د پاکستان پوځ وايي، پرون په څلورم مارچ چې د بنو په پوځي چاوڼۍ کوم بريد شوی، د بريد کوونکو سره نښته کې د پاکستان د پوځ پينځه عسکر وژل شوي او بريد کې 13 ملکي وګړي وژل شوي او 32 نور ژوبل شوي وو. پوځ په بريد کې د افغان وګړو د ککړتيا دعوه هم کړې ده.
د پاکستان پوځ د پروني بريد په اړه نن په پينځمه فرورۍ جاري کړي بيان کې وويل، بريد کوونکو غوښتل چې د چاوڼۍ امنيت مات کړي خو امنیتي ځواکونو په چټکتيا سره د دوی پلان شنډ کړو، او بريد کوونکو بيا د بارودي موادو دوه ډک ګاډي د ديوال نه تمبولي دي.
پوځ ویلي، د څلورو ځانمرګو بريد کوونکو په ګډون ټول 16 سره بريد کوونکي خوراج وژل شوي دي. د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.
د رپورټونو ترمخه، د نهې، سه شنبې، په ماښام د بنو په پوځي چاوڼۍ د شوي برید زمه واري د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې منلې ده.
د پوځي بيان ترمخه، د ځانمرګو چاودنو په نتيجه کې ديوال اغېزمن شوی او نزدې ودانيو چې پکې جومات او کورونه شامل دي، تباه شوي او مرګ ژوبلې پکې اوښتي دي.
د پاکستان پوځ ويلي، "استخباراتي رپورټونو کې تاييد شوې چې په دغه بريد کې افغان وګړي په فزيکي توګه ککړ وو، او شواهد ښيې چې بريد په افغانستان کې د خوارجو مشرتابه پلان کړی او د هلته نه یې ترتيبولو".
خو پوځي بیان کې په دغې په اړه نور تفصيل نه دی ویل شوی.
پوځ تکرار کړې او ويلي يې دي، "پاکستان په افغانستان کې د عبوري حکومت نه د خپلو زمه وارو پوره کولو غوښتنه کوي چې خپله خاوره د پاکستان خلاف ترهګرۍ دپاره کارېدو ته پرې نه ږدي، پاکستان حق لري چې د پولې د پورې غاړې خطرو ته د ځواب ورکولو دپاره ضروري اقدامات اوچت کړي".
د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف د بنو پوځي چاوڼۍ کې د ترهګرو په برید شنډولو او په چټک غبرګون ښودلو د امنیتي ځواکونو د زړورتیا ستاینه کړې ده.
وزیراعظم شهباز شریف دې بریدونو کې د بېګناه وګړو په وژنه ژوره خواشیني ښودلې او ويلي يې دي، د روژې په مقدسه میاشت کې په بېګناه وګړو برید کوونکي د هیڅ نرمۍ مستحق نه دي.
وزیراعظم ویلي فتنه الخوارج د پاکستان او د پاکستان د وګړو دښمنان دي او د هغوي ناوړه ارادې به کله هم کامیابېدو ته پرې نه ښودل شي.
هغه ویلي، څو پورې چې د ترهګرو سرونه په مکمل ډول چقول شوي نه وي ټول قام به تر هغې د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.
Forum