لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنو ملت پاله ګوندونو د بنو پېښې ته سخت غبرګون ښودلی، د سیمې خلک نن احتجاجي پرلت کوي


په پاکستان کې بیلا بیلو سیاسي ګوندونو،د بشري حقونو تنظیمونو اؤ مدني ټولنې بنو کې د ناامنۍ پرضد په راپورته شوي ولسي پاڅون د پوځ لخوا شوؤ ډزو ته سخت غبرګون ښودلی اؤ دا یې د ریاست لخوا ولس نه د امن د غوښتنې اؤ پرامنه ژوند د تروړلو په معنا عمل بللی دی.

د بنو ولسي پاڅون اعلان کړی چې سر د نن نه د بنو پولیس لاین مخکې ته ددغه پېښې په ضد احتجاجي پرلت پېلوي.

په بنو کې د جمعې په ورځ په زرګونو خلک د ناامنۍ په ضد اؤ دامن د تینګښت په غوښتنه احتجاج لپاره سړکونو ته راوتلي وؤ اؤ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د دعوې له مخې په دغو احتجاج کوونکو پوځ نیغ په نیغه ډزې کړي چې دوه کسان پکې وژل شوي اؤ تر ۲۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

ددغه پېښې په ضد د جمعې په ماذیګر په ګرد هیواد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غږ احتجاجونه شوي اؤ د بنو په ولسي پاڅون د پوځ ډزې غندل شوي خو پوځ لا تر دې مهاله ددې پېښې په تړاؤ هیڅ نه دي ویلي.

د بنو قامي جرګې اعلان کړی چې نن سهار اتوؤ بجو نه به د بنو د پېښې په ضد د بنو پولیس لاین مخې ته احتجاجي پرلت پېلوي.

بیلابیلو سیاسي اؤ قام پاله ګوندونو ، د بشري حقونو تنظیمونو اؤ د مدني ټولنو فعالانو د بنو پېښه په کلکو ټکو کې غندلې اؤ د هغې د رڼو پلټنو اؤ ذمه وارو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه یې کړې ده

عوامي نیشنل پارټۍ پخپل یو بیان کې ویلي د بنو امن مارچ په برخه والو نیغ په نېغه ډزې یو شرمناک عمل دی اؤ دا نسانیت سوزه عمل د دې خبرې ثبوت دی چې ریاست د امن پځای د تندروئ سره ولاړ دی.

ای این پي ویلي چې د دنیا یو قانون اؤ مذهب هم دداسې ناوړه عمل اجازه نه ورکوي اؤ پوښتنه یې کړې ده چې ایا که پښتانه د امن د ټینګښت اؤ د ترهګرۍ دختمولو غوښتنه کوي نو دا یې ګناه ده؟

په بیان کې ویل شوي چې په فیض اباد ( پېنډۍ) که له تشدد ډک مظاهرې کیږي نو برخه والو ته یې په انعام کې پیسې ورکول کیږي خو پرامنه پښتانه چې د امن لپاره اوځي نو ګولۍ پرې چلولی شي.

Bannu
Bannu

ای این پي ویلي چې دا عمل ولس خانه جنګۍ ته د ټيل وهلو یو سازش دی اؤ باید بې پلوه پلټنې یې وکړل شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم دا پېښه په سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي نن یو وارې بیا پرته له کومې وجې بنو کې د امن مارچ په برخه والو ګولۍ ورول شوي اؤ هغوي ته مرګ ژوبله ور اړول شوې ده.

هغه ویلي دا مهال په پاکستان کې امن غوښتل جرم جوړ شوی اؤ په امن غوښتلو خلک وژل کیږي.

پخپل یو بیان کې محمود خان اڅکزي ویلي پښتونخوا وطن د پاکستان برخه ده، مونږ نه غواړو چې زمونږ ولس د پوځ سره په جګړه شي خو د طاقت په نشه کې مست حکمرانان د اصلاح پځای خبره د بربادۍ په لوري وړي.

هغه د پښتنو په ټولو سیاسي ګوندونو غږ کړی چې باید یوه ورځ وټاکي ، له چتراله تر بولانه هر وګړی احتجاج ته را اوځي اؤ نړۍ ته دې دا پېغام ورکړي چې مونږ نور خپل وطن د جنګونو کاړه نه غواړو.

د پښتونخوا قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیر پاؤ پخپل بیان کې ویلي بنو کې په امن غوښتونکو نیغ په نیغه ډزې شوي ، صورتحال بیخي د اندېښنې وړ ده اؤ دا سختې نتیجې ورکولی شي.

هغه ویلي په پښتونو کې غصه اؤ ناکراري په پرله پسې ډول سیوا کږي اؤ د هیواد ټولې اړونده خواوې له هغې وړاندې چې حالات له قابو اوځي باید د حالاتو په نزاکت ځانونه پوهه کړي

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د جمعې په ورځ د بنو تر پېښې وروسته پر خپل ایکس په یوه لنډ بیان کې ویلي، داسې ښکاري چې ریاست د خپلو شهریانو د ژوند او پرامنه غونډو د ازادۍ له حقه سرغړونه کوي.

د خېبر پښتونخوا د حکومت ویاند بیرسټر سیف ویلي چې وزیراعلا ښاغلي علي امین ګنډا پور د بنو د پېښې نوټس اخستی اؤ په دې اړه یې له چارواکو رپورټ غوښتی دی. هغه ویلي چې د پېښې ذمه وارو ته به کوټلې سزا ورکول کیږي.

پخپل یو بیان کې د صوبایي حکومت ویاند ویلي دي چې د وزیراعلا په لارښوونه کمشنر اؤ مرستیال کمشنر مظاهرینو سره مذاکرات کوي اؤ حالات په قابو کې دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې وزیراعلا پېښه کې د مړو شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو لپاره مرستې هم اعلان کړي دي.

بیرسټر سیف زیاته کړې چې پرامنه احتجاج د هر وګړي بنیادي اؤ اییني حق دی خو د احتجاج په ترڅ کې به چاته قانون په لاس کې د اخستو اجازه ور نه کړل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG