لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: وسله والو سره نښته کې یو پولیس ژوبل شوی، د دوؤ وسله والو د وژلو دعوه شوې


PAKISTAN-MILITANTS/
PAKISTAN-MILITANTS/

د خېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د پولیسو اؤ وسله والو تر منځ نښته شوې چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی اؤ پولیس وایي چې په ځوابي ډزو کې یې دوه وسله وال وژلي دي.

پاکستاني رسنیو د بنو د پولیسو له خولې ویلي دا نښته د خالي- شنبې په ورځ د په ټاون شپ سیمه کې شوې ده.

د پولیسو د وینا له مخې، دغلته پولیسو په موټرسایکل د معمول ګزمه کوله چې نامعلومو وسله والو پرې برید وکړو.

پولیس وایي چې د وسله والو په ډزو کې د مدثر په نوم یو پولیس عسکر ژوبل شوی اؤ د پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال هم وژل شوي دي.

ژوبل پولیس عسکر د علاج لپاره روغتون ته رسول شوی .

پولیسو نه ده روښانه کړې چې په برید کې وژل شوي وسله وال څوک دي اؤ په کومه ډله پسې تړاؤ لري خو په دې وروستیو کې چې خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې په بنو، لکي مروت اؤ د پښتونخوا په نورو جنوبي ضلعو کې د ایف سي ، پولیس اؤ پوځ ګڼ شمیر مامورین د وسله والو په ډزو کې وژل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د شمېرو له مخې د جنورۍ نه تر اکتوبر 2024 پورې په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ 1566 پېښې شوي .

په دې پېښو کې تر ټولو زياتې پېښې په خېبر پښتونخوا صوبه کې رامنځته شوي دي چې په کې د 573 امنیتي عسکرو په ګډون ټول 924 کسان وژل شوي دي.

روانه میاشت د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پخپل رپورټ کې ویلي، چې سږکال په خېبر پښتونخوا کې شوؤ 636 ترهګریزو بریدونو کې 142 پولیس عسکر اؤ 133عام وګړي وژل شوي اؤ امنیتي ځواکونو 739 ترهګر نیولي دي.

د سي ټي ډي رپورټ کې ویل شوي چې تېرکال په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ 631 پېښې رامنځته شوې وې خو سږکال په دې پېښو کې یو څه اضافه ليدل شوې اؤ تر اوسه د ترهګرۍ 636 پېښې مخې ته راغلې دي.

سي ټي ډي وایي سږکال د ترهګرۍ په شوؤ پېښو کې خېبر پښتونخوا کې 6 ځانمرګي بریدونه شوي،113 باردوي توکي چاودېدلي اؤ د 355 د ډزو پېښې شوې دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې رپورټ کې ویل شوي چې دې ترهګریزو پېښو کې 142 پولیس عسکر وژل شوي اؤ 214 نور ژوبل شوي اؤ همدا شان د پولیسو تر څنګ دې پېښو کې 133 عام وګړي وژل شوي اؤ 246 نور ژوبل شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې په صوبه کې د ترهګرو په ضد 2 زره اؤ 981 استخباراتي عملیات شوي چې پکې د 29 بې کچه مطلوبو ترهګرو په ګډون ټول 739 ترهګر نیول شوي دي.

همدا شان رپورټ کې د ترهګرۍ ضد محکمې د ځواک عملیاتو کې د 246 ترهګرو د وژل کېدو دعوه شوې اؤ ویل شوي چې د هغوي د ولکې څخه 849 کلو ګرامه چاودېدونکي توکي،لاسي بمونه، اووه خودکش جیکټونه اؤ 162 بیلا بېلې وسلې هم برامد شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG