لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بهټو خاندان او په پاکستان کې د اقتدار زغل


د پاکستان کړکيچن سياست او بهټو خاندان په اړه نوی کتاب چاپ شوی چې پکې د کتاب ليکوال د ياد خاندان د سياسي بصيرت، کرپشن الزامونو، سياسي لرليد او د لبرل پاکستاني واکمنو په توګه جاج اخستل شوی.

اوون بېنېټ جونز چې د بي بي سي او نورو غربي مطبوعاتو د پاره يې په پاکستان او هند کې د شلو کالو تحقيق او رپورټېنګ کړی د بهټو ‌‌‌‌‌‌ډاېنسټي، دې سټرګل فار پاور اېن پاکستان، په نوم ليکلی کتاب مارکيټ ته راغلی.

د کتاب په اړه د وي او ای ‌‌‌‌‌‌‌ډيوه څېړنه په امريکا کې د څېړنيز مرکزونو اېټلانټېک سنټر او امريکن پاکستان فاون‌‌‌‌‌‌ډيشن په دريم نومبر په ياد کتاب د شوې مباحسې او د څېړونکو اين‌‌‌‌‌‌ډريو وايټهې‌‌‌‌‌‌ډ او د بي بي سي هندي سروس د جرنلېسټ ريحان فضل د څېړنو په ترڅ کې شوې ده.

د کتاب د ليکوال اوون بېنېټ جونز تر مخه د بهټو خاندان سياسي تاريخ د وژل شوې پخوانۍ وزير اعظم بېنظير بهټو د نيکه سر شان نواز بهټو نه پيل کيږي او تر بلاول بهټو زرداري رارسيږي.

د څېړنو تر مخه د ليکوال ‌‌‌‌‌‌ډېره توجه د بېنظير بهټو په وژل کېدو او د هغې په شا د سازشونو په اړه ده خو د پاکستان په پوځي حکومتي دورو او سازشونو هم په ياد کتاب کې رڼا اچول شوې ده چې پکې د سر شاه نواز بهټو د پاکستان جوړېدو وړاندې د برطانيه او د بېنظير بهټو په پاکستان کې د امريکا سره د تعلقاتو موازنه شوې ده.

د ليکوال تر مخه په سويلي ايشيا کې دوه کورنۍ په سيميز سياست کې پاتې شوي چې په هند کې د ګاندي خاندان او په پاکستان کې د بهټو خاندان دی چې هم يې ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت په اقتدار کې تېر کړی او هم يې د سر سياستمدار وژل شوي.

په کتاب کې د هند د پخوانيو وزير اغظمانو اندرا ګاندهي او د هغې د ځوي راجيو ګاندهي او د پاکستاني وزير اعظمانو ذوالفقار علي بهټو او د هغه د لور بېنظير بهټو د وژنو او دې سره سره د بېنظير بهټو د دوو وروڼو شاه نواز بهټو او مير مرتضی بهټو د وژونو ذکر شوی دی.

د ليکوال په نظر په پاکستان کې د محمد علي جناح نه وروستو ذوالفقار علي بهټو او بېنظير بهټو داسې سياستمدار وو چې د نورو نه ذهين او لبرل پاکستاني واکمنان منل کيږي.

خو په تبصرو کې د ذوالفقار علي بهټو د هغه متنازعه تاريخي پرېکړې په اړه څه نه ليدل کيږي چې د سياسي تاريخ پوهانو په وينا د مذهبي ‌‌‌‌‌‌ډلو د خوشالولو د پاره يې د ملک د پارلمان نه په کال 1974 کې داسې قانون پاس کړو چې احمديه فرقه يې غيرمسلمه وګرځوله.

کتاب د دې هم ذکر کړی چې د 51 کلن ذوالفقار علي بهټو د عدالتي وژنې وروستو بېنظير بهټو سياست ته راودانګل او اخر د 54 کالو په عمر کې په ترهګر بريد کې په راولپين‌‌‌‌‌‌ډۍ کې ووژل شوه.

د ليکوال تر مخه د بېنظير بهټو وژنه د وخت د پوځي ‌‌‌‌‌‌ډېکټيټر جنرل مشرف او د استخباراتي ادارې اي ايس اي په اړه هم پوښتنې راپورته کوي.

اوون بېنېټ جونز وايي د بېنظير بهټو او د هغې د پلار په نسبت د بېنظير بهټو مېړه اصف زرداري د خپلې مېرمن د وژنې وروسته غټه تاريخي لاس راوړنه دا کړې چې خپل ټاکل شوی وخت يې په حکومت کې تېر کړی او اقتدار يې په وړومبي ځل بل منتخب حکومت ته سپارلی.

په کتاب کې د بهټو خاندان او د پاکستان د پوځ سره د تعلقاتو ذکر شوی چې پکې د جنرل ضياالحق او وزير اعظم ذوالفقار علي بهټو په اړه ويل شوي ښاغلي بهټو د خپل پوځي سالار جنرل ټيکا خان سفارښتنې ونه منلې او جنرل ضيا الحق يې د پوځ مشر کړو چاچې اخر د بهټو خلاف پوځي کودتا وکړه.

په کتاب کې د ذوالفقار علي بهټو خلاف د مرګ مقدمې، د جج مولوي مشتاق حسين چې د مطبوعاتو تر مخه د ښاغلي بهټو سره يې ذاتي ستونزه لره او د جنرل ضيا الحق د تېزندۍ نه بهټو ته د معافۍ نه ورکولو ذکر شوی.

په کتاب کې د ذوالفقار علي بهټو په کال 1971 کې د بنګله ديش د ازادۍ وروستو هند ته د تسليم شوو نزدې 93000 زره د قيد پاکستاني پوځيانو د ازادولو او يو شمېر پوځي افسرانو خلاف ګامونو پورته کولو د ستاينې سره سره په ښاغلي بهټو نيوکې هم شوي چې د ملک د وزير اعظم په توګه يې جمهوري ادارې ونه روزلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG