لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنو د پرلت غړي وايي اېپکس کمېټۍ یې غوښتنې ومنلې


په بنو کې د امن غوښتونکو ناسته
په بنو کې د امن غوښتونکو ناسته

په بنو کې د امن غوښتونکو مشران وايي د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ کې د صوبايي اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د بنو د پرلت غوښتنې ومنل شوې او د جمعې په ورځ به وزيراعلا په خپله بنو ته ورځي او د غوښتنو منلو اعلاميه به په پرلت کې اوروي.

د اېپکس کمېټۍ د غونډې وروسته جاري شوي اعلاميې وویل په غونډه کې پوځي ادارو وویل په خېبرپښتونخوا کې عمليات کيږي او د وسله والو خلاف به پولیس او د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د پولیس څانګه سي ټي‌ ډي په مقامي کچه اقدامات کوي.

د بنو پرلت د کمېټۍ غړي او د تاجرانو مشر ناصر بنګش وي او اې ډيوه ته وویل، د ده په ګډون د پرلت د کمېټۍ پينځو غړو په اېپکس کمېټۍ کې شرکت وکړو، کمېټۍ ته د دوی غوښتنې وړاندې کړل شوې او بحث پرې وشو.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې بنګش وويل، "زمونږ ټولې غوښتنې ومنل شوې او سبا به وزیراعلا پرلت ته راځي او هلته به یې په خپله اعلان هم کوي".

هغه وویل، د وزيراعلا په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د پېښور کور کمانډر، د صوبې د پوليسو مشر، د استخباراتي ادارو مشرانو هم ګډون درلود.

د کمېټۍ يو بل غړي د جماعت اسلامي پروفېسر ابراهيم هم وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، په ښه ماحول کې د اېپکس کمېټۍ غونډه وشوه او د بنو پرلت ټولې غوښتنې یې ومنلې.

د اېپکس کمېټۍ غونډې ته د پرلت لخوا د خېبرپښتونخوا د عامې روغتيا وزير پښتون يار خان، د عوامي نېشنل ګوند پخوانی سېنېټر باز محمد خان، د جمعيت علمااسلام ف ګوند (د صوبايي اسمبلۍ غړی) عدنان وزير، د جماعت اسلامي پروفېسر ابراهيم او د بنو د تاجرانو مشر ناصر بنګش بلل شوي وو.

د بنو پرلت 16 غوښتنې صوبايي حکومت ته وړاندې کړې وې، چې په کې د عزم استحکام عمليات نه کېدل، د ښه او بدو طالبانو مرکزونه ختمول او د هغو پرضد اقدامات کول، په کورونو او ديني مدرسو د پوځ چاپې نه وهل، د پوليس او سي ټي ډي قوت سېوا کول او د عملیاتو اختیار ورکول، د شپې په وخت د پوليسو ګزمې پيل کول، د بې درکه خلکو عدالتونو ته وړاندې کول، د بنو په معدني وسايلو ځايي خلکو ته حق ورکول او د افغانستان سره د تجارت دپاره د غلام خان لارې د خلاصولو په شان مطالبې وې.

د اېپکس کمېټۍ د غونډې په اړه جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي، د دغه غونډې مقصد د خېبرپښتونخوا حکومت او نورو ادارو پشمول پوځ او پوليس د ترهګرۍ د خاتمې او صوبه کې د امن په ځای کولو د ګډو هڅه احاطه کول وو.

د اعلامیې ترمخه، صوبه کې د امن و امان په ځای کولو او ترهګرۍ د خاتمې دپاره، د حالاتو او واقعاتو په پس منظر کې وزيراعلا په يوه کوټلې پاليسۍ د د کار کولو لاروښوونه کړې ده.

کمېټۍ کې فيصله شوې چې ترهګر په هر شکل کې د غندنې وړ دي، د دوی پرضد به بې د څه فرقه کارروايي کولی شي، که څوک هم وسله وال تن ليدل کيږي هغه به نیول کيږي، پرضد به یې قانوني کارروايي کولی شي، د غېر سرکاري وسله والو ډلو دفترونه، اډې يا تلاشي کول غېر قانوني دي، د دوی پرضد به پوليس بې توپيره ګام اخلي او دا حکم د ټولې صوبې دپاره دی.

اعلاميه کې زياته کړل شوې، د اېپکس کمېټۍ غونډه کې پوځي ادارو د عملياتو په اړه په ډاګه کړه داسې هیڅ خبره نشته چې په صوبه کې عمليات کيږي، په ځايي کچه به د ترهګرو پرضد پوليس او سي ټي ډي کارروايي کوي او د دوی توان به سېوا کولی شي.

خو ويل شوي، د ځينو علاقو د نوعيت، جغرافيې او پولې ته نزدې والی داسې دی چې د پوځ د مرستې نه بغېر کارروايي ممکنه نه ده، دغلته به د حالاتو ترمخه کارروايي کولی شي، تر هغې وخته پورې چې د سي ټي ډي او نورو ادارو توان نه وي سېوا کړل شوی.

پوليس ته په سمدستي توګه په باقاعدګۍ سره هر وخته د ګشت کولو لارښوونه شوې او زياته کړل شوې، په مشکوکو علاقو او مدرسو کې به کارروايي سي ټي ډي کوي.

د افغانستان سره په پوله د تورخم، خرلاچي، انګور اډې، غلام خان، باجوړ او مومندو په روايتي لارو د تجارت د اجازت په اړه ویل شوي، دغه معامله د وړاندې څخه د وفاقي حکومت سره پرته ده.

د ولس او ادارو ترمنځ د غلط فهميانو لرې کولو دپاره د کمشنر په کچه د کمېټيانو جوړولو ويل شوي، او د بنو د پېښې په اړه د عدالتي پلټنو خواست به کولی شي خو ويل شوي حکومت په خپله هم پلټنې کوي او زمه وار به په ګوته کوي.

د اعلاميې ترمخه، د اېپکس کمېټۍ په رای کې پرامنه احتجاج د هر وګړي اييني حق دی، خو د ټولو فرض هم دي چې د قانون او ضابطه اخلاق پاسداري وکړي، د قانون د سرغړونې او پرتشده احتجاج څخه دې ډډه وکړل شي، چې نور عناصر یې د بل څه دپاره ونه کاروي.

ويل شوي، پوځ، پوليس او نورو دفاعي ادارو او ولس د ترهګرۍ د خاتمې دپاره قربانۍ ورکړي، ځکه د داسې ايجنډې او پروپېګنډې څخه دې ډډه وشي د کومې نه چې دغه ادارې او کورنيو زړونه یې ازاريږي.

بنو کې په 19مه جولايۍ د امن مارچ په نوم لاريون شوی، په دغه ورځ بيا د ډزو پېښه شوې، يو تن پکې وژل شوی او د 20 نه زيات نور ژوبل شوي او د يادې پېښې وروسته بیا د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت پيل شوی دی.

په 15مه جولايۍ بنو کې په پوځي چاوڼۍ ځانمرګی بريد شوی او بيا لس تنه بريد کوونکي چاوڼۍ ته ننوتلي وو، د پوځ ترمخه په بريد کې اته پوځيان او لس سره ترهګر وژل شوي وو.

درې ورځې وړاندې د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، په چاوڼۍ د بريد او نښتې په وخت د ترهګرو په ډزو کې درې ملکي وګړي هم وژل شوي وو.

ويل شوي وو، په برید کې تر 70 زیات پاکستاني پوځیان ټپیان شوي هم وو، خو پوځي بيان کې د ژوبلو په حواله څه نه وو ويل شوي.

د دغه برید زمه واري د شمالي وزیرستان د وسله والو شورا حافظ ګل بهادر ډلې منلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG