لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حمدالله ارباب واي ممکن ده حمله ورباندې هغو کړي وي چې د افغانستان په شر کې یې خېر دی


د مرګ د خلې نه د وتي افغان انځورګر حمدالله ارباب حوصله لوړه او همت په ځای ښکاري. د هغه په خیال مستقبل ته امیدوار دی او د وطن سوله یې ارمان دی.

حمدالله ارباب​ د افغانستان وتلی​ انځورګر او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړی​ دی.

په نومیالی انځورګر د اکتوبر په څلورمه په کابل کې بمي حمله شوې وه چې دی په کې په خپله روغ وتی ؤ خو ډرایور عمر یې وژل شوی ؤ.

د ښاغلي ارباب په کار کې تل امن سیمبولایز شوی وي. د هغه په جوړو زیاترو پینټینګونو کې د جګړه ځپلي افغانستان بې وځلۍ په ځانګړې توګه د ښځو بې وسیو ته د اشارې نه پرته د پرامنه سبا هیله لیدل کیږي. د ارباب په کار کې ښکاره تهیم د تشدد نه کرکه او د امن ارزو ده.

“زه خو د امن پلوي یم، نو نه یم خبر چې په ما حمله ولې وشوه”؟
“زه خو د امن پلوي یم، نو نه یم خبر چې په ما حمله ولې وشوه”؟

په ځان د حملې ورستو ارباب حمدالله وي او ای ډیوه ته وویل: “زه خو د امن پلوي یم، نو نه یم خبر چې په ما حمله ولې وشوه”؟

د ارباب په خیال کیدی شي حمله ورباندې هغه چا کړي وي چې د افغانستان په شر کې یې خېر وي هغه وویل:

“زما کار خو د اظهار یوه پرامنه وسیله ده. زما کار خو د پوزې وینې کول نه دي”

ارباب که څه هم د مرګ د خلې نه وتی دی خو حوصله یې اوچته ښکاري:

“امن پکار دی، ژوند پکار دی،مستقبل ته امیدواره یم، مونږ جګړې ځپلي یو، زمونږ ارمان سوله ده، هڅه به جاري ساتو”

“امن پکار دی، ژوند پکار دی،مستقبل ته امیدواره یم، مونږ جګړې ځپلې یو، زمونږ ارمان سوله ده، هڅه به جاري ساتو”
“امن پکار دی، ژوند پکار دی،مستقبل ته امیدواره یم، مونږ جګړې ځپلې یو، زمونږ ارمان سوله ده، هڅه به جاري ساتو”

په ښاغلي ارباب دا حمله په داسې کې حال کې شوی چې په دوحه قطر کې د افغان حکومتي چارواکو او طالب وسله والو تر منځ د سولې خبرې اترې روانې دي. په ارباب د حملو نه پرته د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د حملو لړۍ روانه ده.

د ارباب په کار کې ښکاره تهیم د تشدد نه کرکه او د امن ارزو ده.
د ارباب په کار کې ښکاره تهیم د تشدد نه کرکه او د امن ارزو ده.

په هغه د حملې په خبر په ټولنیزو رسنیو په لویه کچه د سختې خواشینۍ څرګندونې شوي دي.

حمدالله ارباب په ځان د حملې حال د ډیوه خبریال رحمان بونیري ته ویلی دی

حمدالله ارباب واي ممکن ده حمله ورباندې هغو کړي وي چې د افغانستان په شر کې یې خېر دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:18 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG