لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کنیډا کې د نامتو پښتون ملت پالانو باچاخان، عبدالولي خان او اجمل خټک په یاد کې غونډه شوې


لومړی ځل دی چې د نامتو پښتون ملت پالو سیاسي مشرانو په یاد کې په کنېډا کې یوه غونډه شوې، غونډه د پاکستان د پښتون ملت پال عوامی نېشنل ګوند کنېډا څانګې جوړه کړې وه.

غونډې ته وینا والو وویل د باچاخان او د هغه پیروکاران خواهش لري چې پښتانه د عدم تشدد د فلسفې د سیوري لاندې د پرامنه سیاسي جدوحهد په زریعه پښتو ته حقونه وګټي.

د پاکستان او افغانستان د میلینونو په شمېر کې پښتانه د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې مېشت دي او یا روزګارونه لري او دا شان غونډې له پاکستانه بهر د نړۍ په نورو هیوادونو لکه سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو او برتانیه کې وخت په وخت کوي. خو په کنېډا کې د درې سترو پښتنو په یاد کې په یوه ورځ دا د خپل نوعیت لومړې غونډه وه.

د ډیوه سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند کنیډا څانګې صدر شیر اکبر خان وویل په کنېډا کې د پښتنو مشرانو په یاد کې دا غونډه دراصل ددې مشرانو د شریک تلین لمانځلو دستوره وه:

“که څه هم د باچاخان، ولي خان او اجمل خټک د تلین نېټې بېلې بېلې دي خو دلته ځان ځانله غونډې جوړول یو مشکل کار ؤ ځکه مونږ فیصله وکړه چې دا دستوره په یوه ورځ د فبرورۍ په 13 مه وکړو”

هغه وویل که څه هم په کنېډا کې زیاتره مېشت پښتانه دغه هیواد ته د تعلیم یا روزګار په نیت تلي خو وس پکې یو شمېر کورنیو ددغه هیواد تابیعت هم تر لاسه کړی او د کنېډا د قانون تر مخه دغه شان غونډې کول د کنیډا د هر شهري قانوني حق دی:

”مونږ غوښتل چې په کنېډا کې مېشت نوی کول هم د پښتنو سیاسي مشرانو له پیاوړي رول څخه خبر کړو.”

د شمالي امرېکې ستر هیواد کنیډا په کلگرۍ ښاریه کې تېر کال هم د باچا خان په نوم دنومبر په 18 مه یو ماښامې لمانځل شوې چې ورته د “باچا خان نایټ” نوم ورکړی شوی وو.

خان عبدالغفار خان د برتانیوي پیښور د اوتمانځو په سیمه کې د باچا خان د کتاب زما ژوند او جدوجهد تر مخه په 1890 کې زیږیدلې و.

هغه په 20 جنورۍ 1988 کې مړ شو او د افغانستان په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د باچا خان خپل نوم عبدالغفار خان وو خو مشهور په باچاخان، خدایي خدمتگار، خان بابا یا فخر افغان وو. هغه ته جمعیت علما هند د ریس الاحرار خطاب هم ورکړی و.

دپښتنو مورخینو په خیال هغه د برتانیوي حکومت د ظلمونو او د خلکو د کلتور د سپکاوي په ضد عملي مبارزه کوله. د جینکو او هلکانو لپاره یې سکولونه جوړول .باچا خان د پښتنو د ازادۍ او استقلال یو فعال مشر و.

باچاخان په 1920 کې د اصلاح افاغنه تحریک بنیاد کېښودو کوم چې ورستو په 1928 د خدايي خدمت گارتحريک په نوم بدل شو.

په هغه د ډاکټریټ اووه ډگریانې شوي دي او هغه ته پکې د شلمې پیړۍ لوی بشر دوست او خداي خدمتگار ویل شوي دي.

عبدالولي خان د باچا خان زوی ، د عوامي نېشنل ګوند صدر او د پاکستان د پارلېمان غړی ؤ.

هغه په پاکستان کې د مارشل لايي حکومتونو په ضد په تحریکونو کې د بشپړ کردار په سر زندانی شوی هم ؤ. ولي خان په 1917 کې د جنورۍ په 11 زېږېدلې او په 2006 کې د جنورۍ په 26 مړ شوی ؤ.

اجمل خټک هم د باچاخان د تحریک عدم تشدد منونکی ؤ، ښاغلی خټک هم د عوامي نیشنل ګوند صدر او د پاکستان د پارلېمان غړی ؤ. هغه د ژوند په اخري ورځو کې د نېشنل عوامي ګوند په نوم خپل ګوند هم جوړ کړی ؤ. د اجمل خټک یوه بله اهمه پېژندګلیو د هغه په پښتو ژبه کې انقلابي شاعري وه.اجمل خټک د سپټمبر په 15 په کال 1925 کې زېږېدلې او په 7 فبرورۍ 2010 کې مړ شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG