لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې مرستیال صدر د میونخ په غونډه کې یورپي متحدینو ته د "داخلي خطر" خبرداری ورکړ
تازه خبر

د امریکې مرستیال صدر د میونخ په غونډه کې یورپي متحدینو ته د "داخلي خطر" خبرداری ورکړ


د امریکې مرستیال صدر جې ډي وېنس د جرمني د میونخ ښار په امنیتي کانفرنس کې خپلو یورپي متحدینو ته "داخلي خطر" ته د مخامخ کېدو خبرداری ورکړ او ویې ویل یورپي حکومتونه ډېر سخت سنسرشپ استعمالوي او "له کنټروله بهر مهاجرت" په مناسب مخنیوي کې ناکامه شوي دي.

ښاغلي وېنس د جمعې په ورځ وویل، "د یورپ په وړاندې کوم خطر چې زه ډېر اندېښمن کړی یم هغه روس نه دی، چین نه دی، دا کوم بل بهرنی قوت نه دی، هغه څه چې زه یې په اړه اندېښمن یم داخلي خطر دی، د یورپ له ځینو بنیادي ارزښتونو او له امریکې سره شریکو ارزښتونو څخه په شا کېدل دي."

وېنس د نېټو د متحد هېواد رومانیا غندنه وکړه ځکه چې وایي په وروستیو کې یې د روس د غلطو معلوماتو د ثبوت له امله د صدارتي ټاکنو نتیجو منسوخ کړې وې. هغه وویل:

"که ستاسو جمهوریت د کوم بهرني ملک د څو لکه ډالرو په ډیجیټل اعلانونو تباه کېدای شي، نو دا له پیله دومره مضبوط نه وو. زه به له خپلو یورپي ملګرو وغواړم چې یو څه نظر ولري."

د امریکې د مرستیال صدر له وینا داسې هم ښکاریده چې ګواکې د هغو ښي اړخو ګوندونو ملاتړ کوي په کومو باندې چې په یورپ کې له حکومتونو سره پر یو ځای کېدو بندیز لګېدلی دی. ښاغلي وېس وویل:

"جمهوریت په دغه مقدس بنیاد باندې ولاړه ده چې پکې د خلکو غږ مهم دی. فایروال ته هیڅ ځای نه شته."

جې ډي وېنس یورپ او امریکې ته د ټولو ور پېښو مهمو چېلنجونو په اړه وویل، "تر کډوالۍ زیاته بله لویه ستونځه نه شته."

وېنس په میونخ کې د پنجشنبې- زیارت برید ته اشاره وکړه چې یو افغان وګړي د خلکو په ګڼه ګوڼه موټر وروست او لږ تر لږه 30 کسان یې ټپیان کړل او له دې کبله یې "په ټول براعظم او ټوله نړۍ کې د نورو سیاستوالو د شعوري پرېکړو په لړۍ" تور ولګاوه.

د امریکې د 40 کلن مرستیال صدر وینا د میونخ کانفرنس مشران او اعلی چارواکي له حیرانۍ سره مخ کړل، ځکه چې هغوی تمه درلوده وینس اوکراین او روس ته ټول پام واړوي، خو هغه پر دې شخړه یواځې یوه لنډه خبره وکړه.

وېنس وویل د ټرمپ انتظامیه "د یورپ د امنیت په اړه ډېره اندېښمنه ده او په دې باور لري چې موږ کولای شو د روس او اوکراین تر منځ معقولې روغې جوړې ته ورسېږو".

جېمز ډېویډ وېنس په خپل اولني بهرني سفر کې دې نړیوالې غونډې ته وویل، "موږ په دې هم باور لرو چې په راتلونکو کلونو کې دا مهمه ده چې یورپ د خپل دفاع لپاره په لویه کچه ګامونه واخلي."

د وېنس له وینا وروسته د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیسټوریس د یورپي پالیسیو په اړه د وېنس کردارنګاري رد کړه او ویې ویل، "که زه د ده په خبره سم پوه شوی یم نو هغه د یورپ د ځینو برخو حالات د آمرانه سیمو له حالاتو سره برابروي، دا د منلو وړ نه ده."

د امریکې مرستیال صدر جې ډي وېنس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل پلاوي سره یو ځای د جمعې په ورځ د میونخ کانفرانس په څنډه کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره هم ولیدل.

صدر زلنسکي پر خپل ایکس لیکلي له امریکایي پلاوي سره په خبرو کې یې "مهم مسایل حل کړل" او وایي حکومت یې تیار دی چې ژر تر ژره د یوې "ریښتینې او باوري سولې" په لور حرکت وکړي:

"موږ د صدر ټرمپ ارادې ته ژور ارزښت ورکوو، چې کولای شي د جګړې په بندولو او د اوکراین لپاره د انصاف او امنیت د ضمانتونو په خوندي کولو کې مرسته وکړي".

ټاکل شوې چې صدر ډانلډ ټرمپ په دې اونۍ کې د روس له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره په اوکراین کې د دې اوږدې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي چې د فرورۍ په 24مه درې کاله پوره کېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG