د بلوچستان سرښار کوټه فاطمہ جناح روغتون مشر ډاکټر نورالله موساخېل وي او ای ډیوه ته پخلی کړی، تیره اونۍ د ایران څخه کوټه ته راغلی یو ځايي ۷۰ کلن تن تیره شپه ژوند د لاسه ورکړی چې دا په بلوچستان ایالت کې د کرونا د لاسه د چا د مرګ لومړۍ پېښه ده.
نوموړي ویلي دغه ناروغه تن د روانې میاشتې په ۱۹ممه نېټه دغه هسپتال ته علاج له راوړل شوی وو. او وړاندې د کوټه ښار په شیخ زید هسپتال کې داخل وو.
ډاکټر نورالله زیاته کړہ چې د دغه تن مړي ته به د هسپتال ځانکړي ډله غسل ورکوي او وروسته به یې د کفن وروسته ځانګړي پلاسټک او بیا ځانګړي تابوت کې بندوي چې وروسته د دغې به يې خپل خپلوان لیدلی شي.
د ښاغلي موساخیل په خبرہ د مړي جسد د ھغه و کور ته د وړلو اجازت نشته، په روغتون کې به د مړي دید او اخیرني ټول رسومات تر سرہ کېږي او ورستو به یې په ځانڰړي ایمبولینس کې ھدیرې ته وړي.
ډاکټر موساخېل وایي د مړہ شوي تن د استعمال ټول شیان، جامې او د روغتون بستر به د سوځولو په ماشین کې سوځوي.
د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاہواني په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کرونا په مرض اخته کس د مرڰ خبر په زړہ خفه کړی. نوموړي لیکلي چې مریض د کوټې په فاظمه جناح چیسټ روغتون کې تر درملنه لاندې وو، شاہواني مړي لپاره دعا او کورنۍ ته یې د صبر دعا کړې۔
د بلوچستان د عامې روغتیا د محمکې مشر ډاکټر فھیم په وینا په بلوچستان کې د کرونا وایرس د مریضانو شمېر ۱۰۸ دی.
بلوچستان کې د کرونا وایرس د لومړي ناروغه تن د مرګ وروسته په دغه ایالت کې د ناروغانو شمیرنه ۱۰۷ شوه.
په پاکستان کې د کرونا وائروسو ناروغي په چټکټیا سره دخوریدو په حال کې ده اؤ تر اوسه په ټول پاکستان کې د کرونا وایرس دناروغانو شمیره ۷۶۰ نه سېوا شوې.
پاکستان کې د کرونا ټولې پېښې: ۷۶۱
د مړو شمیره: ۵
سند : ۳۳۳
پنجاب: ۲۲۲
بلوچستان: ۱۰۷
ګلګت بلتستان: ۵۶
خېبر پښتونخوا ۳۱
اسلام اباد: ۱۱