لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په ۲۰۱۹ کې طالبان د دنیا تر ټولووژونکي ډله وه


د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو ترمنځ لاس لیک شوي معاهدې ترمخه طالبانو د افغان حکومت سره د سولې خبرې شروع کړي خو ډز بندۍ ته نه دي راضي شوي او افغان چارواکي وايي طالبانو تشدد لا نور هم زیات کړی دی
د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو ترمنځ لاس لیک شوي معاهدې ترمخه طالبانو د افغان حکومت سره د سولې خبرې شروع کړي خو ډز بندۍ ته نه دي راضي شوي او افغان چارواکي وايي طالبانو تشدد لا نور هم زیات کړی دی

په نړیواله کچه د ترهګرۍ په صورتحال یو رپورټ کې ویل شوي چې تېر کال د افغانستان طالبان د دنیا تر ټولو خونړۍ ډله وه.

په تندورۍ نظر ساتونکي د وي او ای د انګریزۍ څانګې اېکسټریمزم واچ د طالبانو په اړه دغه څرګندونې په اسټرېلیا کې د انسټېټیوټ فار اکنامکس اېنډ پیس څېړنې ادارې په نړیواله کچه د ترهګرۍ په کلیز فهرست یا ګلوبل ټېررازم اېنډکس کې کړي دي.

طالبان او په افغانستان کې خطرات

جي ټي ايي وايي د ترهګرۍ حملو د امکان په لړ کې افغانستان کې د دنیا تر ټولو خطرناک ملک دی. اداره وايي په کال ۲۰۱۹ طالبان د دنیا تر ټولو خونړۍ ډله وه.

دغه رپورټ ته د طالبانو کوم دریځ مخې ته نه دی راغلی.

د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو ترمنځ لاس لیک شوي معاهدې ترمخه طالبانو د افغان حکومت سره د سولې خبرې شروع کړي خو ډز بندۍ ته نه دي راضي شوي او افغان چارواکي وايي طالبانو تشدد لا نور هم زیات کړی دی.

په مغربي ملکونو کې سخت دریځي

په جي ټي ايي کې وېل شوي چې په تېرو پنځو کلونو کې د سخت دریځه سپین پوستو په ترهګرۍ کې د خلکو د وژل کېدو شرح کې ۷۰۹ فیصد اضافه شوي ده خو تېر کال د ترهګرۍ په نورو قسمونو کې چې د سخت دریځه اسلامي وسله والو حملې پکې هم شاملې دي، خلکو د وژل کېدو شرح ۱۵ فیصد کمه شوي ده.

د ۱۰۹ پاڼو (ورقو) په رپورټ کې وېل شوي د تېرو پنځوو کلونو یو پرېشان کن رجحان دا دی چې د ښي لاس سخت دریځه سیاسي ترهګرۍ کې اضافه شوي ده که څه هم د نورې ترهګرۍ په مقابل کې د حملو مجموعي تعداد یې زیات نه دی.

ګلوبل ټېررازم اېنډکس وايي د ښي لاس سخت دریځه ترهګري د ګس لاس (چپ لاس) ترهګرۍ نه زیات مهلک خو په مغربي ملکونو کې د اسلامي وسله والو ترهګر حملې زیاتې زیانمې وي.

په رپورټ کې وېل شوي تېر کال، په ۲۰۱۹، د ښي لاس سخت دریځه وسله والو په حملو کې ۸۹ کسان ووژل شوو چې ۵۱ کسان پکې د نیوزي لېنډ د کرایس چرچ ښار په دوو جوماتونو کې کې وژل شوي دي.

د جي ټي ايي د فهرست ترمخه د ۲۰۰۲ راهسې د ښي لاس د سخت دریځانو په ۳۳۲ حملو کې ۵۰ فیصد په امریکا کې، په جرمني کې ۴۸ پېښې او په برطانیه کې ۳۵ پېښې شوي دي.

په واشنګټن کې د امریکې یونیورسټۍ د ښي لاس سخت دریځه ترهګرۍ په اړه څېړنه کوونکي کېرولېن ګېلهر وايي په روایتي توګه د ښي لاس ترهګرۍ حملې په انفرادي توګه ترسره کېږي.

کېرولین ګېلهر وايي چونکه د ښي لاسه سخت دریځان زیاتره حملې په انفرادي توګه په خپل سر کوي نو په داسې ډول حملو کې د تلفاتو شمېر کم وي د دې په مقابل کې د داعش په رنګ ډلې د یو پوځ په څېر فعالیت کوي.

د داعش په حملو کې کموالی

د جي ټي ايي فهرست وايي په ۲۰۱۹ کې د مخکې کال په مقابل کې د داعش حملو کې ۴۰ فیصد کموالی شوی دی.

په تندروۍ نظر ساتوونکي د وي او ای د انګریزۍ څانګې اېکسټریمزم واچ وايي د نورو ډلو په مقابل کې د داعش په حملو کې د کموالي لوی سبب په شام او عراق کې د داعش د خلافت ختمیدل دي.

جي ټي ای وايي که څه هم داعش په عراق او شام کې کمزوری کړی شوی دی خو د ډلې مرکزي قوت په افریقا کې وجود لري چې په ۲۰۱۹ کې یې دلاسه د وژنو شرح د وړاندې کال په مقابل کې ۶۸ فیصد اضافه شوي ده.

نوي خطرات

د اسټرېلیا د انسټېټیوټ فار اکنامکس اېڼد پيس مشر سټیو کېلېلیا د شورو، چهارشنبې، یو بیان کې وویل په داسې مهال چې نوي لسیزه شروع کېدونکي ده د ترهګرۍ نوي رجحانات او خطرات لیدل کیږي. هغه وویل په مغربي ملکونو کې د ښي لاس سخت دریځي او په افریقا کې د حالاتو خرابېدل یې مثالونه دي.

هغه وویل په فرانس او اسټریا کې ورستیو حملو څرګنده کړې چې وړې (کوچنۍ) ډلې چې د داعش حمایت اود فلسفې یې پلوي کوي اوس هم فعاله دي.

کېلېلیا وویل د پوځي تکلارې نه زیاته ضروري خبره د ترهګرو د نظریاتو مخه نیول دي. هغه وویل پکار ده چې د وسله والو مطبوعات او په انټرنېټ سماجي رابطې یې ماتی کړی شي، مالي وسایلو یې مخه ونیول شي او د پلویانو تعداد دې یې کم کړی شي.

یادونه: دا رپورټ په تندورۍ نظر ساتونکي د وي او ای د انګریزۍ څانګې اېکسټریمزم واچ تیار کړی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG