په بلوچستان کې کرونا وایرس 11 تنه نور وھلي چې ورسره په صوبه کې د کرونا وایرس د مریضانو شمېر 202 ته ورسیدړو.
د صحت د صوبايي محکمې تازہ رپورټ ښایي په ناروغانو کې د ډاکټرانو 15 او د عامه روغتیا 3 کارکونکي او د صحت محکمې د کرونا وایرس ځانڰړي سیل 6 تنه ھم شامل دي۔
له بلې خوا ینڰ ډاکټرز ایسوسي ایشن (ځوان ډاکټرانو اتحادیه) د ایالت په روغتونونو کې د ھر ډول کار کولو بایکاټ وکړ ۔
د ګل، دوشنبې په ورځ په کوټه کې د ډاکټرانو او د پولیسو ترمنځ د تاؤ تریخوالي او د تشدد پېښه رامنځته شوہ.
ډاکټرانو د کوټې له سیول روغتون څخه د صوبې د اعلا وزیر جام کمال تر دفتره لاریون وکړو، کله چې احتجاج کونکي ډاکټران ، ھیلتھ ورکرز او نرسز د اعلا وزیر دفترمخ ته ورسیدل نو د پولیسو او د احتجاج کونکو تر میان شخړہ رامنځ ته شوہ.
د شخړې پر ضد د ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر یاسر اڅکزي په خبري کانفرنس کې وویل د احتجاج په توڰه نور په روغتونونو کې کار نه کوي.
د اڅکزي په خبرہ د دوی تر سل زیاته ملڰري پولیسو نیولي دي “ ډاکټرانو پر امن احتجاج کاوہ ، له کرونا وایرس د ځان ژغورنې ځانڰړې طبي جامې، (پي پي اي)ماسکونه ، سرجیکل ڰلوز او د ناروغو ډاکټرانو د ایسولیشن ځای مو له حکومت څخه غوښت ، خو پولیسو ووھلو او زموږ ملڰري یې ونیول ، حکومت زموږ د خدمتونو دا سله راکړہ؟”۔
ښاغلي د ملڰرو تر خلاصیدو ، د ځان خوندي ساتلو جامې او آلات ، او د صحت محکمې د سیکر تر له دندې د ڰوښه کولو غوښتنې تر منلو پورې د کار نه کولو اعلان وکړ۔
د پنجاب ایالت د ډاکټرانو او د بلو چستان ایالت د تاجرانو اتحادیې د بلوچستان د ډاکټرانو غوښتنې جایز بللې او له حکومت څخه یې د منلو غوښتنه کړې، د دوی په خبرہ که حکومت و نه مني په لوی احتجاج به لاس پورې کړي۔
د بلوچستان د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه په خبرہ “ احتجاج کونکو په اخر وخت تششدد شروع کړ ځکه ولیسو نیولي ،خو پولیسو تشدد نه دی ورباندې کړی” ۔
تر دې وړاندې ھم ډاکټرانو له حکومت څخه له کرونا وایرس د ځان خوندي ساتلو خصوصي جامې ، طبي اسباب ، او د کنټرکټ ډاکټرانو د پرمننټ کولو سفارښتونه کړي ۔
د ایالت د اعلا وزیر جام کمال له لوري په یو جاري کړل شوي بیان کې لیکل شوي چې د احتجاج کونکو غوښتنې حکومت مني، خو د ډاکټراونو ځینې غوښتنې ناقانونه دي ۔ خو بیان کې دا ندہ څرڰندہ شوې چې کومې غوښتنې ناقانونه دي۔
په خپارہ شوي بیان کې لیکل شوي چې حکومت د ایالت و روغتونونو ، کرونا وایرس قرنطین او ایسولیشن مرکز ونو ته 13 زرہ ماسکونه او 2850 پي پي اي کټس(له وایرس د ځان ژغورنې ځانڰړې جامې) ورکړې،
له اسلام آباد او له چین چخه نور اسباب رارسیدلي ، ډاکټرانو او د صحت و کارکونکو ته به ډېر ژر ورکول شي ۔
خو ډاکټران وایي حکومت لېږ او ناکارہ ، تر وخت تېر اسباب ورکړي دي ۔
د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاہواني په خبرہ په ایالت کې د ډاکټرانو شمېر 6000، شپږ زرہ دی ۔
د صحت د ایالتي محکمې تازہ رپورټ دا ھم ښایي چې د کرونا وایرس وھلي 63 تنه له 14 ورځو ایسولیشن کولو ورسته جوړ شوي او خپلو کورونو ته لېږل شوي دي۔