ځینې پکې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، منلي.

څه موده مخکې په سوات کې په ولسي کچه سیمه کې د امن دپاره لاریونونه هم شوي او حکومت نه په کې غوښتنې شوې چې په سوات کې دې د امن او امان صورتحال خرابېدو ته نه پرېږدي.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG